bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Genesis 38
Genesis 38
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 37
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 39 →
1
هم هغه وخت يهوداه خپل وروڼه پرېښودل، لاړو او د حيره نومې يو سړى سره اوسېدو، چې هغه د عدولام د ښار وو.
2
هلته يهوداه د يوې کنعانۍ جينۍ سره مِلاو شو چې د هغې د پلار نوم سوع وو. يهوداه هغه وادۀ کړه او ورسره څملاستو،
3
د هغې يو زوئ وشو، چې هغۀ پرې عير نوم کېښودو.
4
هغه بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو او هغې پرې اونان نوم کېښودو.
5
د هغې يو بل زوئ وشو او د هغۀ نوم يې سيله کېښودو. يهوداه په کزيب کښې وو چې کله دا ماشوم پېدا شو.
6
يهوداه د خپل مشر زوئ عير دپاره ښځه وکړه چې د هغې نوم تامار وو.
7
د عير سلوک د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېر خراب وو او هغه ترې نارضا شو، نو مالِک خُدائ هغه مړ کړو.
8
بيا يهوداه د عير ورور اونان ته ووئيل، ”لاړ شه او د خپلې کونډې ورندارې سره څمله. د هغې د خاوند د ورور په توګه د هغې سره خپله ذمه وارى پوره کړه، نو داسې ستا د ورور به هم اولاد وى.“
9
خو اونان ته پته ولګېده چې هغه بچى به د اونان خپل نۀ وى، نو چې کله به هغه د خپلې کونډې ورندارې سره څملاستو نو هغۀ به د نر اوبۀ په زمکه څڅولې، چې داسې به د هغۀ د ورور بچى نۀ وى.
10
هغۀ چې څۀ کول مالِک خُدائ ترې نه په دې نارضا شو او مالِک خُدائ هغه هم ووژلو.
11
بيا يهوداه خپلې اِنږور تامار ته ووئيل، ”د خپل پلار کور ته لاړه شه او تر هغې پورې کونډه پاتې شه چې زما زوئ سيله لوئ شوے نۀ وى.“ هغۀ دا ځکه ووئيل چې هغه يرېدو چې سيله به ووژلے شى، لکه چې د هغۀ خپل وروڼه هم وژلے شوى وُو. نو تامار لاړه او د خپل پلار په کور کښې اوسېده.
12
څۀ وخت وروستو د يهوداه ښځه مړه شوه. چې کله په هغۀ د غم ورځې تېرې شوې، هغه او د هغۀ ملګرى د عدولام حيره، تمنت ته لاړل، چرته چې د هغۀ د ګډو وړۍ کلېدلې.
13
تامار ته چا ووئيل چې د هغې سخر ګډو کلولو له تمنت ته ځى.
14
نو هغې د کونډتوب جامې وويستلې چې هغې اغوستې وې او مخ يې په څادر پټ کړو او د تمنت په لاره د عينيم ښار سره نزدې ورته کښېناسته. ځکه چې هغې ته ښۀ پته وه چې د يهوداه وړوکے زوئ لوئ شوے وو او تر اوسه پورې يې ودېدو له نۀ وه ورکړې.
15
چې کله يهوداه هغه وليده، نو خيال يې دا وو چې ګنې کنجره ده، ځکه چې هغې خپل مخ پټ کړے وو.
16
هغه د لار په غاړه هغې له ورَغلو او وې وئيل، ”زۀ تا سره څملاستل غواړم.“ هغۀ ته پته نۀ وه چې هغه يې اِنږور ده. هغې ووئيل، ”تۀ به ما له څۀ راکړې؟“
17
هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به تا له د خپلې رَمې نه يوه چېلۍ درولېږم.“ هغې ووئيل، ”ټيک ده، خو تۀ ما له په ضمانت کښې څۀ راکړه چې د ځان سره يې تر هغې پورې کېږدم چې تا چېلۍ نۀ وى رالېږلې.“
18
هغۀ ترې تپوس وکړو، ”زۀ په ضمانت کښې څۀ درسره کېږدم؟“ هغې ورته ووئيل، ”ستا په غاړه کښې خپل مهر سره د مزى او ستا په لاس کښې دا امسا.“ هغۀ دا څيزونه هغې له ورکړل. بيا دوئ څملاستل او هغه اُميدواره شوه.
19
تامار کور ته لاړه، څادر يې لرې کړو او د کونډتوب جامې يې بيا واغوستلې.
20
وروستو يهوداه خپل ملګرے حيره عدلامى د چېلۍ سره ورولېږلو چې د ضمانت څيزونه د هغه ښځې نه واپس راوړى، خو حيره هغه ونۀ مونده.
21
هغۀ په عينيم کښې د څۀ کسانو نه تپوس وکړو، ”هغه کنجره چرته ده چې د لارې په غاړه ناسته وه؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دلته خو کنجره نۀ وه.“
22
هغه يهوداه ته واپس راغلو او وې وئيل، ”ما هغه ونۀ موندله. د هغه ځائ خلقو ووئيل چې په هغه ځائ کښې کله هم کنجره نۀ وه.“
23
يهوداه ووئيل، ”پرېږده چې هغه څيزونه هغه د ځان سره وساتى. مونږ نۀ غواړُو چې خلق راپورې وخاندى. ما هغې له د مزدورۍ ورکولو کوشش وکړو، خو تا هغه ونۀ موندله.“
24
تقريباً درې مياشتې وروستو يهوداه ته چا ووئيل، ”ستا اِنږور تامار کنجرتوب کولو او اوس هغه اُميدواره ده.“ يهوداه ووئيل، ”هغه بهر راوباسئ او په اور کښې يې وسوزوئ.“
25
چې هغه بهر راوويستلے شوه، هغې خپل سخر له خبر ورولېږلو، ”زۀ د هغه سړى نه اُميدواره يم چې دا څيزونه د چا وى. دې ته وګورئ چې دا مهر سره د مزى او دا لښته د چا دى.“
26
يهوداه دا وپېژندل او وې وئيل، ”هغه په حقه ده. زۀ د هغې سره په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوے يم. ځکه چې ما هغه خپل زوئ سيله ته وادۀ نۀ کړه.“ او يهوداه د هغې سره بيا شپه تېره نۀ کړه.
27
چې کله د هغې د بچى پېدا کېدو وخت راغلو، دا پته ولګېده چې د هغې جوړه بچى پېدا کېدونکى دى.
28
چې کله هغه په تکليف کښې وه، يو ماشوم لاس رابهر کړو، دايڼې يې لاس راونيولو، سور تار يې ترې تاو کړو او وې وئيل، ”دا وړومبے پېدا شوے دے.“
29
خو هغۀ خپل لاس واپس راښکلو او د هغۀ ورور وړومبے پېدا شو. بيا هغه دايڼې ووئيل، ”تا څنګه د ځان دپاره د راوتلو لار جوړه کړې ده.“ نو د هغۀ نوم فارص شو.
30
بيا د هغۀ ورور پېدا شو چې د هغۀ د لاس نه سور تار تاو وو او د هغۀ نوم زارح شو.
← Chapter 37
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 39 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48
49
50