bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Chronicles 11
1 Chronicles 11
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 12 →
1
بيا ټول بنى اِسرائيليان په حبرون کښې داؤد له لاړل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو.
2
په تېره زمانه کښې، کله چې لا ساؤل زمونږ بادشاه وو، نو تۀ هغه څوک وې چې په جنګ کښې دې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک تا سره دا لوظ وکړو چې تۀ به د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو حکمران يې.“
3
نو د بنى اِسرائيلو ټول مشران په حبرون کښې داؤد له راغلل. هغۀ د مالِک خُدائ په مخکښې د هغوئ سره يو لوظ وکړو. هغوئ د مقررولو دپاره په هغۀ باندې تېل واچول او هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د سموئيل په ذريعه وعده کړې وه.
4
داؤد بادشاه او ټول بنى اِسرائيليان لاړل او د يروشلم په ښار يې حمله وکړه. په هغه وخت کښې يروشلم د يبوس په نوم يادېدو او د هغۀ مُلک اصلى اوسېدونکى يعنې يبوسيان تر هغه وخته پورې هلته اوسېدل.
5
يبوسيانو داؤد ته ووئيل، ”تۀ به هيڅکله ښار ته ورننه نۀ وځې.“ خو داؤد د هغوئ د صيون قلعه ونيوله او دا ځائ د داؤد په ښار مشهور شو.
6
داؤد وفرمائيل، ”کوم يو سړے چې اول په يبوسيانو حمله وکړى نو هغه به د لښکر مشر وى.“ يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ اول حمله وکړه او هغه د لښکر مشر شو.
7
داؤد په قلعه کښې د اوسېدو دپاره لاړو نو په دې وجه دا د داؤد ښار بللے شى.
8
هغۀ ښار جوړ کړو، د هغه ځائ نه يې شروع وکړه چرته چې بره ختلى پټى وُو او د ګېرچاپېره علاقې پورې يې خور کړو او يوآب باقى ښار بيا جوړ کړو.
9
داؤد نور هم تکړه کېدو، ځکه چې ربُ الافواج د هغۀ مل وو.
10
د داؤد د تکړه فوجيانو مشران دا دى. ټولو بنى اِسرائيلو په شريکه دا فېصله وکړه چې داؤد خپل بادشاه جوړ کړى لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه.
11
وړومبے د حکمون د قبيلې يسوبعام وو چې د هغه ”درېو آفسرانو“ مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درې سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او هغه ټول يې په يو جنګ کښې ووژل.
12
ورپسې د هغه درېو مشهورو کسانو نه د دودو زوئ اِلىعزر، چې د اخوحى د قبيلې وو.
13
هغه د داؤد په ملګرتيا کښې د فسدميم په جنګ کښې د فلستيانو خِلاف وجنګېدو. کله چې بنى اِسرائيلو د فلستيانو نه تښتېدل شروع کړل نو هغه د اوربشو په يو پټى کښې وو،
14
خو بيا هغه او د هغۀ سړى د پټى په مينځ کښې کلک ودرېدل او فلستيانو له يې شکست ورکړو. مالِک خُدائ هغۀ له يوه لويه فتح ورکړه.
15
يوه ورځ د مشرانو فوجيانو د دېرشو نه درې کسان يو ګټ له لاړل چرته چې داؤد د عدولام غار سره نزدې ايسار وو، چې په دې دوران کښې د فلستيانو يوې فوجى قبيلې د رفائيم په وادۍ کښې خېمې لګولې وې.
16
په هغه وخت کښې داؤد په يوه پخه مورچه کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيتلحم قبضه کړے وو.
17
د داؤد اوبو ته سخت زړۀ وشو او وې فرمائيل، ”کاش چې څوک ما له د بيتلحم دروازې سره نزدې کوهى نه لږې اوبۀ راوړى.“
18
نو هغه درېو مشهورو فوجيانو د فلستيانو په فوجى صفونو کښې لار جوړه کړه، د کوهى نه يې لږې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلے او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې
19
او وې فرمائيل، ”دا زۀ هيڅکله نۀ شم څښلے. دا به د دې سړو د وينې څښلو په شان وى چا چې خپل ژوند په خطره کښې واچولو.“ نو هغۀ د دې څښلو نه اِنکار وکړو. دا د هغه درېو تکړه فوجيانو د بهادرۍ کارنامې وې.
20
د يوآب ورور ابيشے د هغه درېو مشهورو کسانو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درې سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او هغوئ يې ووژل او د هغه درېو په شان مشهور شو.
21
هغه د هغه درېو نه زيات مشهور وو او د هغوئ مشر شو، خو هغه په هغه درېو کښې شامل نۀ وو.
22
د قبضئيل د يهويدع زوئ بناياه يو تکړه فوجى وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې، چې په دې کښې د دوو تکړه موآبيانو جنګيالو وژل هم شامل وُو. يو بل ځل چې واوره ورېدله نو هغه لاندې يوې کندې ته لاړو او يو زمرے يې ووژلو.
23
هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو لوئ سړے چې تقريباً دوه نيم ګزه لوړ وو، د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په هغې باندې يې ووژلو.
24
دا د بناياه د بهادرۍ کارنامې وې چې هغه د هغه درېو په شان مشهور وو.
25
هغه د هغه دېرشو نه زيات مشهور وو، خو په هغه درېو کښې شامل نۀ وو. داؤد هغه د خپلو ذاتى محافظانو مشر جوړ کړو.
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29