bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Kings 25
2 Kings 25
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 24
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
1
نو د صدقياه د بادشاهۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د بابل بادشاه نبوکدنضر د خپل ټول لښکر سره د يروشلم خِلاف روان شو. هغۀ د ښار نه بهر خېمې ولګولې او د ښار نه ګېرچاپېره يې د محاصرې دېوالونه تاو کړل.
2
او د صدقياه د بادشاهۍ تر يوولسم کال پورې يې دا محاصره کړے وو.
3
هم د هغه کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ، کله چې قحط دومره سخت وو چې د خلقو سره د خوراک هيڅ هم پاتې نۀ وُو،
4
نو په يو ځائ کښې د ښار دېوال وغورزولے شو او ټول فوجيان وتښتېدل. اګر چې ښار بابليانو محاصره کړے وو خو هغوئ د شپې د دوو دېوالونو په مينځ کښې په دروازه باندې ووتل، چې دا د شاهى باغ نه شاته وه او هغوئ د اُردن وادۍ طرف ته روان شول.
5
خو د بابليانو لښکر په صدقياه بادشاه پسې وو، يريحو ته نزدې په مېدانونو کښې يې ونيولو او خپل ټول فوجيان ترې نه لاړل او هغه يې يواځې پرېښودو.
6
صدقياه نبوکدنضر بادشاه له بوتلے شو، چې هغه د رِبله په ښار کښې وو او هلته نبوکدنضر په هغۀ باندې سزا وخېژوله.
7
نو د صدقياه په مخکښې د هغۀ دوه زامن ووژلے شول، نبوکدنضر د صدقياه نه سترګې وويستلې، هغه يې د زېړو په هتکړو کښې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.
8
د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهۍ د نولسم کال د پينځمې مياشتې په اوومه ورځ، د بادشاه مشير او د هغۀ د لښکر مشر نبوزردان يروشلم ته وردننه شو.
9
هغۀ د مالِک خُدائ کور، شاهى محل او د يروشلم ټول کورونه وسوزول، هغۀ د ښار هر يو لوئ عمارت وسوزولو.
10
او د هغۀ فوجيانو د ښار دېوالونه راوغورزول.
11
د شاهى محافظانو مشر نبوزردان، هغه خلق وويستل کوم چې په ښار کښې پاتې وُو، په دې کښې ماهِر کاريګران او هغه خلق شامل وُو چا چې د بابل بادشاه خِلاف بغاوت کړے وو.
12
خو هغۀ په يهوداه کښې سخت مسکينان خلق پرېښودل، چې د انګور په باغونو او پټو کښې کَرل رېبل کوى.
13
بابليانو د زېړو ستنې او هغه ګاډۍ ټوټې ټوټې کړې چې کومې د مالِک خُدائ په کور کښې وې، د زېړو هغه لويه ډيګۍ يې سره د ټولو زېړو بابل ته يوړله.
14
هغوئ بېلچې او د قربانګاه د پاکولو د ايرو لوښى هم يوړل، د ډيوو د خيال ساتلو سامان، د قربانۍ د وينې جامونه، د خوشبويۍ سوزولو لوښى او د زېړو نور ټول سامان چې د مالِک خُدائ د کور په کار کښې استعمالېدو.
15
هغوئ هغه هر څۀ يوړل چې د سرو زرو يا سپينو زرو نه جوړ وُو، د هغه وړو جامونو او لوښو سره چې د بلو سکارو وړلو دپاره استعمالېدل.
16
سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره چې کوم سامان يې د زېړو نه جوړ کړے وو، يعنې، دوه ستنې، ګاډۍ او لويه ډيګۍ، خو د دې ټولو دومره وزن وو چې تللے نۀ شو.
17
دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته وه چې د بره د زېړو سر يې تقريباً دوه ګزه اوچت وو. د هر يو سر نه ګېرچاپېره يې د زېړو جال وو چې د زېړو نه جوړو شوو انارو باندې ښائسته کړے شوے وو.
18
د دې نه علاوه، فوجى آفسر، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې اهم خادمان قېديان بوتلل.
19
د ښار نه يې هغه آفسر بوتلو چې د فوجيانو مشر وو، پينځۀ د بادشاه ذاتى مشيران چې لا په ښار کښې وُو، د فوجى مشر مدد کوونکے، چې هغه د فوجى حِساب کِتاب مشر وو او شپېتۀ نور اهم سړى يې بوتلل.
20
نبوزردان هغوئ د بابل بادشاه له بوتلل، چې هغه د رِبله په ښار کښې وو
21
چې دا د حمات په علاقه کښې دے. هلته بادشاه هغوئ ووهل او مړۀ يې کړل. نو داسې د يهوداه خلق پردى مُلک ته بوتلے شول.
22
د بابل نبوکدنضر د سافن نمسے او د اخيقام زوئ جدلياه، د يهوداه حکمران جوړ کړو. او هغه يې په هغه ټولو باندې مشر مقرر کړو کوم چې بابل ته نۀ وُو بوتلے شوى.
23
کله چې د يهوداه آفسران او فوجيان د دې نه خبر شول کوم چې تسليم شوى نۀ وُو، نو هغوئ په مصفاه کښې د جدلياه سره مِلاو شول. هغه آفسران دا وُو، د نتنياه زوئ اِسمٰعيل، د قريح زوئ يوحانان، د تنحومت زوئ شراياه چې د نطوفاتى د ښار وو او د معکه يازنياه.
24
جدلياه هغوئ ته ووئيل، ”زۀ تاسو ته دا خبره کوم چې د بابل د آفسرانو نه مۀ يرېږئ. په دې مُلک کښې اوسېږئ، د بابل د بادشاه خِدمت کوئ، نو ستاسو هر کار به سم وى.“
25
خو د هغه کال په اوومه مياشت، د شاهى خاندان اليسمع نمسے او د نتنياه زوئ اِسمٰعيل د لسو کسانو سره مصفاه ته لاړو، په جدلياه يې حمله وکړه او وې وژلو. د هغۀ سره چې کوم يهوديان او بابليان وُو هغه يې هم ووژل.
26
بيا ټول اِسرائيليان، مالداره او غريبانان، سره د فوج د آفسرانو روان شول او مِصر ته لاړل، ځکه چې هغوئ د بابليانو نه يرېدل.
27
په کوم کال چې اويلمرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين باندې رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه آزاد کړو. دا د يهوياکين د قېدى بوتلے کېدو په اووۀ دېرشم کال د دولسمې مياشتې په اوويشتمه ورځ باندې وشول.
28
اويلمرودک د هغۀ سره ښۀ سلوک وکړو او د هغه نورو بادشاهانو نه يې هم د لوئ عزت ځائ ورکړو کوم چې د هغۀ سره په بابل کښې جلاوطن وُو.
29
نو يهوياکين د قېدخانې جامې بدلې کړې او باقى ټول عُمر يې د بادشاه په دسترخوان روټۍ خوړله.
30
چې ترڅو هغه ژوندے وو، نو هره ورځ هغۀ ته باقاعده خرچه مِلاوېده.
← Chapter 24
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25