bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
James 5
James 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
1
اَئے دولتمندو! زما واؤرئ، تاسو په خپلو هغه مصيبُتونو چه راتلُونکى دى، ژړا اَؤ فرياد وکړئ.
2
ستاسو مال سخا شو اَؤ ستاسو جامے چينجو ووهلے.
3
ستاسو سرۀ اَؤ سپين زنګ شول اَؤ هغه زنګ به په تاسو ګواهى ورکوى اَؤ دَ اور په شان به ستاسو غوښه وسوزوى. تاسو په آخرى ورځو کښے خزانه جمع کړے ده.
4
ګورئ! کُومو مزدُورانو چه ستاسو په پټو کښے لؤ کړے دے، دَ هغوئ هغه مزدُورى چه تاسو ايساره کړے ده، چغے وهئ اَؤ دَ لوګرو فرياد دَ قادر مُطلق خُدائے غوږُونو ته رسيدلے دے.
5
تاسو په دُنيا کښے عيشُونه اَؤ مزے وکړلے، اَؤ تاسو خپل ځانُونه دَ حلاليدو دَ ورځ دَ پاره څاربۀ کړل.
6
تاسو صادِق سړے قصُوروار کړو اَؤ ومو وژلو، خو هغه ستاسو مُقابله نۀ کوى.
7
نو اَئے ورُوڼو! دَ مالِک تر راتلو پورے صبر وکړئ، ګورئ زميندار دَ مزکے دَ قيمتى فصل په اِنتظار کښے دَ منى اَؤ دَ سپرلى دَ باران تر وريدو پورے صبر کوى.
8
نو تاسو هم صبر وکړئ اَؤ خپل زړُونه مظبُوط کړئ ځکه چه دَ مالِک راتلل نزدے دى.
9
اَئے ورُوڼو! دَ يو بل شکايت مه کوئ چه تاسو سزا ونۀ مُومئ. ګورئ! قاضى په دروازه کښے ولاړ دے.
10
اَئے ورُوڼو! کُومو نبيانو چه دَ مالِک په نُوم کلام وکړو، هغوئ دَ تکليفُونو تيرولو اَؤ دَ صبر کولو نمُونه وګڼئ.
11
ګورئ صبر کوُونکو ته مُونږ بختور وايُو. تاسو خو دَ ايوب دَ صبر حال آؤريدلے دے، اَؤ دَ مالِک له طرفه چه دَ دے انجام وشو هغه مو هم معلُوم کړو، ځکه چه مالِک ډير مهربان اَؤ رحيم دے.
12
خو اَئے زما ورُوڼو! دَ ټولو نه لويه خبره دا ده چه قسم ونۀ خورئ، نۀ دَ آسمان اَؤ نۀ دَ مزکے اَؤ نۀ دَ څۀ بل څيز، بلکه دَ هو په ځائے هو وايئ اَؤ دَ نه په ځائے نه، دَ پاره دَ دے چه دَ سزا لائق ونۀ ګرزئ.
13
که په تاسو کښے څوک غم زپلے وى نو دُعا دِ وغواړى، که خوشحاله وى نو ثنا دِ ووائى.
14
که په تاسو کښے څوک بيمار وى نو دَ جماعت مشران دِ راوبلى اَؤ دَ هغۀ دَ پاره دِ دُعا وغواړى اَؤ دَ مالِک په نُوم دِ هغه په تيلو غوړ کړى.
15
اَؤ کُومه دُعا چه به په ايمان سره وغوښتے شى دَ هغے په وجه به بيمار بچ شى، اَؤ مالِک به هغه پاڅوى اَؤ که هغۀ ګُناهُونه کړى وى نو هغه به هم ورته معاف شى.
16
نو بيا تاسو په خپلو کښے يو بل ته دَ خپلو خپلو ګُناهُونو اِقرار وکړئ اَؤ دَ يو بل دَ پاره دُعا وغواړئ چه شفا ومُومئ. دَ صادِق دَ دُعا په اثر ډير څۀ کيدے شى.
17
اِلياس زمُونږ په شان اِنسان وو، هغۀ ډير په جوش سره دُعا وغوښته چه باران دِ ونۀ وريږى، ځکه خو درے نيمو کالو پورے په مزکه باران ونۀ وريدلو.
18
بيا چه هغۀ دُعا وغوښته نو دَ آسمان نه اوبۀ ووريدے اَؤ په مزکه فصل پيدا شو.
19
اَئے زما ورُوڼو! که څوک په تاسو کښے دَ حق دَ لارے نه واؤړى اَؤ بل څوک هغه راواړوى،
20
نو هغه دِ په دے پوهه شى چه څوک چه ګُناه ګار دَ ګمراهئ نه راواړوى، هغه يو کس دَ مرګ نه بچ کوى اَؤ په ډيرو ګُناهُونو پړده اچوى.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
All chapters:
1
2
3
4
5