bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ecclesiastes 6
Ecclesiastes 6
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 7 →
1
په مخ د زمکې ما يوه بله خرابه خبره ليدلې ده او دا په انسان باندې يو دروند بوج دے.
2
دا د هغه کس خبره ده چا له چې خُدائ پاک مال دولت، عزت او جائيداد ورکړى او هغه هر څۀ ورکړى چې د هغۀ زړۀ يې غواړى، خو خُدائ پاک يې د دې په خوند پوهه نۀ کړى او د هغۀ په ځائ يو پردے کس په دې باندې مزې وکړى. دا بېمعنې دى او لوئ مصيبت دے.
3
کۀ د يو سړى سل بچى وى او تر بوډاتوبه پورې ژوندے وى، خو کۀ په ژوند کښې څۀ خوشحالى ونۀ وينى او په عزت سره دفن نۀ شى نو زۀ خو به دا وايم چې د دۀ نه خو هغه ماشوم ښۀ دے چې مړ پېدا شوے وى.
4
د داسې پېدائشى مړ ماشوم دُنيا ته راتګ او تګ بېمعنې دے، مرګ د هغۀ شناخت زمونږ نه پټ ساتى.
5
اګر چې هغۀ نمر هم نۀ دے ليدلے او نۀ ورته دا پته لګېدلې ده چې ژوند څنګه وى، خو بيا هم هغۀ ته د هغه مالداره سړى نه زيات آرام حاصل دے.
6
فرض کړه کۀ هغه دوه زره کاله ژوندے وى خو چې په ژوند کښې يې څۀ خوشحالى نۀ وى، نو څۀ فائده؟ آخر مرګ خو هر ژوندى له شته.
7
انسان ټول محنت د خوراک پېدا کولو دپاره کوى، خو د هغۀ لوږه هيڅکله نۀ ختميږى.
8
هوښيار کس د کم عقل نه په څۀ فائده مند وى؟ کۀ غريب کس خلقو سره مناسب سلوک کوى نو په دې کښې د هغۀ دپاره څۀ فائده ده؟
9
څۀ چې مونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بېمعنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى.
10
هر څۀ چې کيږى هغه د تقدير ليک وى. دا ډېر د پخوا نه معلومه وه چې د هر يو کس سره به څۀ کيږى. نو خُدائ پاک سره د دې موضوع په حقله بحث کول فضول دى.
11
څومره چې خبرې زياتيږى، نو دومره بېمطلبه کيږى، نو د بحث نه فائده څۀ؟
12
نو چا ته څۀ پته وى چې زمونږ په دې لنډ او بېفائدې ژوند کښې، زمونږ دپاره څۀ ښۀ دى، داسې ژوند چې د سورى په شان تېريږى؟ چا ته دا پته ده چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12