bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Kings 24
2 Kings 24
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 23
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 25 →
1
کله چې يهويقيم بادشاه وو، نو د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه او درې کاله يې په يهويقيم باندې زور راوړلو چې د هغۀ حکومت ته تسليم شى، بيا يهويقيم بغاوت وکړو.
2
نو مالِک خُدائ د يهويقيم خِلاف د يهوداه د تباه کولو دپاره، د بابل، اسور، موآب او عمون لښکرې ولېږلې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه فرمائيلى وُو چې هغه به داسې کوى.
3
د مالِک خُدائ په حُکم باندې داسې ځکه وشول چې د يهوداه خلق د خپل حضور نه لرې کړى، دا د هغه ټولو ګناهونه په وجه چې منسى بادشاه کړى وُو.
4
د هغه بېګناه خلقو د وينې په وجه چې هغۀ توئ کړې وه، نو مالِک خُدائ ځکه منسى نۀ شو معاف کولے.
5
نور هر څۀ چې يهويقيم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
6
يهويقيم مړ شو او د هغۀ زوئ يهوياکين د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
7
د مِصر بادشاه او د هغۀ لښکر بيا هيڅکله هم د مِصر نه لا نۀ ړل، ځکه چې اوس د بابل بادشاه د مِصر ټوله علاقه قبضه کړې وه، دا د فرات سيند نه واخله د مِصر شمالى سرحد پورې وه.
8
يهوياکين د اتلسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې درې مياشتې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور نحشتا وه چې د يروشلم د الناتن لور وه.
9
يهوياکين د مالِک خُدائ په نظر کښې بد عمل کولو هم هغه شان لکه څنګه عمل چې د هغۀ پلار کړے وو.
10
د هغۀ په دور کښې د بابل فوج د يروشلم خِلاف روان شو چې مشرى يې د نبوکدنضر بادشاه آفسرانو کوله او يروشلم يې محاصره کړو.
11
د محاصرې په دوران کښې نبوکدنضر په خپله يروشلم ته راغلو،
12
او يهوياکين بادشاه، سره د خپلې مور، زامنو، آفسرانو او سره د محل د آفسرانو بابليانو ته تسليم شو. د نبوکدنضر د بادشاهۍ په اتم کال هغۀ يهوياکين قېدى کړو
13
او د محل او د مالِک خُدائ د کور ټولې خزانې يې بابل ته يوړې. لکه څنګه چې مالِک خُدائ پېشګوئې کړې وه، نبوکدنضر د سرو زرو هغه ټول سامان مات کړو کوم چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړ کړے وو.
14
نبوکدنضر د يروشلم خلق، ټول شهزادګان او ټول مشران سړى قېديان بوتلل چې دا ټول په شمېر کښې لس زره وُو. هغۀ سره د لوهارانو، ټول ماهِر کاريګران وويستل او په يهوداه کښې يې صِرف مسکينان خلق پرېښودل.
15
نبوکدنضر، يهوياکين د يهوياکين مور، د هغۀ ښځې، د هغۀ آفسران او د يهوداه د مشران بابل ته قېديان بوتلل.
16
د بابل بادشاه نبوکدنضر ټول فوجيان هم وويستل چې په شمېر کښې اووۀ زره وُو، چې په جنګ کښې ښۀ تکړه وُو او ورسره يو زر ماهِر کاريګران او لوهاران هم وُو.
17
نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ متنياه د هغۀ په ځائ د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د متنياه نوم يې صدقياه ته بدل کړو.
18
صدقياه د يويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور حموطل وه، چې د لِبناه د ښار د يرمياه لور وه.
19
صدقياه بادشاه د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه بلکل هم هغسې لکه چې يهويقيم بادشاه کړې وه.
20
نو مالِک خُدائ د يروشلم او د يهوداه خلقو ته دومره غصه شو چې په آخر کښې يې هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل. صدقياه د بابل بادشاه خِلاف بغاوت وکړو.
← Chapter 23
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 25 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25