bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ecclesiastes 10
Ecclesiastes 10
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 11 →
1
څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى.
2
د هوښيار سړى زړۀ به صحيح لار غوره کوى او د کم عقل سړى زړۀ به خرابه لار غوره کوى.
3
کله هم چې کم عقل په لاره روان وى نو صفا پته لګى چې هغه بېوقوف دے.
4
کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.
5
ما په مخ د زمکې يو بل خراب څيز ليدلے دے او دا غلطى د حکمرانانو د لاسه کيږى.
6
او هغه دا چې کم عقل خلق په اوچتو عُهدو مقرر کړے شى او مالدار خلق په معمولى عُهدو باندې وى.
7
ما ليدلى دى چې غلامان د شهزادګانو په شان په آسونو سوارۀ وى، او شهزادګان د نوکرانو په شان پېدل ګرځى.
8
څوک چې کنده کنى کېدے شى په خپله وروغورزيږى، څوک چې دېوال راغورزوى کېدے شى مار يې وچيچى.
9
څوک چې د کاڼو په کان کښې کار کوى، کېدے شى په کاڼو چخڼى شى. څوک چې لرګى ماتوى، نو کېدے شى چې په دې زخمى شى.
10
کۀ تبر پڅ وى او تېرۀ يې نۀ کړې، نو په دې باندې کار کول ډېر زور غواړى. خو حِکمت سړے همېشه د کاميابۍ طرف ته بوځى.
11
کۀ د دم نه مخکښې مار پاړو وچيچى نو بيا د پاړوتوب څۀ فائده نشته.
12
د هوښيار سړى خبرې د هغۀ د عزت سبب جوړيږى، خو د کم عقل سړى خبرې د هغۀ د تباهۍ سبب جوړيږى.
13
د هغوئ خبرې کم عقلتوب سره شروع کيږى او خطرناک ليونتوب سره تر سره کيږى.
14
د کم عقل کس خبرې نۀ ختميږى. هيچا ته دا پته نشته چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى، څوک دا وئيلے شى چې زمونږ د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟
15
کار سره کم عقل ډېر ستړے شى، او هغۀ ته دا پته هم نۀ لګى چې منزل ته خپله لار پېدا کړى.
16
افسوس په هغه مُلک چې د هغې بادشاه يو ناتجربهکاره زلمے وى او مشران يې سم د سحر نه سر د خېټې نه زار کوى.
17
خوش قسمته وى هغه مُلک چې د چا بادشاه چې د شريف خاندان نه وى او د هغوئ مشران په مناسب وخت خوراک کوى. هغوئ د طاقت حاصلولو دپاره خوراک څښاک کوى د نشې دپاره نه.
18
کۀ يو کس دومره ناراسته وى چې هغه خپل چت هم نۀ مرمت کوى، نو دا به راڅاڅى او هغه کور به راوغورزيږى.
19
د مېلمستيا روټۍ د خوشحالۍ دپاره وى او مے د زړۀ راحت دپاره وى، او په پېسو هر کار کيږى.
20
په خيالونو کښې هم په بادشاه پسې بدرد مۀ وايه او په خپله کوټه کښې هم په مالداره کس پسې بدرد مۀ وايه. کېدے شى چې د هوا يوه وړه مرغۍ ستا خبرې واورى او هغۀ ته يې وکړى.
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12