bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Thessalonians 5
1 Thessalonians 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
1
نو اَئے ورُوڼو! دَ دے خبرے هيڅ حاجت نِشته چه دَ وختُونو اَؤ دَ موقعو په بابت تاسو ته څۀ وليکلے شى،
2
ځکه چه تاسو په خپله په دے ښۀ پوهيږئ چه دَ مالِک دَ راتلو ورځ دغه شان راتلُونکے ده لکه چه دَ شپے غل راځى.
3
څۀ وخت چه به خلق وائى چه ”سلامتيا اَؤ امن دے“ هم هغه وخت به په دوئ دغه شان ناڅاپى هلاکت راشى لکه اُميدواره ښځه چه په دړدونو کښے شى، اَؤ هغوئ به هيڅ کله بچ نۀ شى.
4
خو تاسو اَئے ورُوڼو! په تيارۀ کښے نۀ يئ چه هغه ورځ به په تاسو په حيرانتيا لکه دَ غل راشى.
5
ځکه چه تاسو ټول دَ نُور اَؤ دَ ورځے يئ، مُونږ نۀ دَ شپے يُو اَؤ نۀ دَ تيارے.
6
نو دَ نورو په شان اُوده پاتے نۀ شُو بلکه ويښ اَؤ بيدار اوسُو.
7
ځکه چه څوک چه اُودۀ کيږى هغه په شپه کښے اُودۀ کيږى، اَؤ څوک چه نشه کيږى هغه په شپه کښے نشه کيږى.
8
خو مُونږ چه دَ ورځے يُو مُونږ بايد بيدار اوسُو، اَؤ دَ ايمان اَؤ دَ مينے زغره آغوستے اَؤ دَ خلاصون دَ اُميد ټوپئ په سر کړُو.
9
ځکه چه خُدائے مُونږ دَ غضب دَ پاره نه، بلکه دَ دے دَ پاره مُقرر کړى يُو چه مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله خلاصُون بيا مُومُو.
10
اَؤ هغه زمونږ دَ خاطره ځکه مړ شو چه که مُونږ بيدار يُو يا که اُودۀ، ټول دَ هغۀ سره ژوند تير کړُو.
11
نو تاسو يو بل ته تسلى ورکړئ اَؤ دَ يو بل دَ ترقئ سبب جوړ شئ، اَؤ بے شکه چه تاسو داسے کوئ هم.
12
اَؤ اَئے ورُوڼو! مُونږ تاسو ته خواست کوُو، څوک چه په تاسو کښے خوارى کوى اَؤ په مالِک کښے تاسو ته لار ښوُونکى وى اَؤ تاسو ته نصيحت کوى دَ هغوئ قدر کوئ.
13
اَؤ دَ هغوئ دَ کار په سبب په مينه دَ هغوئ عزت کوئ، اَؤ په خپلو کښے صُلح لرئ.
14
اَؤ اَئے ورُوڼو! مُونږ درته دا نصيحت کوُو چه سُستو خلقو ته خبردارے ورکوئ، کم همتو ته دلاسه ورکوئ اَؤ کمزورى راټينګوئ، ټولو سره زغم کوئ.
15
ګورئ چه څوک دَ بدئ په بدله کښے بدى ونۀ کړى بلکه هميشه په نيکئ پسے ګرزئ، دَ يو بل سره اَؤ دَ نورو سره هم.
16
هر وخت خوشحاله اوسئ.
17
په دعا کښے ناغه مه کوئ.
18
اَؤ په هر حال کښے شکر کوئ ځکه چه په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو په حقله دَ خُدائے دغه رضا ده.
19
دَ رُوحُ القُدس دَ اثر لرے کولو کوشِش مۀ کوئ.
20
دَ نبوتُونو سپکاوے مه کوئ.
21
ټولے خبرے آزميئ اَؤ چه کُومے خبرے ښے وى هغه راټينګوئ.
22
دَ هر قِسم بدئ نه ځان ساتئ.
23
خُدائے چه دَ سلامتئ سر چينه دے تاسو دِ په خپله بلکل پاک کړى، اَؤ ستاسو رُوح اؤ ځان اَؤ تن دِ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورے پُوره بے عيبه وساتى.
24
ستاسو رابلُونکے رښتُونے دے، هغه به هم دغسے کوى.
25
اَئے ورُوڼو! زمُونږ دَ پاره دُعا کوئ.
26
په پاکه مينه يو بل ښکل کړئ اَؤ ټولو وروڼو ته زمُونږ سلام ووايئ.
27
زَۀ تاسو ته دَ مالِک په نُوم حُکم درکوم چه دا خط ټولو ورُوڼو ته واؤروئ
28
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو سره وى.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
All chapters:
1
2
3
4
5