bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Peter 2
1 Peter 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 3 →
1
نو بيا هر قِسم بدى، فريب، رياکارى، کينه اَؤ هر قِسم بده وينا پريږدئ.
2
دَ نؤو پيدا شوو بچو په شان دَ خالِص رُوحانى پيو خواهشمند اوسئ چه دَ هغو په وسيله دَ خلاصُون مُوندلو دَ پاره لوئيږئ.
3
تاسو دَ مالِک دَ مهربانه کيدو خوند څکلے دے.
4
نو مسيح ژوندى کاڼى له راشئ چه بنى آدمو رد کړے خو خُدائے قيمتى غوره کړے دے.
5
تاسو هم دَ ژوندو کاڼو په شان دَ خُدائے رُوحانى کور جوړ شئ چه دَ کاهنانو مُقدسه فرقه په جوړيدو داسے رُوحانى قُربانئ پيش کړئ چه دَ عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائے ته قبُولے وى.
6
لکه چه په کتاب مُقدس کښے وئيلى دى چه : ”ګورئ، زَۀ په صيون کښے دَ ګُوټ غوره کړے اَؤ قيمتى کاڼے ږدم، څوک چه به په هغۀ ايمان راؤړى هغه به هيڅ کله شرمنده نۀ شى.“
7
نو بيا ستاسو دَ پاره چه ايمان مو راوړے دے، هغه کاڼے قيمتى دے، خو څوک چه ايمان نۀ راؤړى دَ هغوئ دَ پاره : ”کُوم کاڼے چه ګِلکارانو رد کړو هغه دَ ګُوټ سر کاڼے شو.“
8
اَؤ ”دَ تيندک کاڼے اَؤ دَ ټکر خوړلو ګَټ شو“ ځکه چه هغوئ نافرمان دى اَؤ دَ کلام سره تيندک خورى، اَؤ هغوئ هم دَ دے دَ پاره مُقرر شوى وُو.
9
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، دَ شاهى کاهنانو فرقه، مُقدس قوم، اَؤ دَ خُدائے خپل اُمت يئ، دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ لوئے کارُونه ښکاره کړئ چه تاسو ئے دَ تيارے نه خپلے عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
10
وړُومبے تاسو دَ خُدائے اُمت نۀ وئ خو اوس دَ خُدائے اُمت يئ، په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.
11
خوږو ملګرو! زَۀ تاسو ته خواست کوم چه تاسو خپل ځانُونه مُسافر اَؤ مُهاجر وګڼئ، دَ هغه جسمانى خواهشُونو نه ځان ساتئ چه دَ رُوح سره جنګ کوى.
12
اَؤ په غيرو قومُونو کښے خپل چال چلن نيک ساتئ ځکه چه په کُومو خبرو کښے هغوئ تاسو بدکار ګڼى اَؤ ستاسو بد وائى، ستاسو دَ نيکو کارُونو په ليدو اَؤ دَ هغو په سبب دَ ملاحظے په ورځ چه خُدائے په هغوئ نظر وکړى.
13
مالِک دَ خاطره دَ بنى آدم دَ هر يو اِنتظام تابع اوسئ، دَ بادشاه په دے سبب چه هغه دَ ټولو نه لوئے دے،
14
اَؤ دَ حاکمانو په دے سبب چه هغه دَ بدکارانو دَ سزا دَ اَؤ نيکانو دَ تعريف دَ پاره هغۀ راليږلى دى.
15
ځکه چه دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو نيکى وکړئ اَؤ دَ ناپوهه خلقو دَ جهالت خبرے بند کړئ.
16
اَؤ خپل ځانُونه آزاد وګڼئ، خو دا آزادى دَ بدئ پړده مه جوړوئ بلکه خپل ځانُونه دَ خُدائے بنده ګان ګڼئ.
17
دَ ټولو عزت کوئ، دَ ايماندارانو سره مينه لرئ، دَ خُدائے نه ويريږئ اَؤ دَ بادشاه عزت کوئ.
18
اَئے غُلامانو! ډير په اِحترام سره دَ خپلو مالِکانو تابع اوسئ، نۀ يواځے دَ نيکانو اَؤ حليمانو بلکه دَ بدمزاجه هم.
19
ځکه چه که څوک دَ خُدائے په خيال ناحق مُصيبتُونه اَؤ دړد وزغمى نو دا غوره ده.
20
ځکه چه که تاسو په ګُناه کولو سُوکُونه وخوړل اَؤ صبر مو وکړو، نو فخر دَ څۀ خبرے؟ خو که په نيکئ کولو مُصيبت وزغمئ نو دَ خُدائے په نِزد دا غوره ده.
21
اَؤ تاسو دَ دے دَ پاره رابللى شوى يئ، ځکه چه مسيح هم ستاسو دَ پاره مُصيبت وزغمو اَؤ تاسو ته ئے يوه نمُونه درکړے ده چه دَ هغۀ په قدم روان شئ.
22
”نۀ هغۀ څۀ ګُناه وکړه، اَؤ نۀ دَ هغه دَ خُلے نه دَ څۀ فريب خبره ووتله.“
23
نۀ هغۀ دَ کنځلو په بدل کښے کنځل کول اَؤ نۀ ئے په مُصيبتُونو زغملو چا ته دپکه ورکوله بلکه خپل ځان ئے رښتُونى اِنصاف کوُونکى ته وسپارلو.
24
هغۀ زمُونږ ګُناهُونه سولئ ته دَ خپل ځان سره يوړل دَ دے دَ پاره چه مُونږ ګُناهُونو ته مړۀ شو اَؤ دَ صداقت دَ پاره ژوند تيروُو، اَؤ دَ هغۀ په زخمونو تاسو شفا ومُوندله.
25
ځکه چه وړُومبے تاسو دَ بے لارے ګډو په شان ګرزيدلئ خو اوس دَ خپلو رُوحُونو شپُونکى اَؤ څاروُنکى ته بيا راغلى يئ.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5