bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Genesis 8
Genesis 8
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 9 →
1
نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې.
2
د زمکې لاندې د چينو خولې او د آسمان طوفانى دروازې بند شوې. باران ودرېدو،
3
او اوبۀ ورو ورو په يو نيم سل ورځو کښې کمې شوې.
4
د اوومې مياشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د اراراط په علاقه کښې په يو غرۀ ودرېده.
5
اوبۀ کمېدې او د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ د غرونو څُوکې راڅرګندې شوې.
6
څلوېښت ورځې پس نوح د کشتۍ کړکۍ کولاو کړه
7
او يو کارغۀ يې والوځولو. هغه واپس رانۀ غلو، خو په هوا کښې تر هغې پورې اخوا دېخوا ګرځېدو چې د زمکې نه اوبۀ اوچې شوې.
8
په دې دوران کښې، نوح ګوګوشتکه والوځوله چې وګورى چې اوبۀ ختمې دى کۀ نه،
9
خو اوبو تر اوسه پورې زمکه پټه کړې وه او ګوګوشتکې د پښو لګولو ځائ پېدا نۀ کړو. نو واپس راغله او نوح لاس بهر کړو او ځان سره يې کشتۍ کښې کښېنوله.
10
د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګوګوشتکه والوځوله.
11
او په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله او په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى.
12
هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو او يو ځل بيا يې ګوګوشتکه والوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله.
13
چې کله نوح د شپږو سوو او د يو کال شو، نو د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، اوبۀ اوچې شوې. نوح د کشتۍ د چت يوه حِصه کولاو کړه، نظر يې واچولو او چې يې وکتل نو زمکه په اوچېدو وه.
14
د دوېمې مياشتې په اوويشتمه ورځ زمکه بېخى اوچه وه.
15
نو خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل چې،
16
”د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه بهر لاړ شه.
17
ټول مارغان او ځناور هم د ځان سره کوز کړه، چې نور بچى پېدا کړى او په ټوله زمکه باندې خوارۀ شى.“
18
نو نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه کوز شُو.
19
ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.
20
نوح يوه قربانګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربانګاه کښې يې وسوزول.
21
د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.
22
چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48
49
50