bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Peter 1
1 Peter 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 2 →
1
دَ پطروس له طرفه چه دَ عيسىٰ مسيح رسُول دے، دَ خُدائے دَ هغو غوره شوؤ مُهاجرينو په نُوم چه دَ پونطوس، ګلتيه، کپدوکيه، ايشيا اَؤ بيتونيه په صوبو کښے خوارۀ وارۀ دى،
2
اَؤ دَ خُدائے پلار دَ ازلى اِرادے په مُطابق تاسو دَ رُوحُ القُدس په پاکولو سره دَ عيسىٰ مسيح فرمانبردار شوئ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح وينه ستاسو دَ پاره تويه شوه چه تاسو پاک شئ. دَ فضل اَؤ دَ سلامتئ زياتوالے دِ تاسو سره وى.
3
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح اَؤ دَ خُدائے پلار دِ ثنا وى، چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مړو نه دَ بيا ژوندى کولو په سبب ئے په خپل لوئے رحمت سره مُونږ دَ ژوندى اُميد دَ پاره بيا پيدا کړُو،
4
چه يو نۀ فنا کيدُونکے، بے داغه اَؤ لازواله ميراث حاصل کړُو چه هغه ستاسو دَ پاره په آسمان کښے ساتلے شوے دے.
5
خُدائے تاسو دَ ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفُوظ ساتى دَ هغه خلاصُون دَ پاره چه په آخرى وخت کښے ښکاره کيدو ته تيار دے.
6
دَ دے په سبب تاسو خوشحالئ کوئ اګر که اوس دَ څو ورځو دَ پاره دَ قِسما قِسم آزميښتُونو په سبب غم زپلى يئ.
7
اَؤ دا ځکه دے چه ستاسو آزمئيلے شوے ايمان خالص شى، کُوم ايمان چه په اور آزمئيلى شوؤ فانى سرو زرو نه هم ډير زيات قيمتى دے، اَؤ چه دَ عيسىٰ مسيح دَ ښکاره کيدو په وخت دَ ستائينے اَؤ جلال اَؤ دَ عزت سبب وګرزئ.
8
تاسو دَ هغۀ سره مينه لرئ چه مو ليدلے نۀ دے، اَؤ سره دَ دے چه په دے وخت هغه نۀ وينئ بيا هم په هغۀ ايمان راؤړئ، اَؤ داسے خوشحالئ کوئ چه دَ بيان نه بهر اَؤ دَ جلال نه ډکے وى،
9
اَؤ دَ خپل ايمان مقصد، يعنے دَ رُوحُونو خلاصُون حاصلوئ.
10
دَ دے خلاصُون په باره کښے هغو نبيانو ډير لټُون اَؤ تحقيق وکړو اَؤ دَ هغه فضل په باب کښے چه په تاسو کيدُونکے وو، ئے پيشن ګوئى وکړه.
11
دَ مسيح رُوح په هغوئ کښے وو اَؤ دا ګواهى ئے ورکوله چه مسيح به تکليفُونه وزغمى اَؤ بيا به جلال ومُومى، نو بيا نبيانو دَ دے معلُومولو کوشِش وکړو چه دَ رُوح دا اِشاره به په څۀ وخت اَؤ په کُومه زمانه کښے پُوره کيږى.
12
هغوئ ته دا ښکاره کړے شوه چه دَ هغوئ دا خدمت دَ خپل ځان دَ پاره نۀ وو بلکه ستاسو دَ پاره وو. نبيانو دَ هغه خبرو بيان هم وکړو چه تاسو هم دَ پيغمبرانو په وسيله په زيرى کښے آؤريدلے دى، خُدائے دَ آسمان نه خپل رُوحُ القُدس رااستولو سره دا پيغام واؤرولو. دا داسے خبرے دى چه فرښتے هم پرے دَ ځان پوهيدلو خواهش مندے وے.
13
دَ دے دَ پاره دَ خپل عقل نه کار واخلئ اَؤ هوښيار شئ، اَؤ دَ هغه فضل کامل اُميد لرئ کُوم چه دَ عيسىٰ مسيح دَ ظاهريدو په وخت په تاسو کيدُونکے دے.
14
اَؤ تابعدار بچى جوړ شئ، دَ خپل جهالت دَ زمانے دَ هغه زړو خواهشاتو غُلامان مه جوړيږئ.
15
بلکه لکه چه ستاسو رابلُونکے پاک دے هم هغه شان تاسو هم په خپل ټول چال چلن کښے پاک شئ.
16
لکه چه صحيفے وائى چه ”پاک شئ ځکه چه زَۀ پاک يم.“
17
اَؤ چه تاسو ورته پلار وايئ نو دَ هغه خُدائے نه دُعا غواړئ چه دَ هر چا دَ عمل په مُطابق بغير دَ طرفدارئ نه اِنصاف کوى، نو دَ خپل هجرت وخت په ويره تير کړئ.
18
ځکه چه تاسو خبر يئ چه ستاسو فضُول چال چلن چه دَ پلار نيکه نه مو مُوندلے دے دَ هغے نه ستاسو خلاصُون دَ فانى څيزُونو، يعنے سرو يا سپينو زرو په وسيله ونۀ شو،
19
بلکه دَ يو روغ رحمت اَؤ بے داغه ګډُورى، يعنے دَ مسيح دَ قيمتى وينے په وسيله.
20
خُدائے هغه خو دَ دُنيا دَ جوړيدو نه اول غوره کړے وو خو ظهُور ئے په آخرى زمانه کښے ستاسو دَ پاره وشو،
21
چه تاسو دَ هغۀ په وسيله په خُدائے ايمان راوړے دے چه هغه ئے دَ مړو نه ژوندے کړو اَؤ جلال ئے ورکړو، دَ پاره دَ دے چه ستاسو ايمان اَؤ اُميد هم په خُدائے وى.
22
کله چه تاسو دَ حق په تابعدارئ سره خپل زړُونه پاک کړى دى اَؤ دَ هغے په وجه دَ ورُوڼو دَ پاره بے رِيا مينه پيدا شوه، نو دَ دے دَ پاره په خپلو کښے دَ زړۀ نه ډيره مينه لرئ.
23
ځکه چه تاسو دَ فانى تُخم نه نه، بلکه دَ خُدائے دَ کلام په وسيله کُوم چه ژوندے اَؤ قائم دے، دَ غير فانى تُخم نه بيا پيدا شوى يئ.
24
ځکه چه : ”هر بشر دَ واښو په شان دے اَؤ دَ هغۀ ټول شان و شوکت دَ واښو دَ ګُل په شان، واښۀ وچيږى اَؤ ګُل ئے رژيږى
25
خو دَ خُدائے کلام به تل تر تله قائم پاتے وى.“ اَؤ دا دَ هغۀ دَ زيرى کلام دے چه تاسو ته آؤرولے شوے وو.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5