bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Kings 22
2 Kings 22
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 23 →
1
يوسياه د اتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې يو دېرش کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور جديده وه، چې د بُصقت ښار د عداياه لور وه.
2
يوسياه هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد په مِثالونو عمل کولو او د دې نه يو خوا بل خوا نۀ اوړېدو.
3
د خپلې بادشاهۍ په اتلسم کال، يوسياه بادشاه د دربار منشى سافن چې د اصلياه زوئ او مسلام نمسے وو، د دې حُکم سره د مالِک خُدائ کور ته ولېږلو،
4
”مشر اِمام خِلقياه له لاړ شه او د هغه پېسو پته ولګوه چې د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو په دروازه کښې خادمانو د خلقو نه راغونډې کړې دى.
5
او هغۀ ته ووايه چې پېسې هغه سړو له ورکړى کوم چې د مالِک خُدائ د کور د مرمت مشران دى. هغوئ به ترکاڼانو، ټېکدارانو او ګِلکارانو له مزدورى ورکوى او چې په مرمت کښې څۀ لرګى او کاڼى استعماليږى نو هغه دې اخلى.
7
خو چې هغوئ له کومې پېسې ورکړے شوې وى نو د هغې حِساب کِتاب ورسره مۀ کوئ، ځکه چې هغوئ د ايماندارۍ سره لېن دېن کوى.“
8
سافن منشى خِلقياه ته د بادشاه حُکم ورسولو او خِلقياه هغۀ ته ووئيل چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د تورات کِتاب موندلے دے. خِلقياه کِتاب ورکړو او سافن ولوستلو.
9
بيا هغه واپس بادشاه له لاړو او د دې نه يې خبر کړو، ”د مالِک خُدائ په کور کښې چې کومې پېسې جمع شوې وې هغه ستا خِدمت کوونکو اخستې دى او هغه سړو له يې ورکړې دى چې د مرمت مشران دى.“
10
او هغۀ ووئيل، ”ما سره دلته يو کِتاب دے چې خِلقياه راکړے دے.“ او بادشاه ته يې دا ولوستلو.
11
کله چې بادشاه د شريعت د کِتاب خبرې واورېدې، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې،
12
او خِلقياه اِمام، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عکبور، د دربار منشى سافن او د بادشاه نوکر عساياه له يې دا حُکم ورکړو،
13
”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره، زما او د يهوداه د ټولو خلقو دپاره د دې کِتاب د تعليماتو خبره وکړئ. مالِک خُدائ مونږ ته سخت غصه دے ځکه چې دا کِتاب کومې خبرې کوى نو زمونږ پلار نيکۀ په دې باندې عمل نۀ دے کړے.“
14
نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه،
15
او هغې هغوئ ته ووئيل چې واپس بادشاه له لاړ شئ
16
او د مالِک خُدائ دا پېغام هغۀ له ورکړئ، ”زۀ به يروشلم او د دې ټولو خلقو له سزا ورکړم لکه څنګه چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى چې بادشاه ولوستلو.
17
هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو خُدايانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او چې هغوئ څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راپاڅېدلې ده او دا به نۀ سړيږى.
18
او په خپله بادشاه ته، زۀ مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک داسې وايم، چې په کِتاب کښې څۀ ليکلى دى تا هغې ته غوږ ونيولو،
19
او کله چې تا واورېدل چې ما يروشلم او د دې خلقو له د سزا ورکولو خبره کړې ده، نو توبه دې وويستله او عاجزى دې ښکاره کړه، جامې دې وشلولې او ودې ژړل. دا ښار به شاړ او ويجاړ کړم چې خلق به ورباندې لعنت وائى. خو ما ستا سوال اورېدلے دے،
20
خو چې زۀ کومه سزا يروشلم له ورکوم هغه به ستا په ژوند کښې نۀ راځى. تۀ به په خېر سره مړ شې.“ نو هغه سړى د دې پېغام سره يوسياه بادشاه له راواپس شول.
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 23 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25