bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Philippians 3
Philippians 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 4 →
1
نو اوس اَئے ورُوڼو! دَ مالِک په يووالى کښے خوشحاله اوسئ! ما چه تاسو ته اول څۀ ليکلى دى، دَ هغے بيا بيا ليکل څۀ تکليف نۀ ګڼم، اَؤ په دے کښے ستاسو بهترى ده.
2
دَ سپو غوندے سړو نه خبردار اوسئ چه بد کوى، اَؤ دَ جِسم غوڅووُنکو نه خبردار اوسئ.
3
ځکه چه دَ خُدائے سُنت شوى خو مُونږ يُو چه دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت عبادت کوُو اَؤ په عيسىٰ مسيح فخر کوو اَؤ په جسم توکل نۀ لرُو،
4
اګر چه زَۀ خو په جِسم توکل کولے شم. که څوک په خپل ځان دَ توکل کولو خيال لرى نو زَۀ دَ هغۀ نه هم زيات کولے شم.
5
په اتمه ورځ سُنت شوم، دَ اِسرائيل دَ قوم اَؤ دَ بنيامين دَ قبيلے نه يم، دَ عبرانيانو نه عبرانى، اَؤ دَ شريعت له رُويه فريسى يم،
6
دَ جوش په نسبت دَ جماعت عذابوُونکے، اَؤ دَ شريعت دَ صداقت په نِسبت بے عيبه يم.
7
خو چه څومره خبرے زما دَ ګټے وے، هم هغه ما دَ مسيح دَ خاطره نقصان وګڼلے.
8
بلکه ما دَ مسيح عيسىٰ دَ خاطره هر څۀ نُقصان وګڼلو، دَ دے دَ پاره چه هغه زما مالِک دے، اَؤ زَۀ دَ هغۀ پيژندل دَ هر څۀ نه زيات قيمتى ګڼم. دَ هغۀ دَ خاطره ما هر څۀ پريښودل اَؤ هغه ګندګى ګڼم چه مسيح وُمومم،
9
اَؤ په هغۀ کښے ومُوندلے شم، نه چه دَ خپل صداقت سره چه دَ شريعت په وسيله ده بلکه دَ هغه صداقت په وسيله کُومه چه په مسيح دَ ايمان دَ راؤړلو په وسيله دے. اَؤ دا صداقت دَ خُدائے دَ طرفه دے چه په ايمان حاصليږى،
10
چه زَۀ دَ مسيح اَؤ دَ هغۀ دَ ژوندى کيدلو قُدرت وپيژنم اَؤ دَ هغۀ سره په زغمُونو کښے شريک شم اَؤ دَ هغۀ په مرګ کښے دَ هغۀ په شان شم،
11
چه زَۀ په څۀ طريقه سره دَ مړو نه دَ پاڅيدلو درجے ته ورسيږم.
12
زَۀ دا نۀ وايم چا ما وُموندل يا کامل شوم، بلکه دَ هغه څيز دَ رانيولو دَ پاره په منډه يم دَ کُوم دَ پاره چه زَۀ مسيح عيسىٰ نيولے يم.
13
زما ورُوڼو! زما دا خيال نۀ دے چه نيولے مے دے، بلکه صرف دا کوم چه کُوم څيزُونه وروستو پاتے شول هغه هيروم، اَؤ دَ وړاندے څيزُونو دَ پاره په مخه
14
دَ مقصد په طرف په منډه يم چه هغه اِنعام حاصل کړم چه دَ کُوم دَ پاره چه مُونږ خُدائے دَ عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللى يُو.
15
نو بيا چه په مُونږ کښے څومره چه په رُوحانى طور بالغان دى هغوئ دِ دا خيال ساتى، اَؤ که په څۀ خبره کښے ستاسو څۀ بل شان خيال وى نو خُدائے به هغه خبره هم په تاسو ښکاره کړى.
16
بهر حال تر کُومے چه مُونږ رسيدلى يُو، دَ هغے په مُطابق وچليدُو.
17
اَئے ورُوڼو! څنګه چه زَۀ کوم هسے تاسو هم کوئ. مُونږ تاسو دَ پاره نمُونه يُو اَؤ څوک چه دَ دے نمُونے په مُطابق ژوند تيروى، هغوئ په نظر کښے ساتئ.
18
ځکه چه ډير داسے دى چه دَ هغوئ ذکر ما تاسو ته څو څو ځله کړے دے اَؤ اوس هم په ژړا ژړا درته وايم چه هغوئ په خپل چال چلن دَ مسيح دَ سولئ دُښمنان دى.
19
دَ هغوئ اَنجام هلاکت دے، دَ هغوئ خُدائے خيټه دے، هغوئ دَ خپل شرم په خبرو فخر کوى اَؤ دَ دُنيا دَ څيزُونو په خيال کښے بوخت دى.
20
خو مُونږ دَ آسمان اوسيدُونکى يُو اَؤ دَ آسمان نه مُونږ دَ خلاصوُونکى مالِک عيسىٰ مسيح په ډير اِنتظار کښے يُو، چه راشى.
21
هغه به دَ خپل هغه قوت په وسيله په کُوم چه هغه ټول څيزُونه خپل تابع کولے شى، زمُونږ دَ بدن فانى شکل به بدل کړى اَؤ دَ خپل جلال دَ صُورت په شان به ئے جوړ کړى.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4