bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Peter 5
1 Peter 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
1
په تاسو کښے چه څوک مشران دى، زَۀ دَ هغوئ په شان مشر اَؤ دَ مسيح دَ مُصيبتُونو ګواه اَؤ په ښکاره کيدُونکى جلال کښے شريک هم يم، تاسو ته دا خواست کوم،
2
چه دَ خُدائے دَ هغه رمے شپُونتوب کوئ چه خُدائے تاسو ته درکړے ده. په زور سره ئے مه څرَوئ بلکه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق په خوشحالئ سره، اَؤ دَ ناجائزے ګټے دَ پاره نه، بلکه دَ زړۀ په شوق.
3
اَؤ کُوم خلق چه ستاسو په حواله شوى دى، په هغوئ حُکومت مه چلوئ بلکه دَ رمے دَ پاره نمُونه شئ.
4
اَؤ هر کله چه مشر شپُونکے ظاهر شى نو تاسو ته به دَ جلال داسے سهره درکړے شى چه دَ مړاوے کيدو نۀ ده،
5
اَئے ځوانانو! هم دغه شان تاسو هم دَ مشرانو تابعدار اوسئ، بلکه دَ يو بل دَ خدمت دَ پاره ټول په حليمئ ملا وتړئ ځکه چه ”خُدائے دَ کبرژنو مُقابله کوى اَؤ حليمانو ته فضل وربخښى.“
6
نو بيا دَ خُدائے دَ مظبُوط لاس دَ لاندے په حليمئ اوسيږئ چه هغه تاسو په وخت باندے سربلند کړى.
7
اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى.
8
تاسو ځان ساتئ اَؤ بيدار اوسئ ځکه چه ستاسو مُخالف اِبليس دَ غړمبيدُونکى مزرى په شان په دے لټون کښے دے چه څوک ونغرى.
9
تاسو په ايمان کښے مظبُوط شئ اَؤ دَ هغۀ مُقابله وکړئ ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه ستاسو ورُوڼه چه په دُنيا کښے دى، هم دغه شان مُصيبتُونه زغمى.
10
اوس دَ هر قِسم فضل ورکوُونکے خُدائے چه تاسو دَ مسيح په يووالى کښے دَ خپل آبدى جلال دَ شامليدو دَ پاره راوبللئ چه تاسو به دَ لږ وخت دَ مُصيبت زغملو نه پس په خپله کاملان، قائم اَؤ مظبُوط کړى.
11
دَ هغۀ قدرت دِ تل تر تله وى! آمين.
12
ما په سيلوانوس چه زما په خيال کښے ديانتدار ورور دے په لږ شان وليکل، اَؤ تاسو ته مے نصيحت وکړو اَؤ دا ګواهى مے ورکړه چه دَ خُدائے رښتُونے فضل دغه دے، په دے قائم پاتے شئ.
13
هغه جماعت چه په بابل کښے ستاسو په شان غوره دے، هغه اَؤ زما زوئے مرقوس تاسو ته سلام وائى.
14
يو بل په مينه کښلوئ اَؤ په خپلو کښے سلام وايئ. تاسو ټول چه دَ مسيح يئ، تاسو ته دِ سلامتى حاصله وى.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
All chapters:
1
2
3
4
5