bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Genesis 11
Genesis 11
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 12 →
1
په شروع کښې، د ټولې دُنيا خلقو صِرف يوه ژبه وئيله او د يو بل په خبرو پوهېدل.
2
چې څنګه دوئ د نمرخاتۀ غاړې نه روان شول، چې چرته دوئ اوسېدل، نو د بابل په مُلک کښې يو هوار مېدان ته راغلل او هلته دېره شول.
3
دوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې خَښتې جوړې کړُو او په اور يې پخې کړُو.“ نو داسې د دوئ سره د آبادۍ دپاره خَښتې او د دې د انښلولو دپاره تارکول وُو.
4
نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“
5
بيا مالِک خُدائ د ښار او هغه برج کتلو له راکوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو،
6
نو هغۀ وفرمائيل، ”وګورئ، دا ټول يو خلق دى او دوئ هم يوه ژبه وائى، او د دې نه پس چې بيا دوئ څۀ کول هم وغواړى نو کولے به يې شى،
7
راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“
8
نو مالِک خُدائ دوئ په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل او دوئ ښار جوړول پرېښودل.
9
نو د هغه ښار نوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه او د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل.
10
دا د شيم اولاد دے. د سېلاب نه دوه کاله پس، چې کله شيم د سلو کالو وو، د هغۀ زوئ ارفکسد پېدا شو.
11
د دې نه پس، شيم پينځۀ سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
12
چې کله ارفکسد د پينځو دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سِلح پېدا شو،
13
د دې نه پس، ارفکسد څلور سوه او درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
14
چې کله سِلح د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ عِبر پېدا شو،
15
د دې نه پس، سِلح څلور سوه درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
16
چې کله عِبر د څلور دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ فلج پېدا شو،
17
د دې نه پس عِبر څلور سوه دېرش کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
18
چې کله فلج د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ رعو پېدا شو،
19
د دې نه پس، فلج دوه سوه نهۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
20
چې کله رعو د دوه دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سروګ پېدا شو،
21
د دې نه پس، رعو دوه سوه اووۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
22
چې کله سروګ د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ نحور پېدا شو،
23
د دې نه پس، سروګ دوه سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
24
چې کله نحور د يو کم دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ تارح پېدا شو،
25
د دې نه پس، نحور يو سل او نولس کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
26
چې تارح د اويا کالو وو د هغې نه پس، د هغۀ زامن ابرام، نحور او حاران پېدا شول.
27
دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو،
28
او حاران په خپل مُلک اُور کښې چې په بابل کښې دے، په حق ورسېدو، خو د هغۀ پلار لا ژوندے وو.
29
ابرام سارۍ سره وادۀ وکړو او نحور د مِلکاه سره وادۀ وکړو، چې د حاران لور وه، حاران د اِسکه پلار هم وو.
30
د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه.
31
تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.
32
تارح د دوه سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48
49
50