bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Chronicles 10
1 Chronicles 10
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 11 →
1
فلستيانو د بنى اِسرائيلو خِلاف د جِلبوعه په غر باندې يو جنګ وکړو. هلته ډېر بنى اِسرائيليان ووژلے شول او د هغوئ نور پاتې کسان سره د ساؤل بادشاه او د هغۀ د زامنو وتښتېدل.
2
خو فلستيان ساؤل او د هغۀ زامنو ته ورنزدې شول او د ساؤل درې زامن يونتن، ابينداب او مُلکىشوَع يې ووژل.
3
د ساؤل نه ګېرچاپېره سخت جنګ وو او هغه په کښې د دشمن په غشو باندې ولګېدو او سخت زخمى شو.
4
نو هغه زلمى ته يې ووئيل چې کوم د هغۀ وسله وړله، ”خپله تُوره راوباسه او ما پرې ووهه، ګنې هغه ناسنته کسان به راشى او زما بېعزتى به کوى.“ خو زلمے يرېدو او داسې يې نۀ کول، نو ساؤل خپله تُوره واخسته او په هغې باندې يې ځان وروغورزولو.
5
کله چې هغه زلمى وليدل چې ساؤل مړ شو، نو هغۀ هم خپل ځان په خپله تُوره وروغورزولو او مړ شو.
6
نو ساؤل او د هغۀ درې واړه زامن په يو ځائ مړۀ شول او د هغۀ د اولاد هيچا هم بادشاهى ونۀ کړه.
7
چې د يزرعيل په وادۍ کښې چې کوم بنى اِسرائيليان وُو نو چې هغوئ خبر شول چې لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن مړۀ شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او منډه يې کړه. او بيا فلستيان راغلل او ښارونه يې قبضه کړل.
8
په ورپسې ورځ، فلستيان د مړو لوټ کولو له لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه وموندل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.
9
هغوئ د ساؤل سر پرې کړو، د هغۀ نه يې زغره کولاو کړه او د هغوئ سره يې ټولو فلستيانو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو معبودانو او خپلو خلقو ته دا زېرے واوروى.
10
هغوئ د هغۀ وسله په خپله يوه عبادتخانه کښې کېښوده او د هغۀ سر يې د خپل خُدائ دجون په عبادتخانه کښې راځوړند کړو.
11
کله چې د يبيس خلقو په جِلعاد کښې دا واورېدل چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى وُو،
12
نو د هغوئ ټول تکړه سړى لاړل او د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه يې واخستل او يبيس ته يې يوړل. هلته هغوئ دا د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې يې روژه ونيوله.
13
ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.
14
په کار خو دا وُو چې د مالِک خُدائ نه يې مشوره اخستې وے. نو مالِک خُدائ هغه ووژلو او د بادشاهۍ اختيار يې د يَسى زوئ داؤد له ورکړو.
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29