bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Philippians 1
Philippians 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 2 →
1
دَ پولوس اَؤ تيموتيوس له طرفه څوک چه دَ مسيح عيسىٰ خادمان دى، دَ فيليپى دَ ټولو هغه پاکانو په نُوم چه دَ عيسىٰ مسيح سره يووالے لرى، سره دَ دوئ دَ مشرانو اَؤ خادمانو.
2
په تاسو دِ زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ عيسىٰ مسيح له طرفه فضل اَؤ سلامتى نازله وى.
3
ما ته چه هر کله تاسو راياد شئ نو دَ خپل خُدائے شکر وباسم.
4
اَؤ په هره يوه دُعا کښے چه زَۀ ئے ستاسو دَ پاره غواړم تل ډير په خوشحالئ تاسو ټولو دَ پاره خواست کوم،
5
ځکه چه تاسو دَ اولنئ ورځے نه تر ننه پورے دَ زيرى په خورولو کښے له ما سره شريک پاتے شوى يئ.
6
اَؤ زما دَ دے خبرے په باب کښے باور دے چه چا چه په تاسو کښے نيک کار شروع کړے دے، هغه به ئے دَ عيسىٰ مسيح تر ورځے پورے پُوره کړى.
7
ځکه خو واجب دى چه زَۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغسے خيال وکړم دَ پاره دَ دے چه تاسو زما په زړۀ کښے يئ، اَؤ زما دَ قيد اَؤ دَ زيرى دَ جواب اَؤ په ثبُوت کښے تاسو ټول ما سره دَ خُدائے په فضل کښے شريک يئ.
8
خُدائے زما ګواه دے چه زَۀ دَ عيسىٰ مسيح په شان په مينه کښے ستاسو ټولو دَ مُلاقات آرزومند يم.
9
اَؤ دا دُعا کوم چه ستاسو مينه اَؤ عِلم به هر شان دَ پوهے سره نوره هم په زياتيدو شى،
10
چه تاسو ښه نه ښه فيصله کولے شئ اَؤ دَ مسيح تر ورځے پورے په صفا زړۀ پاتے شئ اَؤ تيندک ونۀ خورئ.
11
اَؤ ستاسو ژوند دِ دَ صداقت په ميوه چه دَ عيسىٰ مسيح په وسيله ده، معمُور وى، چه دَ خُدائے جلال ښکاره شى اَؤ دَ هغۀ ستائينه کيږى.
12
اَئے ورُوڼو! زَۀ غواړم چه تاسو خبر شئ، په ما چه څۀ تير شول، هغه دَ زيرى دَ ترقئ په وجه وشول،
13
تر دے چه دَ قيصر دَ عسکرو په ټوله پلټنه کښے اَؤ باقى په ټولو خلقو کښے دا خبره خوره شوه چه زَۀ دَ مسيح دَ پاره قيد يم.
14
اَؤ څوک چه په مالِک کښے زمُونږ ملګرى دى اکثر زما دَ قيديدو په وجه زړۀ ور شول اَؤ بے ويرے دَ خُدائے کلام په آؤرولو کښے زړه ورتيا ښکاره کوى.
15
ځنے خو په حسد اَؤ دَ جګړے په وجه دَ مسيح پيغام آؤروى اَؤ ځنے به نيک نيتئ سره.
16
دوئ دَ مينے په وجه داسے کوى اَؤ په دے خبر دى چه زَۀ دَ زيرى دَ جواب ورکولو دَ پاره ټاکلے شوے يم.
17
خو نور دَ بے اِتفاقئ په وجه، نۀ چه په صفا زړۀ سره، بلکه په دے خيال چه زما په قيد کښے ما ته مصيبتُونه پيدا کړى.
18
خو خير دے، په هر شان دَ مسيح پيغام آؤرولے شى، هغه که په بهانه وى يا په صفا زړۀ، اَؤ په دے زَۀ خوشحاله يم. هو! اَؤ خوشحاله به شم،
19
ځکه چه زَۀ پوهيږم چه ستاسو په دُعا اَؤ دَ عيسىٰ مسيح دَ رُوح په مدد به آزاد شم.
20
ځکه خو زما دَ زړۀ آرزو اَؤ اُميد دغه دے چه زَۀ په څۀ خبره کښے شرمنده نۀ شم، بلکه زما دَ زياتے زړه ورتيا په وجه لکه څرنګ چه زما په وسيله هميشه دَ مسيح جلال ښکاره شوے دے، هغه شان به اوس هم کيږى، که زَۀ ژوندے يم يا مړ شم.
21
ځکه چه ژوندے پاتے کيدل زما دَ پاره مسيح دے اَؤ مړ کيدل ګټه.
22
خو که زما ژوندے پاتے کيدل زما دَ کار دَ پاره فائده لرى نو زَۀ نۀ پوهيږم چه کُوم يو خوښ کړم.
23
زَۀ په دواړه طرفه نښتے يم. زړۀ خو مے دا غواړى چه رُخصت شم اَؤ مسيح ته لاړ شم ځکه چه دا ډير زيات غوره دے،
24
خو زما په بدن کښے پاتے کيدل ستاسو دَ پاره ډير ضرورۍ دى.
25
زما په دے يقين دے اَؤ دَ دے دَ پاره زَۀ پوهيږم چه ژوندے به پاتے شم، بلکه تاسو ټولو سره به اوسم چه تاسو په ايمان کښے ترقى وکړئ اَؤ په کښے خوشحاله اوسئ،
26
اَؤ تاسو په ما فخر کوئ هغه دِ تاسو ته زما په بيا راتلو په مسيح عيسىٰ کښے زيات شى.
27
صرف دومره کوئ چه ستاسو چال چلن دِ دَ مسيح دَ زيرى په شان وى. که زَۀ راشم اَؤ تاسو وګورم يا رانۀ شم، ستاسو حال واؤرم چه تاسو په يو رُوح کښے قائم يئ اَؤ دَ اِنجيل دَ ايمان دَ پاره په يو زړۀ ښه خوارى کوئ.
28
اَؤ په هيڅ خبره کښے هم دَ مُخالفانو نه ويريدُونکى نۀ يئ، نو له دے نه به دا صفا ښکارى چه هغوئ به هلاک شى خو دا ستاسو دَ پاره خلاصُون اَؤ دا دَ خُدائے له طرفه ده.
29
ځکه چه دَ مسيح دَ خاطره په تاسو دا فضل وشو چه نۀ يواځے په هغۀ ايمان راؤړئ بلکه دَ هغۀ دَ خاطره تکليفُونه هم وزغمئ.
30
اَؤ تاسو هم هغه شان ښه خوارى کوئ څنګه چه مو زَۀ په کولو ليدلے وم اَؤ اوس هم آؤرئ چه زَۀ هم هغه شان کوم.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4