bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Kings 14
2 Kings 14
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 15 →
1
د اِسرائيل بادشاه د يهوآخز زوئ يهوآس د بادشاهۍ په دوېم کال، د يوآس زوئ امصياه د يهوداه بادشاه شو
2
چې عُمر يې پينځويشت کاله وو او هغۀ په يروشلم کښې نهۀويشت کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يهوعدان د يروشلم وه.
3
هغۀ هم هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، خو د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان نۀ وو، او هغه کارونه يې کول چې څۀ د هغۀ پلار يوآس کړى وُو.
4
هغۀ علاقائى عبادتخانې راونۀ غورزولې او خلقو هلته بيا هم قربانۍ او سوزېدونکې خوشبوئى سوزوله.
5
څنګه چې امصياه ته د بادشاهۍ ټول اختيار مِلاو شو، نو هغۀ هغه آفسران قتل کړل چې د هغۀ پلار يعنې بادشاه يې وژلے وو.
6
خو هغۀ د هغوئ بچى ونۀ وژل او په هغه څۀ يې عمل وکړو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په شريعت کښې فرمائيلى وُو، ”مور او پلار دې د بچو د جرمونو په وجه نۀ شى وژلے او د مور پلار د جرمونو په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، يو کس دې صِرف د خپل جرم په وجه ووژلے شى.“
7
امصياه لس زره ادومى فوجيان د مالګې په مېدان کښې ووژل، هغۀ په يو جنګ کښې د سلع ښار قبضه کړو او په دې باندې يې يقتىاېل نوم کېښودو چې تر اوسه پورې يې هم دا نوم دے.
8
بيا امصياه د اِسرائيل بادشاه يهوآس له پېغام وړُونکى ولېږل او ورته يې ووئيل چې جنګ ته راوړاندې شه.
9
خو يهوآس واپس دا جواب ورولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو چې، زما زوئ له ستا لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې.
10
نو امصياه، تا ادوميانو له شکست ورکړے دے او مغروره شوے يې. خو په خپل شُهرت باندې ګزاره کوه او په کور کښې کښېنه. داسې بلا ولې راخبروې چې په تا او ستا په خلقو باندې تباهى راولى؟“
11
خو امصياه ورته غوږ نۀ نيولو، نو يهوآس بادشاه د خپلو سړو سره روان شو او په يهوداه کښې يې د بيتشمس سره د هغۀ خِلاف جنګ وکړو.
12
د امصياه لښکر شکست وخوړو او د هغۀ ټول فوجيان خپلو کورونو ته وتښتېدل.
13
يهوآس امصياه ونيولو، يروشلم ته وړاندې لاړو او د اِفرائيم د دروازې نه واخله د ګوټ دروازې پورې دېوال يې راغورزولو چې تقريباً دوه سوه ګزه فاصله وه.
14
هغۀ سپين زر، سرۀ زر او د مالِک خُدائ د کور ټول سامان او د محل ټولې خزانې يې واخستلې او واپس يې سامريه ته يوړې. هغۀ د ځان سره قېديان هم بوتلل.
15
نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو سره د يهوداه بادشاه د امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
16
يهوآس مړ شو او په سامريه کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يربعام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
17
د يهوداه بادشاه امصياه د اِسرائيل بادشاه يهوآس د مرګ نه پس پينځلس کاله ژوندے وو.
18
امصياه چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
19
په يروشلم کښې د امصياه د وژلو منصوبه جوړه شوه، نو هغه د لکيس ښار ته وتښتېدو، خو دشمنان ورپسې وُو او هغه يې هلته ووژلو.
20
د هغۀ لاش واپس يروشلم ته په يو آس باندې راوړلے شو او د خپل پلار نيکۀ سره د داؤد په ښار کښې ښخ کړے شو.
21
بيا د يهوداه خلقو د هغۀ د شپاړسو کالو زوئ عُزياه ته د بادشاهۍ تاج ورپه سر کړو.
22
عُزياه د خپل پلار د مرګ نه پس ايلات بيا فتح کړو او دوباره يې جوړ کړو.
23
د يهوداه بادشاه د يوآس زوئ امصياه د بادشاهۍ په پينځلسم کال د يهوآس زوئ يربعام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې يو څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.
24
هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د خپل پلار نيکۀ د نباط زوئ يربعام په بدو لارو باندې روان وو چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو.
25
هغۀ هغه ټوله علاقه فتح کړه کومه چې مخکښې د اِسرائيل وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مړ درياب پورې وه. مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى د امتى زوئ يُونس په ذريعه د هغې وعده کړې وه، څوک چې د جاتحِفر وو.
26
مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سخت تکليف وليدو، او داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د هغوئ مدد يې کړے وے.
27
خو د مالِک خُدائ مقصد دا نۀ وو چې د اِسرائيلو نوم او نشان ختم کړى، نو هغوئ يې د دوېم يربعام په ذريعه بچ کړل.
28
نور هر څۀ چې دوېم يربعام کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ جنګونه او چې هغۀ دمشق او حمات څنګه اِسرائيل له واپس ورکړے وو، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
29
يربعام مړ شو او په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ زکرياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 15 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25