bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Thessalonians 4
1 Thessalonians 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 5 →
1
لنډه دا چه اَئے وروُڼو! مُونږ تاسو ته دا خواست کوُو اَؤ دَ مالِک عيسىٰ په نُوم تاسو ته نصيحت کوُو چه څۀ رنګ چه تاسو زمونږ نه دَ مُناسب چال چلن اَؤ دَ خُدائے دَ خوشحالولو تعليم مُوندلے وو اَؤ څنګه چه تاسو چلن کوئ هم هغسے دِ ترقى ومُومئ.
2
ځکه چه تاسو پوهيږئ چه مُونږ تاسو ته دَ مالِک عيسىٰ دَ طرفه څۀ حُکمُونه دررسولى دى.
3
نو دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو پاک شئ، يعنے دَ حرامکارئ نه ځان وساتئ.
4
اَؤ په تاسو کښے دِ هر يو خپل وجُود په پاکوالى اَؤ عزت سره په قابُو کښے ساتل زده کړى،
5
نۀ دَ شهوت دَ جوشه دَ هغه قومُونو په شان چه خُدائے نۀ پيژنى.
6
ځکه دَ ښځے اَؤ سړى په معامله کښے يو سړے دِ هم خپل ورور سره په دے اَمر کښے زياتے اَؤ ټګى ونۀ کړى، ځکه چه مالِک دَ دے ټولو کارُونو بدله آخستُونکے دے، ځکه خو مُونږ تاسو ته اول هم خبردارے درکړے وو.
7
خُدائے پاک مُونږ دَ ناپاکئ دَ پاره نه، بلکه دَ پاکوالئ دَ پاره رابللى يُو.
8
نو چه څوک دا نۀ منى، هغه اِنسان نه، بلکه خُدائے نۀ منى چه تاسو له خپل رُوحُ القُدس درکوى.
9
خو دَ ورورولئ په مينه تاسو ته دَ څۀ ليکلو حاجت نِشته ځکه چه تاسو په خپلو کښے دَ مينے تعليم دَ خدايه مُوندلے دے چه يو بل سره مينه لرئ.
10
اَؤ دَ مِکدونيه دَ ټولو ايماندارانو سره هم مينه لرئ. مګر اَئے ورُوڼو! مُونږ تاسو ته دا نصيحت کوُو چه په مخه ترقى کوئ
11
اَؤ څنګه چه مُونږ تاسو ته حُکم درکړے دے، په قلاره اوسئ اَؤ په خپل کار کښے مشغُول اَؤ په خپلو لاسُونو دَ محنت کولو په کسب کښے همت کوئ.
12
دَ دے دَ پاره چه دَ غير ايماندارانو سره دَ سړيتوب سلُوک کوئ اَؤ دَ هيچا مُحتاج مۀ شئ.
13
اَئے ورُوڼو! مُونږ دا نۀ غواړو چه دَ هغوئ په باب کښے چه مړۀ کيږى تاسو بے خبره پاتے شئ، دَ دے دَ پاره چه دَ نورو په شان چه نا اُميده وى، تاسو غمژن مۀ شئ.
14
ځکه چه مُونږ ته دا يقين دے چه عيسىٰ مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائے هغه څوک هم چه دَ عيسىٰ په ايمان کښے مړۀ شو ى دى، دَ عيسىٰ په وسيله دَ هغۀ سره راولى.
15
ځکه مُونږ تاسو ته دَ مالِک دَ کلام په مُطابق وايُو چه مُونږ څوک چه ژوندى يُو اَؤ دَ مالِک تر راتلو پورے به پاتے شُو خو دَ مړ شوو نه به هيڅ کله هم وړاندے کيږو نه.
16
ځکه چه مالِک به په خپله دَ آسمان نه دَ چغے، اَؤ دَ مُقربے فرښتے دَ آواز، اَؤ دَ خُدائے دَ بګل دَ آواز سره راکُوزيږى، اَؤ اول به هغه څوک چه په مسيح کښے مړۀ شوى دى راژوندى شى.
17
اَؤ بيا به مُونږ څوک چه ژوندى پاتے يُو، دَ هغوئ سره په وريځو کښے پورته کړے شُو دَ دے دَ پاره چه په هوا کښے دَ مالِک اِستقبال وکړُو، اَؤ دغه شان به دَ مالِک سره تل تر تله اوسُو.
18
نو تاسو په دے خبرو يو بل له تسلى ورکوئ.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5