bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Philippians 2
Philippians 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 3 →
1
نو بيا چه مسيح تاسو ته دا تسلى درکولے شى چه دَ هغۀ دَ مينے نه تاسو زړۀ ور شئ اَؤ په تاسو کښے دَ رُوحُ القُدس شراکت، زړۀ سواندے اَؤ همدردى وى،
2
نو تاسو زما خوشحالى پُوره کړئ چه په يو زړۀ، په يو شان مينه اَؤ يو خيال ولرئ.
3
دَ خود غرضئ اَؤ بے ځايه فخر په وجه څۀ مه کوئ، بلکه په عاجزئ يو بل دَ ځان نه غوره ګڼئ.
4
هر يو دِ تش په خپل حال نه بلکه دَ يو بل په حال هم نظر ساتى.
5
هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.
6
هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو.
7
بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو، اَؤ دَ اِنسان په شان شو.
8
اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو، خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ، بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو.
9
په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے،
10
دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى،
11
اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے.
12
زما ملګرو! لکه څنګه چه تاسو دَ هميشه نه تابعدارى کړے ده هغه شان اوس هم، نه يواځے زما په موجودګئ کښے بلکه دَ هغے نه ډير زيات زما په غير موجودګئ کښے، په ويره اَؤ په رپيدو دَ خپل خلاصُون کار کوئ.
13
ځکه چه خُدائے په تاسو کښے نيت اَؤ عمل دواړه دَ خپلے نيکے اِرادے پُوره کولو دَ پاره پيدا کوى.
14
هر کار بغير دَ شکايت اَؤ تکرار نه پُوره کوئ،
15
چه تاسو بے عيبه اَؤ پاک شئ. په بد اَؤ بے لارے خلقو کښے دَ خُدائے دَ کاملو بچو په شان ژوندُون کوئ اَؤ دَ هغوئ په مينځ کښے دَ آسمان دَ ستورو په شان وځليږئ،
16
اَؤ دَ ژوندون کلام پيش کوئ چه دَ مسيح په ورځ زَۀ فخر کوم چه نۀ خو زما منډه بے فائدے شوه اَؤ نۀ زما خوارى بے ځايه لاړه.
17
تاسو دَ خپل ايمان په سبب په قُربانئ کولو زما خدمت کوئ اَؤ کيدے شى چه زَۀ دَ دے قُربانئ سره شهيد هم شم. که چرے داسے وى نو زَۀ به خوشحاله يم اَؤ ستاسو په خوشحالئ کښے شريک.
18
تاسو ټول دغه شان خوشحاله اوسئ اَؤ ما سره خوشحالئ کوئ.
19
که دَ مالِک عيسىٰ مرضى وى نو زَۀ به تاسو ته ډير زر تيموتيوس دروليږم چه ستاسو حال په آؤريدو به زَۀ هم خوشحاله شم.
20
ځکه چه دلته دَ هغۀ نه علاوه بل څوک داسے نِشته چه په صفا زړۀ ستاسو دَ پاره فکر من وى.
21
ټول په خپلو فِکرُونو کښے ډُوب دى، نۀ چه دَ عيسىٰ مسيح.
22
خو تاسو ته په خپله معلُومه ده چه تيموتيوس څنګه لايق ښکاره شو، اَؤ هغه اَؤ زَۀ دَ پلار اَؤ زوى په شان په خدمت کولو کښے لګيا وُو چه زيرے خور کړُو.
23
نو زَۀ اُميد کوم چه هر کله چه ما ته خپل اَنجام معلُوم شى نو تيموتيوس به تاسو ته سمدستى دروليږم.
24
زما په مالِک پوخ يقين دے چه زَۀ به په خپله هم زر درشم.
25
خو اِپفروديتوس تاسو ته واپس درليږل ځکه ضرورى ګڼم، چه هغه زما ورور اَؤ دَ خدمت ملګرے اَؤ دَ يو سنګر فوجى اَؤ ستاسو اَستازے دے چه زما حاجتُونه پُوره کړى.
26
خو هغه دَ ستاسو ټولو ليواله دے اَؤ ناقلاره اوسيږى ځکه چه تاسو دَ هغۀ دَ ناروغتيا آؤريدلى وُو.
27
بے شکه چه هغه دَ ناروغتيا نه مرګى حال وو، خو خُدائے په هغۀ فضل وکړو، اَؤ صرف په هغۀ نه، بلکه په ما هم چه په ما دَ غم دَ پاسه غم نۀ وى.
28
ځکه خو دَ هغۀ دَ درليږلو خيال نور هم زيات شو چه تاسو هم دَ هغۀ په مُلاقات خوشحاله شئ اَؤ زما غم هم کم شى.
29
نو بيا تاسو دَ هغۀ سره په مالِک کښے لکه دَ ورور په زياته خوشحالئ سره هر کلے ووايئ. اَؤ دَ داسے کسانو عزت کوئ،
30
ځکه چه هغه دَ مسيح دَ کار دَ خاطره مرګ ته نزدے شوے وو، اَؤ هغۀ ځان په خطره کښے اچولے وو چه ستاسو له خوا زما په خدمت کښے کُومه کمى چه وه، هغه پُوره کړى.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4