bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Kings 16
2 Kings 16
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 17 →
1
د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په اوولسم کال، د يوتام زوئ احاز د يهوداه بادشاه شو
2
چې عُمر يې شل کاله وو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. هغۀ هغه کار نۀ کولو چې د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک په نظر کښې ښۀ وو، اګر چې د هغۀ پلار نيکۀ داؤد ښۀ کارونه کړى وُو
3
خو د اِسرائيل بادشاهانو په مِثالونو يې دومره عمل کولو، چې خپل زوئ يې هم په اور کښې قربانى کړو، او د هغه خلقو پليت رِواج يې خپل کړے وو کوم چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه ويستلى وُو کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.
4
په غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې، او په علاقائى عبادتخانو احاز قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې.
5
د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه فقح په يروشلم باندې حمله وکړه او دا يې محاصره کړو، خو احاز له يې شکست نۀ شو ورکولے.
6
هم په هغه وخت، د ادوم بادشاه د ايلات ښار بيا ونيولو او د يهوداه اوسېدونکى يې د هغې ځائ نه وشړل. ادوميان په ايلات کښې دېره شول او تر اوسه پورې هلته اوسيږى.
7
احاز د اسور بادشاه تغلت فلاسر له د دې پېغام سره سړى ولېږل، ”زۀ ستاسو وقف شوے خِدمت کوونکے يم. راشه او ما د شام او اِسرائيل د بادشاهانو د حملې نه بچ کړه.“
8
احاز د مالِک خُدائ د کور او د محل د خزانې نه سرۀ زر او سپين زر هم واخستل او بادشاه له يې د محصُول په توګه ولېږل.
9
د احاز د غوښتنې په جواب کښې تغلت فلاسر د دمشق خِلاف د خپل لښکر سره روان شو، دا يې قبضه کړو او رضين بادشاه يې ووژلو او خلق يې قير ته قېديان بوتلل.
10
کله چې احاز بادشاه د تغلت فلاسر سره د مِلاوېدو دپاره دمشق ته لاړو، نو هلته يې قربانګاه وليده او اورِياه اِمام له يې هم د دې په شان نمونه او ټول تفصيل ورولېږلو.
11
نو اورِياه هم د دې په شان يوه قربانګاه جوړه کړه او د احاز د واپسۍ نه مخکښې يې دا تياره کړه.
12
د دمشق نه په واپسۍ باندې، احاز وليدل چې قربانګاه جوړه وه نو قربانى ورباندې پېش کړه.
13
هغۀ په دې باندې د ځناورو سوزېدونکې قربانۍ او د غلې نذرانې پېش کړې او په دې باندې يې د ميو نذرانه توئ کړه او د وينې د سلامتۍ نذرانه يې ورباندې واچوله.
14
مالِک خُدائ ته وقف شوې د زېړو قربانګاه د نوې قربانګاه او د مالِک خُدائ د کور په مينځ کښې وه، نو احاز دا د خپلې نوې قربانګاه شمالى طرف ته يوړه.
15
بيا هغۀ اورِياه ته حُکم وکړو، ”دا لويه قربانګاه د سحر سوزېدونکې نذرانې او د ماښام د غلې نذرانې دپاره استعمالوه او د بادشاه او د خلقو د سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د خلقو د څښلو نذرانې دپاره يې استعمالوه. په دې باندې د هغه ټولو ځناورو وينه تويوه چې کوم قربانى شوى وى. خو د زېړو قربانګاه زما دپاره وساته چې د فال دپاره يې استعمالوم.“
16
نو اورِياه هم هغه شان وکړل چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو.
17
احاز بادشاه د زېړو هغه تختې او هغه ښانکونه لرې کړل، هغۀ د زېړو د دولسو غوَيو د شا نه د زېړو ډيګۍ هم واخستله او دا يې د کاڼى په بنياد کېښودله.
18
د اسور بادشاه د خوشحالولو دپاره، احاز د مالِک خُدائ د کور نه د سبت د ورځې د شاهى تخت نه پاس دالان هم لرې کړو او د مالِک خُدائ د کور د بادشاه د ننوتلو ذاتى دروازه يې بنده کړه.
19
نور هر څۀ چې احاز بادشاه کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
20
احاز مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 17 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25