bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Chronicles 24
1 Chronicles 24
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 23
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 25 →
1
دا د خِدمت هغه قبيلې دى چې د هارون اولاد په کښې تقسيم وو. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر.
2
ندب او ابيهُو د خپل پلار د مرګ نه مخکښې مړۀ شول او د هغوئ اولاد نۀ وو، نو د هغوئ وروڼه اِلىعزر او اِتمر اِمامان شول.
3
داؤد بادشاه د هارون د اولاد نه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق په ډلو کښې تقسيم کړل. په دې کار کښې د هغۀ مدد د اِلىعزر اولاد صدوق او د اِتمر اولاد اخيمُلک کولو.
4
د اِلىعزر د اولاد نه شپاړس قبيلې جوړې شوې وې، د اِتمر د اولاد نه اتۀ قبيلې جوړې وې، داسې په دې وجه شوى وُو چې د اِلىعزر په اولاد کښې د کورَنو نور مشران وُو.
5
د اِلىعزر او اِتمر دواړو په اولاد کښې د مالِک خُدائ په کور کښې د خِدمت دپاره تکړه آفسران او اِمامان وُو نو ټولې ذمه وارۍ مختلفو ډلو ته د پچې په ذريعه حواله شوې وې.
6
د اِلىعزر او د اِتمر اولاد دپاره وار په وار پچه اچولے شوه. نو د هغوئ نومونه د نتنىايل زوئ سمعياه ليکلى وُو چې دا يو ليوے منشى وو. بادشاه، د هغۀ آفسران، صدوق اِمام، د ابياتار زوئ اخيمُلک او د ليوى قبيلې او د اِمامانو د کورَنو مشران ټول د دې ګواهان وُو.
7
دا هغه ترتيب دے چې په هغې کښې د څليريشتو کورَنو ډلو ته خپلې خپلې ذمه وارۍ حواله شوې وې: يهويريب، يدعياه، حارِم، شعوريم، مُلکياه، ميامين، هقوض، ابياه، يشوَع، سکانياه، اِلياسب، يقيم، خُفاه، يسباب، بِلجاه، اِمير، حزير، حفضيض، فتحياه، يحزقيل، يکين، جمول، دلاياه او معزياه.
8
د دې سړو نومونه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق ليکلے شوى وُو چې کله هم هغوئ د مالِک خُدائ کور ته د خپلو هغه ذمه وارو دپاره تلل کوم چې د هغوئ پلار نيکۀ هارون د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د حُکمونو د منلو دپاره مقررې کړې وې.
9
دا د ليوى د اولاد کورَنو نور مشران دى: يهدياه چې د سبواېل په ذريعه د عُمرام اولاد وو،
10
يسياه د رحبياه اولاد،
11
يحت، د سلوميت نه د اِضهار اولاد،
12
د عُمر په ترتيب باندې د حبرون زامن دا وُو، يرياه، امرياه، يحزىايل، يقمعام،
13
سمير، د ميکاه نه د عُزىاېل اولاد،
14
زکرياه، د ميکاه ورور يسياه نه د عُزىاېل اولاد،
15
د مرارى اولاد، محلى، موشى او يعزياه.
16
د يعزياه درې زامن وُو، سوهم، زکور او عبرى.
17
د محلى دوه زامن اِلىعزر او قيس وُو. د اِلىعزر زامن نۀ وُو، خو د قيس يو زوئ يرحمئيل وو.
19
د موشى درې زامن وُو، محلى، عدر او يريموت. دا د ليويانو خاندان دى.
20
د هر خاندان مشرانو او کشرانو وروڼو يو شان د هغوئ د ذمه وارو دپاره پچه اچوله، هم هغه شان لکه څنګه چې د هغوئ خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو وُو. داؤد بادشاه، صدوق، اخيمُلک او د اِمامانو او د ليويانو د کورَنو مشران او د دې ګواهان وُو.
← Chapter 23
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 25 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29