bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Thessalonians 3
1 Thessalonians 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 4 →
1
دَ دے دَ پاره کله چه مُونږ نوره جُدائى برداشت نۀ کړے شوه نو په اتينے کښے مو يواځے پاتے کيدل خوښ کړل،
2
اَؤ تيموتيوس زمُونږ ورور اَؤ دَ مسيح په زيرى کښے دَ خُدائے خادم مو دَ دے دَ پاره درواستولو چه هغه تاسو مظبُوط کړى اَؤ ستاسو دَ ايمان په حقله تاسو له تسلى درکړى،
3
چه دَ دے مُصيبتُونو په وجه څوک ونۀ ويريږى، ځکه چه تاسو په خپله پوهه يئ چه مُونږ دَ دے دَ پاره مقرر کړى شوى يُو.
4
بلکه اول هم چه مُونږ تاسو سره وُو نو تاسو ته به مو وئيل چه مُونږ به تکليفُونه وزغمُو، نو هغسے وشوه اَؤ تاسو ته هم معلُومه ده.
5
دَ دے دَ پاره هر کله چه ما نور زيات برداشت ونۀ کړے شو نو ستاسو دَ ايمان دَ حال معلُومولو دَ پاره مے تيموتيوس درواستوو چه هسے نه چه شيطان تاسو آزمائيلے يئ اَؤ زمُونږ محنت بے فائدے شى.
6
خو اوس چه تيموتيوس له تاسو نه بيرته راغے اَؤ ستاسو دَ ايمان اَؤ دَ مينے ښے خبرے ئے راؤړے، اَؤ مُونږ ته ئے ووے چه تاسو تل زمُونږ خير غواړئ اَؤ زمُونږ دَ ليدو داسے په تلوسه يئ لکه چه مُونږ دَ ستاسو،
7
نو ائے وروڼو! مُونږ دَ خپل ټول کړاؤ اَؤ مُصيبت سره ستاسو دَ ايمان په وجه تسلى ومُونده.
8
ځکه چه که اوس تاسو دَ مالِک په يووالى کښے قائم يئ نو مُونږ به تسلى يُو.
9
ستاسو په وجه دَ خپل خُدائے په وړاندے چه مُونږ ته څومره خوشحالى حاصله ده، دَ هغے په بدل کښے مُونږ ستاسو په باب څنګه په ښۀ شان سره دَ خُدائے شکر کولے شُو؟
10
مُونږ شپه اَؤ ورځ ډيره دُعا کوُو چه تاسو ووينو اَؤ ستاسو دَ ايمان کمے پُوره کړو.
11
اوس زمُونږ خُدائے اَؤ پلار په خپله اَؤ زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح دِ ستاسو په طرف زمُونږ لار سمه کړى.
12
اَؤ مالِک دِ داسے وکړى چه څنګه چه زمونږ تاسو سره مينه ده، داسے دِ ستاسو په خپلو کښے يو تر بله مينه لرئ، اَؤ دَ ټولو خلقو سره دِ هم زياتيږى اَؤ لوئيږى،
13
دَ دے دَ پاره چه ستاسو زړُونه دِ داسے مظبُوط کړى چه کله چه زمُونږ مالِک عيسىٰ دَ خپلو پاکانو سره راشى نو هغه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار په وړاندے په پاکوالى کښے بے عيبه وګرزى.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5