bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Thessalonians 1
1 Thessalonians 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 2 →
1
دَ پولوس، سيلوانوس اَؤ دَ تيموتيوس له طرف نه، دَ تِسالونکيانو دَ جماعت په نُوم چه دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ دے، فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو ته حاصله وى.
2
ستاسو ټولو په حقله مُونږ هميشه دَ خُدائے شکر کوُو اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے تاسو يادوُو،
3
اَؤ دَ خپل خُدائے پلار په حضُور کښے هر وخت ياد ګيرنه کوُو چه څنګه ستاسو دَ ايمان دَ کار، دَ مينے دَ خوارئ، اَؤ دَ اُميد په صبر کښے زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے مظبُوطيږئ.
4
اَئے ورُوڼو! مُونږ ته دا معلُومه ده چه خُدائے تاسو سره مينه لرى اَؤ هغۀ تاسو دَ خپل ځان دَ پاره غوره کړى يئ.
5
ځکه چه زمُونږ زيرے نۀ يواځے تاسو ته په لفظى طور در رسيدلے دے بلکه دَ قُدرت اَؤ رُوحُ القُدس اَؤ په پُوره يقين سره. نو تاسو ته معلُومه ده چه هر کله چه مُونږ تاسو سره وُو نو مُونږ ستاسو دَ خاطره څنګه ژوندُون تير کړے وو.
6
اَؤ تاسو په ډير تکليف دَ رُوحُ القُدس په خوشحالئ کښے کلام قبُول کړو اَؤ زمُونږ اَؤ دَ مالِک پيروى مو وکړله،
7
بلکه تر دے چه دَ مِکدونيه اَؤ اخيه ټولو ايماندارانو له په طور دَ نمُونے شوئ.
8
ځکه چه ستاسو له طرفه نۀ يواځے په مِکدونيه اَؤ په اخيه کښے دَ مالِک کلام خور شو بلکه ستاسو ايمان چه په خُدائے دے په هر ځائے داسے مشهُور شوے دے چه زمُونږ دَ وينا څۀ حاجت په کښے نِشته.
9
ځکه چه هغوئ په خپله زمُونږ ذکر کوى چه ستاسو په طرف زمُونږ راتلل څنګه وُو، تاسو دَ بُتانو نه راواؤړيدئ اَؤ خُدائے ته راوګرزيدئ، دَ دے دَ پاره چه دَ ژوندى اَؤ حقيقى خُدائے عبادت وکړئ،
10
اَؤ دَ هغۀ دَ زوئے دَ آسمان نه دَ راتلو په اِنتظار اوسئ چه هغه ئے له مړو نه ژوندے کړے دے، يعنے عيسىٰ چه مُونږ به دَ راتلُونکى غضب نه بچ کړى.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5