bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Chronicles 7
1 Chronicles 7
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 8 →
1
د يساکار څلور زامن وُو: تولع، فُوه، يسوب او سِمرون.
2
د تولع شپږ زامن وُو: عُزى، رفاياه، يرىاېل، يحمى، ابسام او سموئيل. هغوئ د تولع د قبيلې اولنى مشران وُو. د داؤد بادشاه په زمانه کښې د دې ډلو د ټولو تکړه فوجيانو شمېر دوويشت زره او شپږ سوه وو.
3
د عُزى يو زوئ اِزراخياه وو. اِزراخياه او د هغۀ څلور زامن، ميکائيل، عبدياه، يوايل او يسياه ټول د ډلو مشران وُو.
4
د هغوئ دومره ډېرې ښځې او بچى وُو چې د هغوئ اولاد د دې جوګه وو چې فوجى خِدمت له يې شپږ دېرش زره سړى ورکړل.
5
د منلے شوى حِساب کِتاب په مطابق د يساکار قبيلې د ټولو کورَنو اووۀ اتيا زره داسې سړى شمېرلے شوى وُو چې کوم د فوجى خِدمت کولو قابل وُو.
6
د بنيامين درې زامن وُو: بالع، بکر او يديعيل.
7
د بالع پينځۀ زامن وُو: اصبان، عُزى، عُزىاېل، يريموت او عيرى. د هغوئ په ډله کښې د قبيلو مشران او تکړه فوجيان وُو. د هغوئ په اولاد کښې دوويشت زره او څلور دېرش سړى شامل وُو چې د فوجى کار کولو قابل وُو.
8
د بکر نهۀ زامن وُو: زميره، يوآس، اِلىعزر، اليوعينى، عُمرى، يريموت، ابياه، عنتوت او علمت.
9
د هغوئ په نسبنامه کښې شل زره او دوه سوه د قبيلو مشرانو او تکړه فوجيانو نومونه ليکلى شوى وُو.
10
د يديعيل يو زوئ بِلهان وو او د بِلهان اووۀ زامن وُو: يعوس، بنيامين، اهُود، کنعانه، زيتان، ترسيس او اخىسحر.
11
هغوئ د قبيلې مشران او تکړه فوجيان وُو. د هغوئ په اولاد کښې اوولس زره او دوه سوه داسې سړى شامل وو چې کوم د فوجى کار کولو قابل وُو.
12
د سفيم او حُفيم تعلق هم د دې قبيلې سره وو. حشيم د احير زوئ وو.
13
د نفتالى څلور زامن وُو: يحزىايل، جونى، يصر، سلوم. هغوئ د يعقوب د بلې ښځې بِلهاه اولاد وو.
14
د منسى د آرامى وينځې نه دوه زامن اسرىاېل او مکير وُو. مکير د جِلعاد پلار وو.
15
مکير يوه ښځه د حُفيم او يوه ښځه د سفيم دپاره وکړه. د هغۀ د خور نوم معکه وو. د مکير دوېم زوئ صِلافحاد وو او د هغۀ صِرف لوڼه وې.
16
د مکير د ښځې معکې دوه زامن پېدا شول، چې په هغوئ باندې يې فرس او شرس نومونه کېښودل. د فرس دوه زامن اولام او رِقم وُو،
17
او د اولام يو زوئ وو چې نوم يې بدان وو. دا ټول د جِلعاد اولاد دے چې د مکير زوئ او د منسى نمسے وو.
18
د هغۀ د خور همولکت درې زامن وُو: اِشهود، ابيعزر او محله.
19
د سميدع څلور زامن وُو: اخيان، شِکم، لِقحى او انيعام.
20
دا نسل په نسل د اِفرائيم اولاد دے: سوتلح، بيرِد، تحت، اِليعده، تحت،
21
زاباد او سوتلح. د اِفرائيم دوه نور زامن ايصر او اِليعد څوک چې په هغه وخت کښې ووژلے شول چې کله هغوئ د جات د خلقو د څاروو پټولو کوشش کولو.
22
د هغوئ پلار اِفرائيم تر ډېرو ورځو پورې په هغوئ پسې غمژن وو او د هغۀ خپلوان تسلۍ ورکولو له ورله راتلل.
23
هغه د خپلې ښځې سره بيا څملاستو او هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغۀ ورباندې بريعاه نوم کېښودو، دا د هغه مصيبت په وجه چې د هغوئ په خاندان باندې راغلے وو.
24
د اِفرائيم يوه لور وه چې نوم يې سيراه وو. هغې د بره او ښکته بيتحورون او عُزن سيراه ښارونه جوړ کړل.
25
د اِفرائيم يو بل زوئ هم وو چې نوم يې رفح وو، چې د هغۀ اولاد دا دے: رسف، تلاح، تحن،
26
لعدان، عميهود، اليسمع،
27
نون او يشوَع.
28
کومه علاقه چې هغوئ ونيوله او په کښې اوسېدل په دې کښې بيتايل او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه، د نمرخاتۀ طرف نعران او د نمرپرېواتۀ طرف ته جزر او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه شامل وُو. په دې کښې شِکم او عياه او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه هم شامل دى.
29
د منسى اولاد د بيتشان، تعنک، مِجدو او دور او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه ونيول. دا ټول هغه ځايونه دى چرته چې د يعقوب د زوئ يوسف اولاد اوسېدو.
30
دا د آشر اولاد دے. د هغۀ څلور زامن وُو: يمنه، اِسواه، اِسوى او بريعاه، او يوه يې لور سِره وه.
31
د بريعاه دوه زامن حِبر او مُلکىاېل وُو. مُلکىاېل د برزاويت ښار جوړ کړو.
32
د حِبر درې زامن وُو: يفليط، شومير او خوتام، او يوه يې لور سوع وه.
33
د يفليط درې زامن وُو: فاساک، بمهال او عسوات.
34
د سمر زامن اخى، روهجه، يُخبه او آرام وُو.
35
د هغۀ د ورور حيلم څلور زامن وُو: صوفح، اِمنع، سلس او عمل.
36
د صوفح اولاد دا وو: سوح، حرنفر، سعال، بيرى، اِمراه،
37
بصر، هُود، سما، سلسه، يتران او بيرا.
38
د يتر اولاد دا وو: يفُنه، فِسفا، ارا،
39
او د عُله اولاد دا وو: ارخ، حنىايل او رضياه.
40
دا ټول د آشر اولاد وو. هغوئ د خپلو ډلو اولنى مشران، تکړه او مشهور جنګيالى او داسې مشران وُو چې مثال يې نۀ وو. د آشر په اولاد کښې شپږويشت زره داسې سړى وُو چې د فوجى کار کولو قابل وُو.
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29