bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ecclesiastes 12
Ecclesiastes 12
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
1
هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“
2
هغه ياد ساته، د دې نه مخکښې چې د نمر، سپوږمۍ او د ستورو رڼا تا ته تته ښکاره شى او د باران نه پس بيا وريځې راواپس شى.
3
د هغې نه مخکښې چې ستا د کور څوکيداران په ريږدېدو شى، او ستا طاقتور سړى راکونټى شى، او ستا د مېچنې کولو والا ښځې کار پرېږدى ولې چې هغوئ لږې دى، او هغه زنانه چې د کړکو نه ګورې د هغوئ نظر کم دے.
4
د هغې نه مخکښې چې د کوڅې دروازې بندې شى او د مېچنې آواز په مزه شى، او تۀ د مارغانو په اولنو سندرو راپاڅې خو بيا د هغوئ ټولې سندرې په تا په مزه لګى.
5
د هغې نه مخکښې چې تۀ د اوچتو ځايونو او د کوڅو د خطرو نه يرېږې. د هغې نه مخکښې چې ستا وېښتۀ سپين شى داسې لکه چې د بادامو ګلونه کولاو شى، او تۀ د پښو نه پاتې شې داسې لکه مُلخ پښې راکاږى، او ستا شهوت ختم شى. هغه ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې ستا پښې په قبر کښې وى کوم چې به ستا ابدى کور وى، او کله به چې خلق ستا په جنازه کښې وير کوى.
6
د هغې نه مخکښې چې د سپينو زرو زنځير وشليږى، د سرو زرو لوښے ټوټې ټوټې شى، او چينې سره د اوبو بوقه به وشليږى او د کوهى سَرخۍ ماته شى.
7
بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.
8
نو معلِم وائى، ”هر څۀ بېمعنې دى، دا هر څۀ بېمعنې دى.“
9
معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل.
10
د معلِم کوشش دا وو چې خوږې خبرې ولټوى، او ديانتدارۍ سره رښتينى خبرې وليکى.
11
د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى.
12
خو زما زويه، د دې نه علاوه هم خبردار اوسه. د ډېرو کتابونو د ليکلو سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى او ډېره مطالعه وجود ستړے کوى.
13
راځئ چې اوس په آخر کښې د ټول تعليم په خُلاصه باندې غور وکړُو. د خُدائ پاک نه يرېږه او د هغۀ په حُکمونو عمل کوه، دا په هر انسان فرض دى.
14
ځکه چې خُدائ پاک به راسره د هر يو عمل عدالت کوى، کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد او په دې کښې پټ څيزونه هم شامل دى.
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12