bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
James 2
James 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 3 →
1
اَئے زما ورُوڼو! تاسو چه په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راؤړے دے څوک چه دَ جلال خاوند دے، نو بيا طرفدارى مه کوئ.
2
ولے چه که يو سړى دَ سرو زرو ګوته اَؤ ښائسته جامے آغوستے وى اَؤ ستاسو دَ عبادت ځائے ته راشى اَؤ يو غريب سړى په شليدلو جامو کښے،
3
نو تاسو دَ هغه ښائسته جامو دَ خاوند لحاظ کوئ اَؤ هغه ته ووايئ چه ”راځئ تاسو په دے سم ځائے کښے کښينئ،“ اَؤ غريب سړى ته ووايئ چه ”ته هلته ودريږه، يا زما دَ پښو دَ څوکئ سره کښينه“
4
نو آيا دا تاسو په خپلو کښے طرفدارى ونۀ کړه؟ اَؤ دَ بدنيتئ مُنصفان نۀ شوئ؟
5
اَئے زما خوږو ورُوڼو! زما واؤرئ، ولے خُدائے دَ دے دُنيا خواران غوره کړى نۀ دى څۀ، يعنے هغه خواران چه دَ ايمان سره دولتمند دى، چه هغوئ دَ هغۀ سره په بادشاهئ کښے شريک شى، چه خُدائے دَ هغوئ سره لوظ کړے دے چه ورسره مينه کوى؟
6
تاسو خو دَ غريب سړى سپکاوے وکړو. آيا دولتمند په تاسو ظلمُونه نۀ کوى؟ اَؤ آيا هغوئ تاسو عدالتُونو ته نۀ راکاږى؟
7
آيا هغوئ دَ هغه بزرګ په خوږ نُوم کُفر نۀ غروى دَ چا نُوم چه تاسو ته درکړے شوے دے؟
8
نو بيا هم که تاسو دَ کتابِ مُقدس په مُطابق هغه شاهى شريعت پُوره کوئ چه وائى چه : ”دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوئ،“ نو ښۀ کوئ.
9
خو که چرے تاسو طرفدارى کوئ نو ګُناه کوئ اَؤ دَ شريعت له مخه مُجرمان يئ.
10
ځکه چه چا چه په ټول شريعت عمل وکړو اَؤ صرف په يوه خبره کښے ئے هم خطا وکړه نو هغه په ټولو خبرو کښے ګُناه ګار شو.
11
ځکه چه چا چه دا وفرمائيل چه ”زِنا مه کوئ،“ نو هغۀ دا هم فرمائيلى دى چه ”خُون مه کوئ“، نو که تاسو زِنا ونۀ کړه ولے خُون مو وکړو، نو شريعت ماتوئ.
12
اَؤ تاسو دَ هغه خلقو په شان کلام اَؤ عملُونه هم کوئ دَ چا چه به دَ آزادئ دَ شريعت په مُطابق اِنصاف کيږى.
13
ځکه چه چا چه رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم دَ اِنصاف په مُطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب راځى.
14
اَئے زما ورُوڼو! که څوک ووائى چه زَۀ ايماندار يم خو عمل نۀ کوى نو فائده ئے څۀ؟ آيا داسے ايمان هغۀ له خلاصُون ورکولے شى څۀ؟
15
چه څوک ورور يا خور دَ جامو اَؤ دَ خوراک حاجتمند وى،
16
اَؤ بيا هم تاسو ورته دا وايئ چه ”په خير لاړ شه، تود اَؤ موړ اوسه،“ خو چه کُوم څيزُونه هغۀ ته په کار وى، هغه ورنۀ کړئ نو فائده ئے څۀ؟
17
دغه شان ايمان هم دے، که دَ دے سره عمل نۀ وى نو هغه ايمان مړ دے.
18
بلکه څوک دا وئيلے شى چه ”تۀ اِيماندار يئے اَؤ زَۀ عمل کوُونکے.“ ته خپل ايمان بغير دَ عمل نه ما ته څرګند کړه اَؤ زَۀ به خپل ايمان په عمل تا ته څرګند کړم.
19
تۀ په دے خبره ايمان لرے چه خُدائے يکى يو دے. خير دا ښۀ کوے! شيطانان هم دا ايمان لرى اَؤ دَ ويرے نه رپيږى.
20
خو اَئے بيکاره سړيه! آيا تۀ په دے هم نۀ پوهيږے چه دَ عمل نه بغير ايمان بے کاره دے؟
21
نو هر کله چه زمُونږ نيکۀ اِبراهيم خپل زوئے اِسحاق په قُربانګاه دَ قُربانى په طور پيش کړو نو آيا هغه په عمل سره صادِق نۀ شو؟
22
نو بيا تا وکتل چه ايمان دَ هغۀ دَ عمل سره يو ځائے اثر وکړو اَؤ دَ عمل سره ايمان کامل شو.
23
اَؤ دَ کِتاب مُقدس هغه کلام پُوره شو چه ”اِبراهيم په خُدائے ايمان راوړو اَؤ دا دَ هغۀ دَ پاره په صداقت حساب شو،“ اَؤ هغه خليل الله وبللے شو.
24
نو بيا تاسو وينئ چه اِنسان تش په ايمان نه، بلکه په عمل صادِق کيږى.
25
هم دغه شان راحبے کنجرئ هم چه هر کله هغه جاسُوسان په خپل کور کښے ايسار کړل اَؤ په بله لار ئے رُخصت کړل، نو آيا په عمل صادِقه نۀ شوه؟
26
غرض دا چه څنګه چه بدن بغير دَ رُوح نه مړ دے هم هغه شان ايمان هم بغير دَ عمل نه مړ دے.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5