bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Philippians 4
Philippians 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
1
نو دَ دے دَ پاره اَئے زما خوږو ورُوڼو! دَ چا چه زَۀ مُشتاق يم، چه زما خوشحالى اَؤ فخر يئ، په مالِک کښے دغه شان قائم پاتے شئ.
2
زَۀ يُووديه اَؤ سُنتخے ته خواست کوم چه هغوئ دِ دَ مالِک په يووالى کښے په يو زړۀ پاتے شى.
3
خو اَئے رښتينى دَ خدمت ملګريه! تا ته هم خواست کوم چه تۀ دَ هغه ميرمنو هم مدد کوه ځکه چه هغوئ ما سره په زيرى خورولو کښے کليمينتوس اَؤ زما دَ نورو دَ خدمت ملګرو سره خوارى وکړله دَ چا نومُونه چه دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى.
4
تاسو هميشه دَ مالِک په يووالى کښے خوشحاله اوسئ، زَۀ بيا دا وايم چه خوشحاله اوسئ!
5
ستاسو نرم مزاجى دِ په ټولو خلقو ښکاره شى. مالِک راتلُونکے دے.
6
دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.
7
نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.
8
نو اوس اَئے ورُوڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى اَؤ څومره خبرے چه دَ شرافت دى، څومره خبرے چه واجبے دى اَؤ څومره خبرے چه پاکے دى، اَؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى اَؤ څومره خبرے چه ښايسته دى، غرض دا چه کُومے دَ نيکئ اَؤ ستائينے خبرے دى، په هغو غور کوئ.
9
کُومے خبرے چه تاسو له ما نه زده کړے اَؤ حاصلے کړے اَؤ واؤريدلے اَؤ په ما کښے مو وليدلے، په هغو عمل کوئ، نو هغه خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے، به تاسو سره وى.
10
زَۀ دَ مالِک په يووالى کښے ډير خوشحاله يم چه اَوس دَ دومره مُودے نه پس ستاسو خيال زما طرف ته بيا وشو، بے شکه چه ستاسو اول هم دا خيال وو خو موقعه په لاس نۀ وه درغلے.
11
دا نه چه زَۀ دَ مُحتاجئ په وجه وايم، ځکه چه ما دا زده کړى دى چه په کُوم حالت کښے يم په هغے کښے راضى يم.
12
زَۀ په غريبئ هم پوهيږم اَؤ دَ مال په زياتوالى هم پوهيږم. که زَۀ وږے يم اَؤ که موړ، که زَۀ غريب يم اَؤ که مالدار، په ټولو حالُونو کښے دَ قناعت راز مے زده کړے دے.
13
مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.
14
بيا هم تاسو ښۀ وکړل چه زما په مُصيبت کښے شريک شوئ.
15
اَئے فيليپيانو! تاسو په خپله خبر يئ چه دَ زيرى په شروع کښے چه زَۀ دَ مکدونيه نه روان شوم نو ستاسو نه سيوا يو جماعت هم دَ ورکړے راکړے په مُعامله کښے زما مدد ونۀ کړو.
16
لکه چه تِسلونيکيه کښے هم زما دَ حاجت پُوره کولو دَ پاره تاسو يو وار نه، بلکه دوه ځله څۀ راليږلى وُو.
17
دا نۀ چه زَۀ اِنعام غواړم بلکه داسے غواړم چه ستاسو په حساب کښے زياتے راشى.
18
زما سره هر څۀ شته بلکه زيات دى، خو چه ستاسو راليږلى څيزُونه مے دَ اِپفروديتوس دَ لاسه واخستل نو موړ شوم. هغه خوشبُوئ اَؤ قبُوله قُربانى ده چه خُدائے ئے خوښوى.
19
زما خُدائے به ستاسو هر حاجت دَ خپل بے پايانه دولت په مُطابق دَ مسيح عيسىٰ په وسيله پُوره کړى.
20
زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار جلال دِ تل تر تله وى! آمين.
21
ټولو پاکانو ته چه په مسيح عيسىٰ ايمان لرى سلام وايئ، اَؤ کُوم ورُوڼه چه اوس ما سره دى تاسو ته سلام وائى.
22
ټول پاکان خصوصًا دَ قيصر د کورنئ خلق تاسو ته سلام وائى.
23
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ ستاسو دَ رُوح سره وى.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
All chapters:
1
2
3
4