bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Chronicles 23
1 Chronicles 23
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 24 →
1
کله چې داؤد د ډېر عُمر شو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړو.
2
داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټول مشران، ټول اِمامان او ليويان راغونډ کړل.
3
هغۀ د هغه ټولو نرانو ليويانو مردمشمارى وکړه چې عُمر يې دېرش کاله يا د دې نه زيات وو. دا ټول شمېر اتۀ دېرش زره وو.
4
بادشاه د دې ليويانو نه څليريشت زره کسان مقرر کړل چې د مالِک خُدائ د کور د کار اِنتظام وکړى، شپږ زره کسان چې اِنتظام چلوى او لانجې هواروى،
5
څلور زره کسان د څوکيدارۍ دپاره او څلور زره کسان د مالِک خُدائ د حمدوثناء وئيلو دپاره. هغوئ د موسيقۍ هغه څيزونه استعمالول چې بادشاه د دې دپاره ورکړى وُو.
6
داؤد ليويان په درېو ډلو کښې د هغوئ د قبيلو په مطابق تقسيم کړل، جيرسون، قُهات او مرارى.
7
د جيرسون دوه زامن وُو، لعدان او سِمعى.
8
د لعدان درې زامن وُو، مشر يحىايل، ورپسې زيتان او يوايل،
9
چې هغوئ د هغه ډلو مشران وُو چې د لعدان اولاد وو. د سِمعى درې زامن وُو، سلوميت، حزىاېل او حاران.
10
د سِمعى څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو، يحت، زينا، يعوس او بريعاه. د يعوس او بريعاه بچى ډېر نۀ وُو، نو په دې وجه هغوئ يوه ډله شمېرلے کېدل.
12
د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل.
13
د هغۀ مشر زوئ عُمرام د هارون او موسىٰ پلار وو. هارون او د هغۀ اولاد د دې دپاره مخصوص کړے شوى وُو چې د همېشه دپاره د مقدسو څيزونو مشران وى، چې د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشبوئى سوزوى، د هغۀ خِدمت کوى او د مالِک خُدائ په نوم باندې د خلقو دپاره برکت غواړى.
14
خو د خُدائ پاک د خِدمتګار موسىٰ زامن په ليويانو کښې شامل وُو.
15
د موسىٰ دوه زامن وُو، جيرسوم او اِلىعزر.
16
د جيرسوم په زامنو کښې مشر سبواېل وو.
17
د اِلىعزر صِرف يو زوئ رحبياه وو، خو د رحبياه بچى ډېر وُو.
18
د قُهات د دوېم زوئ اِضهار، زوئ سلوميت وو چې د قبيلې مشر وو.
19
د قُهات درېم زوئ حبرون څلور زامن وُو، يرياه، امرياه، يحزىايل او يقمعام.
20
د قُهات د څلورم زوئ عُزىاېل دوه زامن ميکاه او يسياه وُو.
21
د مرارى دوه زامن محلى او موشى وُو. د محلى هم دوه زامن اِلىعزر او قيس وو،
22
خو د اِلىعزر زامن نۀ وُو، صِرف لوڼه يې وې او بېزامنو مړ شو. د هغۀ لوڼو د خپل ترۀ زامنو يعنې د قيس د زامنو سره ودونه وکړل.
23
د مرارى دوېم زوئ موشى درې زامن وُو، محلى، عدر او يريموت.
24
دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.
25
داؤد وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک خپل خلق په امن کړى دى او هغه به په خپله په يروشلم کښې د تل دپاره اوسيږى.
26
نو ليويانو ته نور ضرورت نشته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه او هغه ټول سامان يوسى چې په عبادت کښې استعماليږى.“
27
د داؤد د آخرى وصيت په بنياد کله چې ليويان د شلو کالو عُمر ته رسېدل نو د هغوئ ټولو نومونه د خِدمت دپاره ليکلے شول،
28
او هغوئ ته دا کارونه حواله شوى وُو: د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې د هارون د اولاد مدد کول، د کور د دربارونو او کوټو خيال ساتل، او چې کوم څيزونه مقدس وُو هغه هر څۀ د پليتېدو نه پاک ساتل،
29
خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ او د هغه اوړو ذمه وارى اخستل چې په نذرانو کښې استعمالېدل، د خمبيرې نه بغېر نرۍ پخې شوې روټۍ، پخې شوې نذرانې او اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، د مالِک خُدائ د کور د نذرانو تَلل او مِقدار معلومول،
30
او هر سحر او هر ماښام د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل، د هغۀ ثناء صِفت کول او د هغۀ شُکر ادا کول،
31
او هر کله چې د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر او نورو اخترونو باندې مالِک خُدائ ته نذرانې سوزولے شوې، نو هغوئ به مدد کولو. ليويانو به هر ځل د مالِک خُدائ په حضور کښې د سړو د شمېر په مطابق خِدمت کولو، هغوئ په هغه اصُولو باندې عمل کولو چې کوم ورته ښودلے شوى وُو.
32
هغوئ له د مالِک خُدائ د حضور خېمې او کور د خيال ساتلو او د هغوئ د خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو د مدد کولو ذمه وارۍ ورکړے شوې وې، چې دا ذمه وارۍ د مالِک خُدائ د کور په خِدمت کښې ادا کېدې.
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 24 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29