bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Thessalonians 2
1 Thessalonians 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 3 →
1
اَئے وروڼو! تاسو په خپله پوهه يئ چه تاسو ته زمُونږ راتلل بے فائدے نۀ شول.
2
بلکه تاسو ته معلومه ده چه سره دَ دے چه اول مو په فيليپى کښے تکليفُونه تير کړل اَؤ بے عزته کړے شوى وُو، خو بيا هم مُونږ ته په خپل خُدائے کښے دا زړه ورتيا حاصله شوه چه دَ خُدائے زيرے په ډير اِخلاص تاسو ته واؤروُو.
3
ځکه چه زمونږ نصيحت نۀ په ګمراهئ دے، نۀ په ناپاکئ اَؤ نۀ په فريب،
4
بلکه څۀ رنګ چه خُدائے مُونږ قبُول کړُو اَؤ زيرے ئے مُونږ ته وسپارلو، دغسے ئے مُونږ بيانوُو هم، نۀ چه دَ بنى آدم دَ خوشحالولو دَ پاره بلکه دَ خُدائے، چه زمُونږ دَ زړُونو آزميښت کوى.
5
ځکه چه تاسو ته په خپله معلومه ده اَؤ خُدائے هم ګواه دے چه نۀ خو مُونږ په کلام کښے چرے خوشامنده کړے ده اَؤ نۀ مو دَ حرص پړده پرے اچولے ده.
6
اَؤ نه خو مُونږ دَ خلقو نه دَ عزت طمع لرله، نه ستاسو نه، اَؤ نه دَ بل چا نه.
7
اګر چه دَ مسيح دَ رسُولانو په طور په تاسو بوج اچولے شُو، خو څۀ رنګ چه مور خپل بچى ساتى، دغه شان مُونږ هم په تاسو کښے ډير په نرمئ اوسيدلى يُو.
8
اَؤ هغه رنګ مُونږ ستاسو دومره مُشتاق شوُو چه نۀ يواځے دَ خُدائے زيرے بلکه خپل ځان مو هم ستاسو دَ خاطره ورکولو، دَ دے دَ پاره چه تاسو په مُونږ ډير ګران وئ.
9
اَئے ورُوڼو! تاسو ته به زمُونږ خوارى اَؤ کړان ياد وى چه مُونږ په تاسو دَ نۀ بوج کيدو په خاطره شپه اَؤ ورځ محنت کاوو چه تاسو ته مو دَ خُدائے زيرے آؤروو.
10
تاسو ګواه يئ اَؤ خُدائے دِ هم ګواه وى چه تاسو سره چه ايمان راؤړو مُونږ څنګه په پاکوالئ، راستئ اَؤ دَ بے عيبئ سلوک کړے وو.
11
نو تاسو ته معلُومه ده چه لکه څنګه چه پلار خپلو بچو ته نصيحت کوى، دغه شان به مُونږ هم په تاسو کښے هر يو ته نصيحت کاوو،
12
تسلى به مو درکوله اَؤ پوهولئ به مو، دَ دے دَ پاره چه ستاسو چلن خُدائے خوشحالوى څوک چه تاسو خپلے بادشاهئ اَؤ جلال ته رابلى.
13
دَ دے دَ پاره مُونږ هم هر وخت دَ خُدائے شکر کوُو چه هر کله دَ خُدائے پيغام زمُونږ په معرفت تاسو ته درورسيدو نو تاسو هغه دَ بنى آدمو دَ کلام په شان نه، بلکه څنګه چه په حقيقت کښے دے، دَ خُدائے کلام مو وګڼلو اَؤ قبُول مو کړو، اَؤ په تاسو کښے چا چه ايمان راؤړو، په هغوئ کښے ئے تاثير هم وکړلو.
14
اَئے وروڼو! تاسو دَ خُدائے دَ هغه جماعتُونو په شان شوئ کُوم چه په يهُوديه کښے دَ عيسىٰ مسيح دى، ځکه چه تاسو هم دَ خپل قام دَ خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کُوم چه هغوئ ته دَ يهُوديانو نه رسيدلى وُو،
15
چا چه مالِک عيسىٰ اَؤ نبيان ئے هم ووژل اَؤ مُونږ ئے ربړولى يُو. هغوئ دَ خُدائے خوښ نۀ دى اَؤ دَ ټولو خلقو مُخالف دى.
16
ځکه چه هغوئ مُونږ غير يهُوديانو ته دَ خلاصُون پيغام دَ آؤرولو نه منع کوى دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ دَ ګُناهُونو اوږے هميشه ډک وى، لا دا چه آخر غضب پرے نازل شو.
17
اَئے زما ورُوڼو! کله چه مُونږ دَ لږے مُودے دَ پاره په جسمانى طور له ستاسو نه بيل شُو اَؤ نۀ په زړۀ، نو مُونږ ډير په تلوسه ستاسو دَ بيا ليدلو نور هم کوشِش وکړو.
18
دَ دے دَ پاره مُونږ، يعنے ما پولوس بيا بيا تاسو ته راتلل غوښتل خو شيطان زما لار ونيوله.
19
زمُونږ اُميد اَؤ خوشحالى اَؤ دَ فخر تاج څۀ دے؟ آيا هغه زمُونږ دَ مالِک مسيح په وړاندے دَ هغه دَ راتلو په وخت به تاسو نۀ يئ څۀ؟
20
زمُونږ جلال اَؤ زمُونږ خوشحالى خو هم تاسو يئ.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5