bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Chronicles 18
1 Chronicles 18
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 19 →
1
څۀ موده وروستو داؤد بادشاه يو ځل بيا په فلستيانو حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ د هغوئ د قبضې نه د جات ښار او ګېرچاپېره کلى واخستل.
2
هغۀ موآبيانو له هم شکست ورکړو، او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.
3
بيا، داؤد د ضوباه بادشاه هددعزر له شکست ورکړو او د حمات پورې لاړو، ځکه چې کله هددعزر مخ په وړاندې تلو نو د فرات سيند پورې علاقه يې قبضه کړه.
4
داؤد د هغۀ يو زر جنګى ګاډۍ، اووۀ زره په آسونو سوارۀ سړى او شل زره پياده فوجيان ونيول. هغۀ دومره آسونه پرېښودل چې د سلو جنګى ګاډو دپاره کافى وُو او باقى چې کوم پاتې وُو نو هغه ټول يې ګوډ کړل.
5
کله چې د دمشق شاميانو د هددعزر بادشاه د مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد ورباندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل.
6
بيا هغۀ د هغوئ په علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.
7
داؤد د سرو زرو هغه ډالونه قبضه کړل چې کوم د هددعزر آفسرانو وړل او دا يې يروشلم ته يوړل.
8
هغۀ د طِبخت او قون ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل، چې په دې ښارونو باندې هددعزر بادشاهى کوله. وروستو سليمان دا د زېړو ډيګۍ، ستنو او د عبادتخانې د زېړو د لوښو جوړولو دپاره استعمال کړل.
9
د حمات بادشاه توعو خبر شو چې داؤد د هددعزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.
10
نو هغۀ خپل زوئ هدورام ورولېږلو چې داؤد بادشاه ته ستړى مشى وکړى او په هددعزر باندې د فتح موندلو مبارکى ورکړى، چې د هغۀ خِلاف توعو څو ځلې جنګېدلے وو. هدورام داؤد له تُحفې راوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.
11
داؤد بادشاه دا څيزونه وقف کړل چې په عبادت کښې استعمال شى، سره د هغه سپينو او سرو زرو چې د هغه قومونو نه يې اخستى وُو چې کوم يې فتح کړى وُو لکه چې ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق.
12
ابيشى چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ د مالګې په مېدان کښې ادوميانو له شکست ورکړو او د هغوئ نه يې اتلس زره کسان ووژل.
13
هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د داؤد د بادشاهۍ لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.
14
داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او دا خبره يې يقينى کړه چې د هغۀ د خلقو سره همېشه د حق او اِنصاف سلوک کيږى.
15
د ابيشى ورور يوآب د فوج مشر وو، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو،
16
د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شَوشا د دربار منشى وو،
17
د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو، او د داؤد زامنو د هغۀ په خِدمت کښې لوئې عُهدې لرلې.
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 19 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29