bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ecclesiastes 3
Ecclesiastes 3
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 4 →
1
د هر څيز خپل وخت وى، د هر کار دپاره په مخ د زمکې وخت مقرر وى.
2
د پېدايښت او مرګ دپاره وخت مقرر وى، د فصل کَرلو او د رېبلو دپاره وخت مقرر وى،
3
د مړ کولو او روغولو دپاره وخت مقرر وى، د راغورزولو او د آبادولو دپاره وخت مقرر وى.
4
د غم دپاره او د خوشحالۍ دپاره وخت مقرر وى، د ماتم دپاره او د ګډېدو دپاره وخت مقرر وى،
5
د کاڼو خورولو او راغونډولو دپاره وخت مقرر وى، د غاړه وتلو او نۀ غاړه وتلو دپاره وخت مقرر وى.
6
د تلاش کولو او د تلاش پرېښودلو دپاره وخت مقرر وى، د محفوظ ساتلو دپاره او د غورزولو دپاره وخت مقرر وى،
7
د شلولو او د ګنډلو دپاره وخت مقرر وى، د خاموشۍ او د خبرو کولو دپاره وخت مقرر وى.
8
د مينې کولو دپاره او د نفرت کولو دپاره وخت مقرر وى، د جنګ دپاره او د امن دپاره وخت مقرر وى.
9
يو کاريګر د خپل محنت نه څۀ فائده اخلى؟
10
ما هغه بوج کتلے دے کوم چې خُدائ پاک په مونږ باندې اېښے دے.
11
خو خُدائ پاک هر څۀ داسې جوړ کړى دى چې په خپل وخت باندې ښائسته او مناسب وى. هغه انسانانو له د ابديت خيال ورکوى، خو سره د دې مونږ د خُدائ پاک په کار باندې د اول نه واخله تر آخره پورې پوره نۀ شُو پوهېدلے څۀ چې هغه کوى.
12
نو زۀ پوهه شوم چې د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې د ژوند نه مونږ خوندونه او مزې واخلو تر کومې پورې چې مونږ ژوندى يُو.
13
مونږ ټولو له په کار دى چې خوراک څښاک کوُو او په خپله خوارۍ مزدورۍ کښې خوشحاله اوسو. دا د خُدائ پاک نعمتونه دى.
14
ما ته پته ده څۀ چې خُدائ پاک کوى نو هغه د همېشه دپاره پاتې کېدونکى وى. په هغې کښې نۀ څۀ کمے کېدے شى او نۀ څۀ زياتے. او دا هر څۀ خُدائ پاک ځکه کوى چې خلق د هغۀ نه يريږى.
15
هر څۀ چې اوس کيږى هغه پخوا هم شوى دى، او څۀ چې به په آئنده کښې کيږى، هغه پخوا هم شوى دى. ځکه چې خُدائ پاک دا هر څۀ بيا بيا دوباره کوى.
16
د دې نه علاوه ما دا هم وکتل، چرته چې مونږ د اِنصاف توقع کوله هلته بدعملى وه، چرته چې مونږ د صداقت توقع کوله هلته بدعملى وه.
17
ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، خُدائ پاک به د بدعملو او د صادقانو عدالت کوى، ځکه چې هر يو څيز او هر يو کار دپاره يو وخت مقرر دے.
18
او ما دا هم په خپل زړۀ کښې ووئيل، چې خُدائ پاک د انسانانو آزمېښت کوى، چې مونږ ته دا وښائى چې مونږ د ځناورو نه ښۀ نۀ يُو.
19
لنډه دا چې، د انسانانو او ځناورو دواړو اَنجام يو دے، انسان او ځناور دواړه ساه اخلى، او دواړه مرى. انسان د ځناور نه بهتر نۀ دے، دا هر څۀ بېمعنې دى.
20
مونږ ټول د مرګ طرف ته روان يُو، مونږ ټول د خاورو نه جوړ يُو او بيا به خاورو ته ځو.
21
څوک دا يقين سره وئيلے شى چې د مرګ نه پس د انسان روح بره ځى او د ځناور روح لاندې زمکې ته ځى؟
22
نو بيا ما ته دا پته ولګېده چې د دې نه ښۀ خبره نشته چې په خپل محنت باندې خوشحاله اوسو. د دې نه بغېر بله لار نشته. هيچا ته پته نۀ لګى چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
Recommended Reading
Commentary
Ecclesiastes Commentaries
→
Devotional
Ecclesiastes Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→