bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Genesis 5
Genesis 5
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 6 →
1
دا د آدم د اولاد نسبنامه ده. کله چې خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړو، هغه يې د خپل ځان په شان پېدا کړو.
2
هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، بختور يې کړل او ”بنى آدم“ نوم يې پرې کېښودو.
3
کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو د هغۀ يو زوئ وشو چې د هغۀ په شان وو او شيث نوم يې پرې کېښودو.
4
د دې نه پس آدم اتۀ سوه کاله نور ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول
5
او د نهۀ سوه دېرشو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
6
کله چې شيث د يو سل پينځو کالو وو، د هغۀ زوئ انوش پېدا شو،
7
هغه نور اتۀ سوه اووۀ کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول،
8
او د نهۀ سوه دولسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
9
کله چې انوش د لس کم سلو کالو وو، د هغۀ زوئ قېنان وشو،
10
او انوش نور اتۀ سوه پينځلس کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول
11
او د نهۀ سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
12
کله چې قېنان د اوياؤ کالو وو، د هغۀ يو زوئ محللاېل پېدا شو،
13
او قېنان نور اتۀ سوه څلوېښت کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول
14
او د نهۀ سوه لسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
15
محللاېل د پينځو شپېتو کالو وو، چې د هغۀ زوئ يارد پېدا شو،
16
او هغه نور اتۀ سوه او دېرش کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول
17
او د پينځۀ کم نهۀ سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
18
چې کله يارد د يو سل دوه شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ حنوک وشو،
19
او بيا نور اتۀ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول
20
او د نهۀ سوه دوه شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
21
کله چې حنوک د پينځو شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ مِتهوشله پېدا شو.
22
د دې نه پس، حنوک درې سوه کاله د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
23
د هغۀ ټول عُمر درې سوه پينځۀ شپېتۀ کاله وو.
24
حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو.
25
کله چې مِتهوشله د يو سل اووۀ اتيا کالو وو، د هغۀ زوئ لمک پېدا شو،
26
او هغه نور اووۀ سوه او دوه اتيا کاله ژوندے وو، د هغۀ نور بچى هم پېدا شول
27
او د نهۀ سوه نهۀ شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
28
کله چې لمک د يو سل دوه اتيا کالو وو، د هغۀ يو زوئ وشو،
29
لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو.
30
لمک نور پينځۀ کم شپږ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول
31
او د اووۀ سوو اووۀ اوياؤ کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
32
د پينځو سوو کالو عُمر نه پس د نوح درې زامن وشول، شيم، حام او يافت د دوئ نومونه وُو.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48
49
50