bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Genesis 46
Genesis 46
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 45
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 47 →
1
يعقوب د خپل هر څۀ سره په خپل سفر روان شو او بيرسبع ته راغلو. هلته يې د خپل پلار اِسحاق خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړې.
2
د شپې خُدائ پاک په خوب کښې د هغۀ سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”يعقوبه، يعقوبه.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ حاضر يم.“
3
ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم.
4
زۀ تا سره مِصر ته تلو کښې مل يم او زۀ به ستا اولاد واپس دې مُلک ته راولم. چې تۀ وفات شې نو يوسف به تا کفن دفن کړى.“
5
نو يعقوب د بيرسبع نه روان شو. د هغۀ زامنو، هغه، خپل واړۀ بچى او خپلې ښځې يې په هغه ګاډو کښې کښېنولې کومې چې فِرعون رالېږلې وې.
6
هغوئ خپل څاروى او هغه هر څۀ کوم چې دوئ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان کړل او مِصر ته لاړل. يعقوب د ځان سره خپل ټول اولاد روان کړو،
7
خپل زامن، نمسى، خپلې لوڼه او نمسۍ.
8
دا د يعقوب د اولاد نومونه دى کوم چې د هغۀ سره مِصر ته لاړل. خپل مشر زوئ روبين ورسره وو
9
او د روبين زامن، حنوک، فلو، حصرون او کرمى.
10
شمعون او د هغۀ زامن، يمواېل، يمين، اُهد، يکين، صحر او ساؤل د کنعانۍ ښځې زوئ.
11
ليوى او د هغۀ زامن، جيرسون، قُهات او مرارى.
12
يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو.
13
يساکار او د هغۀ زامن، تولع، فُوه، يوب او سِمرون.
14
زبولون او د هغۀ زامن، سرد، اېلون او يحلىاېل.
15
دا د يعقوب هغه زامن دى کوم چې د هغۀ د ښځې لِياه نه په مسوپتاميه کښې پېدا شوى وُو، د هغۀ د لور دينه نه بغېر. د لِياه نه د هغۀ ټول اولاد په شمېر کښې درې دېرش کسان وُو.
16
جاد او د هغۀ زامن، صفيان، حجى، سونى، اصبان، عيرى، ارودى او اريلى.
17
آشر او د هغۀ زامن، يمنه، اِسواه، اِسوى، بريعاه او د هغوئ خور سِره. د بريعاه زامن حِبر او مُلکىاېل وُو.
18
دا شپاړس تنه، د زِلفه نه د يعقوب اولاد دے، هغه وينځه کومه چې لابن خپلې لور لِياه له ورکړې وه.
19
د يعقوب د ښځې راحيل نه د يعقوب دوه زامن پېدا شول، يوسف او بنيامين.
20
په مِصر کښې، د اُون د يو اِمام فوطيفرع د لور اسنت نه، د يوسف دوه زامن، منسى او اِفرائيم پېدا شول.
21
د بنيامين زامن، بالع، بکر، اشبيل، جيرا، نعمان، احى، رَوس، مفيم، حُفيم او ارد وُو.
22
دا څوارلس تنه، د راحيل نه د يعقوب اولاد دے.
23
دان او د هغۀ زوئ حشيم.
24
نفتالى او د هغۀ زامن، يحزىايل، جونى، يصر او سليم.
25
دا اووۀ تنه، د بِلهاه نه د يعقوب اولاد دے، دا هغه وينځه وه کومه چې لابن خپلې لور راحيل له ورکړې وه.
26
په خپله د يعقوب د اولاد ټول شمېر شپږ شپېتۀ وو کوم چې مِصر ته لاړل، دا د هغۀ د زامنو د ښځو نه بغېر دى.
27
د يوسف دوه زامن په مِصر کښې پېدا شوى وُو، کوم چې هلته لاړل د يعقوب د خاندان هغه ټول کسان په شمېر کښې اويا تنه وُو.
28
يعقوب يهوداه د ځان نه مخکښې يوسف ته ولېږلو چې د جشن په علاقه کښې د يعقوب سره مِلاو شى. چې کله هغوئ د جشن علاقې ته ورسېدل،
29
نو يوسف په خپله شاهى ګاډۍ کښې سور شو او د خپل پلار سره مِلاوېدو دپاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يوسف د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او غاړه يې ويستلو او ډېر وخت يې وژړل.
30
يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”چې تۀ ژوندے يې او زما تا سره ملاقات وشو، نو کۀ اوس مړ شم نو خېر دے.“
31
بيا يوسف خپلو وروڼو او د خپل پلار د خاندان باقى نورو کسانو ته وفرمائيل، ”زۀ ځم چې فِرعون ته ووايم چې زما وروڼه او زما د پلار مکمل خاندان، چې د کنعان په مُلک کښې وُو، ما له راغلى دى.
32
زۀ به هغۀ ته ووايم چې تاسو شپانۀ يئ او څاروى ساتئ او تاسو خپلې رَمې او څاروى او چې تاسو څۀ هم لرل هغه تاسو راوړى دى.
33
چې کله فِرعون تاسو راوغواړى او تپوس درنه کوى چې ستاسو کسب څۀ دے،
34
نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يوسف داسې ځکه وفرمائيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل.
← Chapter 45
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 47 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48
49
50