bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
James 1
James 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 2 →
1
دَ خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح غُلام دَ يعقُوب له طرفه، هغه دولسو واړو قبيلو ته چه ځائے په ځائے اوسيږى، ټولو ته دِ سلام وى.
2
اَئے زما ورُوڼو! هر کله چه تاسو په قِسما قِسم آزميښتُونو کښے راګير شوئ نو ډير په خوشحالئ ئے زغمئ.
3
ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه دا ستاسو دَ ايمان په آزميښت کښے صبر پيدا کوى.
4
اَؤ صبر خپل کار پُوره کوى دَ دے دَ پاره چه تاسو پُوره اَؤ کامِلان شئ اَؤ په تاسو کښے دِ دَ هيڅ خبرے کمے پاتے نۀ شى.
5
خو که په تاسو کښے په چا کښے دَ حِکمت کمے وى نو هغه دِ ئے دَ خُدائے نه غواړى چه بغير دَ ملامتولو نه ئے هر چا ته پُوره په فياضئ ورکوى، نو هغۀ ته به هم ورکولے شى.
6
خو سوال دِ په ايمان سره کوى اَؤ هيڅ شک دِ نۀ کوى ځکه چه شک کوُونکے دَ سمندر دَ هغه چپو په مِثال دے کُومے چه دَ هوا په زور ښکته اَؤ پورته کيږى.
7
داسے سړے دِ دا نۀ ګڼى چه ګنى ما ته به دَ مالِک نه څۀ په لاس راشى.
8
هغه سړے دوه زړيه وى اَؤ هغه په خپلو خبرو ټينګ نۀ وى.
9
غريب ورور دِ په خپله اُوچته مرتبه فخر وکړى،
10
اَؤ دولتمند دِ په خپل ادنىٰ حالت، ځکه چه هغه به لکه دَ وښو دَ ګُل تير شى.
11
ځکه چه دَ نمر په راختو نمر تاؤجن وى چه واښۀ اَؤ ګُلونه ريژوى اَؤ دَ هغے ښائيست نۀ پاتے کيږى، دغه شان دولتمند به هم سره دَ خپل کاروبار دَ خاورو سره خاورے شى.
12
بختور دے هغه سړے چه آزميښت زغمى، هر کله چه هغه وآزمائيلے شو نو دَ ژوندُون هغه تاج به حاصلوى چه مالِک دَ خپلو مئينو سره وعده کړے وه.
13
هر کله چه څوک وآزمئيلے شى نو دا دِ ونۀ وائى چه ”په ما دا آزميښت دَ خُدائے دَ طرفه وو،“ ځکه چه نۀ خو خُدائے په بدئ آزمئيلے شى اَؤ نۀ خُدائے څوک آزمئى.
14
په حقيقت کښے هر سړے هغه وخت آزمائيلے شى کله چه دَ هغۀ خپل بد خواهش په دوکه ورکولو هغه ونښلوى.
15
نو بيا دَ هغۀ بد خواهش اُميدوار شى اَؤ ګُناه ترے نه پيدا شى، اَؤ چه ګُناه زياته شى نو مرګ پيدا کوى.
16
اَئے زما خواږو ورُوڼو! غُليږئ مه.
17
هر ښۀ بخشش اَؤ هر کامِل اِنعام دَ آسمان نه راځى اَؤ دَ خُدائے نه مُوندلے کيږى چه دَ نمر سپوږمئ اَؤ دَ ستورو پيدا کوُونکے دے. په هغۀ کښے نۀ خو څۀ تبديلى راځى اَؤ نۀ دَ ګردش له عمل روښانه کيږى اَؤ نۀ تيارۀ کيږى.
18
هغۀ په خپله مرضئ مُونږ دَ حق کلام په وسيله پيدا کړلُو چه دَ هغۀ په مخلُوقاتو کښے مُونږ يو قِسم وړُومبئ ميوه شو.
19
اَئے زما ورُوڼو! دا خبره تاسو ته معلُومه ده، نو هر څوک دِ په آؤريدو کښے تيز آو په وينا کښے قلاره اَؤ په غُصه کښے سوړ وى.
20
ځکه چه دَ اِنسان قهر دَ خُدائے دَ صداقت کار نۀ شى کولے.
21
تاسو ځکه ټول پليتوالے اَؤ دَ بدئ ګند لرے کړئ، اَؤ هغه کلام ډير په عاجزئ سره قبُول کړئ چه په زړۀ کښے کرلے شوے اَؤ تاسو له خلاصُون درکولے شى.
22
خو په کلام عمل کوُونکى جوړ شئ، نۀ چه تش آؤريدُونکى چه ځان په دوکه کښے ساتى.
23
ځکه چه هغه څوک چه دَ کلام آؤريدُونکى دى اَؤ عمل پرے نۀ کوى، هغه دَ هغه سړى په شان دے څوک چه خپل شکل په آئينه کښے وګورى.
24
هر کله چه هغه خپل ځان ووينى اَؤ لاړ شى نو سمدستى دا هير کړى چه زَۀ څنګه وم.
25
خو کُوم سړے چه دَ آزادئ په کامل شريعت په غور سره ګورى، هغه به خپل کار کښے بختور وى، ځکه چه هغه چه څۀ واؤرى نو هيروى ئے نه، خو عمل پرے کوى.
26
څوک چه ځان دينداره ګڼى اَؤ بيا هم خپله ژبه په قابُو کښے نۀ ساتى، هغه خپل ځان ته دوکه ورکوى، نو دَ هغۀ ديندارى باطله ده.
27
زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار په نِزد خالصه اَؤ بے عيبه ديندارى دا ده چه دَ يتيمانو اَؤ دَ کونډو دَ مُصيبت په وخت دَ هغوئ پالنه وکړئ اَؤ خپل ځان دَ دُنيا نه بے داغه ساتئ.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5