bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ecclesiastes 1
Ecclesiastes 1
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 2 →
1
دا د معلِم خبرې دى، چې د داؤد زوئ وو او د يروشلم بادشاه وو.
2
هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده.
3
په مخ د زمکې خلق دومره خوارى کوى نو د دې نه دوئ تۀ فائده څۀ ده؟
4
پيړۍ په پيړۍ تېرې شى، خو زمکه همېشه قائمه وى.
5
نمر راوخېژى او پرېوځى او هغه ځائ ته زر زر بيا ځى چې د کوم ځائ نه راخيژى.
6
هوا د جنوب طرف ته چليږى، بيا تاو شى او د شمال طرف ته چليږى، دا ګېرچاپېره تاويږى راتاويږى او ځى راځى.
7
ټول سيندونه سمندر ته بهيږى، خو سمندر ډک نۀ شو. ځکه چې د سيندونو اوبۀ د کوم ځائ نه بهيږى نو هم هلته مسلسل واپس راځى او بيا د هغه ځائ نه بهيږى.
8
ټول څيزونه دومره د خوارۍ ډک دى چې انسان يې بيانولے نۀ شى. نۀ سترګې په کتلو مړيږى، او نۀ غوږونه په اورېدو ډکيږى.
9
څۀ چې مخکښې وُو دا به بيا هم وى، څۀ چې شوى دى هغه به بيا هم کيږى. په مخ د زمکې هيڅ هم نوى نشته.
10
کله کله خلق وائى، ”ګوره، دا يو نوے څيز دے.“ خو په اصل کښې دا زوړ وى، يو څيز هم په رښتيا نوے نۀ دے.
11
هيچا ته ياد نۀ دى چې په تېرو وختونو کښې څۀ شوى وُو او څۀ چې اوس کيږى هغه به د راتلونکى وخت خلقو ته ياد نۀ وى.
12
زۀ معلِم په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه وم.
13
ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى.
14
ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بېمعنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.
15
څۀ چې غلط دى هغه ټيک کېدے نۀ شى، او د څۀ چې کمے دے نو هغه پېدا کېدے نۀ شى.
16
ما خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د هغه ټولو نه ډېر زيات هوښيار يم چا چې زما نه مخکښې په يروشلم بادشاهى کړې ده. ما ډېر حِکمت او عِلم حاصل کړے دے.“
17
ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بېوقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى.
18
ځکه چرته چې حِکمت زيات وى هلته پرېشانى هم زياته وى، او څوک چې عِلم زياتوى هغه غمونه زياتوى.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12