bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
James 4
James 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 5 →
1
په تاسو کښے جنګ جګړے له کُومه راغلے؟ آيا دَ هغه خواهشاتو نه نۀ دى کُوم چه ستاسو په اَندامُونو کښے فساد کوى؟
2
تاسو چه دَ کُوم څيز خواهش کوئ خو تاسو ته په لاس نۀ درځى، ځکه خُون کوئ اَؤ کينه لرئ خو هيڅ حاصلولے نۀ شئ. تاسو نښلئ، جنګيږئ، خو تاسو ته ځکه نۀ ملاويږى چه له خُدائے نه ئے نۀ غواړئ.
3
تاسو ئے غواړئ اَؤ مُومئ ئے نه، دا ځکه چه په بد نيت ئے غواړئ، چه په خپل عيش و عشرت ئے ولګوئ.
4
اَئے بے وفا خلقو! آيا تاسو ته معلُومه نۀ ده چه دَ دُنيا سره دوستى لرل دَ خُدائے سره دُښمنى کول دى؟ نو بيا چه څوک دَ دُنيا دوست جوړيدل غواړى، هغه خپل ځان دَ خُدائے دُښمن کوى.
5
آيا تاسو دا ګڼئ چه مُقدس کِتاب بے فائدے وائى چه خُدائے هغه رُوح چه زمُونږ په زړُونو کښے اچولے دے، هغه دَ حسد خواهش لرى څۀ؟
6
بلکه زيات فضل ورکوى، نو ځکه دا وايئ چه ”خُدائے دَ کبرژنو مُقابله کوى خو عاجزانو ته فضل وربخښى.“
7
نو بيا دَ خُدائے تابع شئ، اَؤ دَ اِبليس مُقابله وکړئ نو هغه به درنه وتښتى.
8
که تاسو خُدائے ته ورنزدے شئ نو هغه به تاسو ته رانزدے کيږى. اَئے ګُناه ګارانو! خپل لاسُونه دَ بدو کارُونو نه صفا کړئ اَؤ اَئے دوه زړيو سړو! خپل زړُونه پاک کړئ.
9
اَفسوس اَؤ وير وکړئ اَؤ ژاړئ، ستاسو خندا دِ په وير بدله شى اَؤ ستاسو خوشحالى دِ په غم!
10
دَ مالِک په وړاندے عاجز شئ اَؤ هغه به تاسو سربلند کړى.
11
اَئے ورُوڼو! په يو بل پسے خبرے مه کوئ. څوک چه په خپل ورور پسے خبرے کوى يا په خپل ورور اِلزام لګوى، هغه دَ شريعت بد وائى اَؤ په شريعت اِلزام لګوى، اَؤ که تۀ په شريعت اِلزام لګوے نو په شريعت عمل کوُونکے نه، بلکه په هغۀ قاضى شوے.
12
خو دَ شريعت ورکوُونکے اَؤ قاضى خو يکى يو دے چه دَ بچ کولو اَؤ دَ هلاکولو توان لرى، خو تۀ څوک ئے چه په خپل ګاونډى اِلزام لګوے؟
13
تاسو چه دا وايئ چه ”مُونږ به نن يا صبا فلانکى ښار ته لاړ شُو اَؤ هلته به يو کال ايساريږُو اَؤ په سوداګرئ کښے به ګټه کوُو،“
14
اَؤ په دے نۀ يئ خبر چه صبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ دَ يو بړاس په شان دے چه دَ لږ ساعت دَ پاره ښکاره شو اَؤ بيا ختم شو.
15
دَ داسے وينا په ځائے تاسو ته دا وئيل په کار دى چه ”که مالِک غواړى نو مُونږ به ژوندى پاتے شُو اَؤ دا يا هغه کار به هم وکړُو.“
16
خو اوس تاسو په خپلو ډُوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى.
17
نو بيا که څوک په ښو کولو پوهيږى اَؤ نۀ ئے کوى، دَ هغۀ دَ پاره دا ګُناه ده.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5