bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
James 3
James 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 4 →
1
اَئے زما ورُوڼو! له تاسو نه دِ ډير اُستاذان جوړ نۀ شى ځکه چه تاسو خبر يئ چه مُونږ چه اُستاذان يُو، زياته سخته سزا به مُومو.
2
ځکه چه مُونږ ټول اکثر غلطئ کوُو، که څوک په خپلو خبرو کښے غلطى نۀ کوى نو هغه کامل دے اَؤ ټول بدن په قابُو کښے ساتلے شى.
3
هر کله چه مُونږ دَ قابُو کولو دَ پاره دَ آسونُو په خُلو کښے قيزے اچوُو نو دَ هغوئ ټول بدن هم ګرځولے شُو.
4
ګورئ، سمندرى جهازُونه اګر که ډير لوئے لوئے وى اؤ په تيزو بادونو چلولے شى خو بيا هم دَ يو ورکوټى سُکان په وجه دَ ماڼګى دَ مرضئ په مُطابق ګرزولے شى.
5
هم دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اَندام دے اَؤ ډيرے غټے خبرے کوى. ګورئ! په يو ورکوټى بڅرى سره په څومره لوئے ځنګل کښے اور ولګى.
6
اَؤ ژبه هم يو اور دے، دا زمُونږ په اَندامُونو کښے دَ شرارت يوه دُنيا ده، اَؤ په ټول وجُود کښے بدى پيدا کوى اَؤ زمُونږ په ټول ژوندُون کښے اور لګوى، اَؤ په خپله دَ دوزخ دَ اور نه بليږى.
7
ځکه چه هر قِسم ځنګلى ځناور، مارغان، چينجى مينجى اَؤ دريابى ځناور خو دَ اِنسان په قابُو کښے راتلے شى اَؤ راغلى هم دى،
8
خو هيڅوک ژبه په قابُو کښے نۀ شى راوستلے. هغه يوه بلا ده چه چرے ايساريږى نه، دَ مړ کوُونکى زهر نه ډکه ده.
9
هم په دے مُونږ دَ مالِک اَؤ پلار ثنا کوُو، اَؤ هم په دے بنى آدمو ته چه دَ خُدائے په صُورت پيدا شوى دى، ښيرے کوُو.
10
دَ يکى يوے خُلے نه مُبارکى خبرے اَؤ ښيرے راوزى. اَئے زما ورُوڼو! داسے نۀ دى په کار.
11
آيا دَ چينے دَ يکى يوے خُلے نه خوږے اَؤ تروے اوبۀ وزى څۀ؟
12
اَئے زما ورُوڼو! آيا دَ اِينځير په ونه کښے ښُون، اَؤ په انګُور کښے اِينځير پيدا کيدے شى څۀ؟ هم دغه شان دَ مالګينے چينے نه خوږے اوبۀ نۀ شى راوتلے.
13
په تاسو کښے څوک هوښيار اَؤ پوهه شته دے؟ هغه دِ په خپلو کارُونو دَ نيک چال چلن په وسيله اَؤ عاجزئ سره دِ دا خبره ثابته کړى، يعنے داسے عاجزى چه دَ حِکمت نه پيدا کيږى.
14
خو که تاسو په خپلو زړُونو کښے سخته کينه اَؤ خودغرضى لرئ نو فخر مه کوئ اَؤ مه دَ حق برخلاف دروغ وايئ.
15
دا هغه حِکمت نۀ دے کُوم چه له آسمان نه راکُوزيږى بلکه دُنياوى، نفسانى اَؤ شيطانى دے.
16
ځکه چه هر چرته چه کينه اَؤ خودغرضى وى، هلته فساد اَؤ هر قِسم بدکار هم کيږى.
17
خو چه کُوم حِکمت له آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوُونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوُونکے، رحم کوُونکے اَؤ دَ ښو ميوو نه ډک، ناطرفداره اَؤ بے ريا.
18
اَؤ صُلح کوُونکى دَ صُلح سره داسے تُخم کرى چه دَ صداقت ميوے ترے پيدا کيږى.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5