bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Peter 3
1 Peter 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 4 →
1
اَئے ښځو! هم دغه شان تاسو هم دَ خپلو خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ، ځکه چه که په هغو کښے ځنے دَ خُدائے کلام نۀ منى چه بيا هم ستاسو پاک چال چلن ته وګورى اَؤ خُدائے ته راواؤړى،
2
يعنے چه ستاسو پاکيزه ګئ اَؤ اِحترام ته وګورى نو دَ څۀ وئيلو نه بغير دَ خپلو خپلو ښځو دَ چال چلن په وجه.
3
اَؤ ستاسو ډول اَؤ سنګار دِ ظاهرى نۀ وى، يعنے سر څڼے کول اَؤ دَ سرو زرو کالى اَؤ قِسما قِسم جامے آغوستل،
4
بلکه ستاسو دَ غير فانى سنګار ډول دِ په باطنى اِنسانيت کښے، په حليمئ اَؤ دَ آرامئ په رُوح کښے وى، چه دَ خُدائے په نزد ډير قيمتى دے.
5
اَؤ په وړُومبئ زمانه کښے هم په خُدائے اُميد لرُونکو پاکو ښځو خپل ځانُونه دغه شان سنګارول اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسيدلے،
6
لکه چه ساره دَ اِبراهيم په حُکم کښے اوسيدله اَؤ هغۀ ته ئے مالِک وئيل. که تاسو هم چرے نيکى کوئ اَؤ دَ څۀ بلا نه نۀ ويريږئ نو دَ هغے لُوڼه شئ.
7
اَئے خاوندانو! دغه شان تاسو هم دَ خپلو ښځو سره په عقلمندئ ګُزاره کوئ اَؤ ښځے نازک لوښى وګڼئ، عزت ئے کوئ اَؤ داسے ګڼئ چه مُونږ دواړه دَ ژوند دَ نعمت وارثان يُو، دَ پاره دَ دے چه ستاسو دُعاګانے ايسارے نۀ شى.
8
غرض دا چه ټول په يو زړۀ اَؤ په همدردئ اوسيږئ، دَ ورورولئ مينه لرئ، نرم زړۀ اَؤ حليمان شئ.
9
دَ بدو په بدل کښے بد مه کوئ اَؤ دَ کنځلو په بدل کښے کنځل مه کوئ، بلکه دَ دے په ځائے برکت غواړئ ځکه چه تاسو دَ برکت دَ وارث کيدو دَ پاره رابللى شوى يئ.
10
ځکه چه ”هر څوک چه دَ ژوندانه خوشحاله کيدل اَؤ ښے ورځے ليدل غواړى، هغه دِ ژبه دَ بدئ نه اَؤ شُونډے دَ فريب دَ خبرو کولو نه وساتى،
11
دَ بدئ نه دِ ځان وساتى اَؤ په نيکئ دِ عمل کوى، دَ صُلح طلبګار دِ وى اَؤ دَ هغے په کوشِش کښے دِ وى.
12
ځکه چه دَ مالِک سترګے دَ صادِقانو طرف ته دى اَؤ دَ هغۀ غوږُونه دَ هغوئ دَ دُعا دَ پاره څک دى، خو دَ بدکارانو نه مخ اړوى.“
13
که تاسو په نيکئ کولو کښے بوخت يئ نو دَ تاسو سره بدى کوُونکے څوک دے؟
14
اَؤ که دَ صداقت دَ خاطره مُصيبتُونه هم وزغمئ نو تاسو بختور يئ. ”دَ هغوئ په ويرولو مه ويريږئ اَؤ زړُونه مه بائيلئ.“
15
بلکه مسيح مالِک وګڼئ اَؤ په خپلو زړُونو کښے ئے مُقدس ګڼئ، اَؤ چه څوک ستاسو نه ستاسو دَ اُميد دَ وجے تپوس وکړى هغۀ ته دَ جواب ورکولو دَ پاره هر وخت تيار اوسئ،
16
خو په نرم مزاجئ اَؤ په اِحترام سره. اَؤ نيت هم نيک ساتئ ځکه چه په کُومو خبرو کښے چه په تاسو بد وئيلے شى چه په هغو کښے هم هغه خلق شرمنده شى چه ستاسو مسيحى نيک چلن ته بدرد وائى.
17
ځکه چه که دَ خُدائے دغه مرضى وى چه تاسو دِ دَ نيکئ کولو په سبب مُصيبت وزغمئ، نو دا دَ بدئ کولو په سبب دَ مُصيبت زغمُولو نه غوره دى.
18
مسيح ستاسو دَ ګُناهُونو دَ خاطره يو ځل هميشه دَ پاره مړ شو، يعنے صادِق دَ ګُناه ګارانو دَ پاره، دَ دے دَ پاره چه مُونږ خُدائے ته ورسوى. هغه په جسمانى طور مړ کړے شو خو په رُوحانى طور ژوندے کړے شو.
19
په دے شان هغه لاړو اَؤ هغه قيدى رُوحونو ته ئے پيغام ورکړو
20
چه په هغه وړُومبئ زمانه کښے دَ خُدائے نافرمانه وُو کله چه خُدائے دَ نُوح په وخت کښے په زغم اِنتظار کاوو، اَؤ هغه کِشتئ تياريدله په کُومه کښے چه څۀ لږ کسان، يعنے اَتۀ کسان سوارۀ شول اَؤ دَ اوبو نه تير شول اَؤ بچ شول.
21
اَؤ دا هم دَ دے اوبو مِثال دے کُومے چه تاسو اوس بچ کوى، يعنے بپتسمه چه دَ وجُود ناپاکى لرے کول نه، بلکه دَ عيسىٰ مسيح دَ بيا ژوندى کيدلو په وسيله خُدائے پاک ته دَ صفا زړۀ سوال دے،
22
چه عيسىٰ آسمان ته ختلے دے اَؤ دَ خُدائے ښى لاس ته ناست دے، اَؤ فرښتے اَؤ اِختيارات اَؤ قُدرتُونه دَ هغۀ تابع کړى شوى دى.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5