bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Kings 12
2 Kings 12
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 13 →
1
د اِسرائيل د بادشاه ياهُو د بادشاهۍ په اوؤم کال، يوآس د يهوداه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ضِبياه د بيرسبع وه.
2
هغۀ ټول عُمر هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، ځکه چې يهويدع اِمام هغۀ له دا مشوره ورکوله.
3
خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو بيا بيا هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى سوزولې.
4
يوآس اِمامان راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې هغه پېسې بچت کوئ چې د مالِک خُدائ په کور کښې د مقدسو نذرانو، د هرې ورځې قربانۍ او د رضاکارانه نذرانو دپاره ورکولے شى.
5
هر يو اِمام به پېسې اخلى او د ضرورت په مطابق به يې د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالوى.
6
خو د يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال پورې هم اِمامانو د مالِک خُدائ په کور کښې څۀ مرمت نۀ وو کړے.
7
نو هغۀ يهويدع او نور اِمامان راوغوښتل او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو د مالِک خُدائ کور ولې نۀ دے مرمت کړے؟ تاسو به نورې پېسې نۀ اخلئ. د نن نه پس به دا صرف د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالولے شى.“
8
اِمامان دې ته راضى شول چې هغوئ به د خلقو نه نورې پېسې نۀ راغونډوى خو د مالِک خُدائ کور مرمت کولو ته يې هم غاړه ونۀ نيوله.
9
بيا يهويدع يو صندوق واخستلو، د دې په سر کښې يې سورے وکړو او صندوق يې د قربانګاه ښى طرف ته کېښودو، چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتو ځائ سره وو. خلقو چې کومه چنده ورکوله نو د ننوتو په ځائ کښې مقرر شوى اِمام به هغه ټوله په صندوق کښې اچوله.
10
چې کله به هم په صندوق کښې ډېرې پېسې جمع شوې، نو شاهى منشى او مشر اِمام به راتلل، هغه پېسې به يې وشمېرلې چې د مالِک خُدائ کور ته به راوړلے شوې وې او په کڅوړو کښې به يې واچولې.
11
بيا به هغوئ دا پېسې هغه سړو له ورکولې چې د مالِک خُدائ په کور کښې د کار ذمه وار وُو او هغوئ به ترې نه ترکاڼانو، مِعمارانو،
12
ګِلکارانو او د کاڼو جوړوونکو له ورکولې، هغه لرګى او کاڼى به يې پرې اخستل چې په مرمت کښې استعمالېدل او نور ټول ضرورى څيزونه به يې پرې اخستل.
13
د سپينو زرو پيالو، جامونو، بيګلو، د ډيوو سرپوښونه، يا د سرو زرو يا سپينو زرو نورو سامانونو دپاره څۀ پېسې هم نۀ وې استعمال شوې.
14
دا پېسې مزدورانو له ورکولے شوې او د مرمت سامان ورباندې اخستلے شو.
15
ذمه وارو سړو په صداقت سره کار کولو، نو د پېسو د حِساب کِتاب ضرورت نۀ پېښېدو.
16
خو د ګناه د تاوان د نذرانو او د ګناه د نذرانو دپاره ورکړے شوې پېسې د مالِک خُدائ په کور کښې نۀ استعمالېدې، دا د اِمامانو وې.
17
په هغه وخت د شام بادشاه حِزائيل د جات په ښار باندې حمله وکړه او هغه يې فتح کړو، بيا هغۀ په يروشلم باندې د حملې کولو فېصله وکړه.
18
د يهوداه بادشاه يوآس هغه ټولې نذرانې واخستلې چې د هغۀ پلار نيکۀ يهوسفط، يهورام او اخزياه مالِک خُدائ ته وقف کړې وې او د دې سره يې خپلې نذرانې او د مالِک خُدائ کور او د محل د خزانو ټول سرۀ زر يې هم ورسره يو ځائ کړل او دا هر څۀ يې حِزائيل بادشاه له په تُحفه کښې ولېږل، نو خزائيل بادشاه بيا خپل فوج د يروشلم نه واپس بوتلو.
19
يوآس بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
20
د يوآس بادشاه آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په هغوئ کښې دوو کسانو يعنې د سماعت زوئ يوسکار او د شومير زوئ يهوزبد هغه په هغه کور کښې ووژلو چې په هغه لار باندې جوړ وو چې د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته لاندې سِلا ته ځى. يوآس د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25