bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Deuteronomy 18
Deuteronomy 18
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 19 →
1
د ليوى قبيلې هيچا ته به هم په زمکه کښې حِصه نۀ ملاويږى، نۀ اِمامانو ته او نۀ يې نورو خلقو ته، د دې په ځائ هغوئ به په هغه نذرانو او قربانو ژوند تېروى کومې چې مالِک خُدائ ته ورکولے شى.
2
د هغوئ به خپل هيڅ ميراث نۀ وى، لکه چې نورې قبيلې يې لرى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې ده چې مالِک خُدائ به په خپله د هغوئ ميراث وى.
3
کله هم چې يو څاروے يا ګډ قربانى کيږى، اِمام له به د دې اوږه، ژامه او دنننى اندامونه ورکولے شى.
4
هغوئ به د دې څيزونو نه وړومبۍ برخه اخلى يعنې د غلې، ميو، د زيتُونو تېلو او ستاسو د ګډو د وړو نه.
5
مالِک خُدائ ستاسو د ټولو قبيلو نه د ليوى قبيله خوښه کړه چې د اِمامانو په توګه همېشه د هغۀ خِدمت وکړى.
6
هر يو ليوے چې وغواړى نو هغه د بنى اِسرائيلو د هر يو ښار نه د عبادت هغه يو ځائ ته راتلے شى
7
او هلته د يو اِمام په توګه د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِدمت کولے شى، لکه د نورو ليويانو په شان کوم چې هلته خِدمت کوى.
8
د نورو اِمامانو په شان به هغۀ ته هم هغه هومره خوراک ملاويږى او د هغۀ خاندان چې څۀ هم ورلېږى نو هغه د ځان دپاره کېښودے شى.
9
کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو چې هلته کوم قومونه دى د هغوئ په غلطو رِواجونو پسې مۀ ځئ.
10
ستاسو په مينځ کښې دې داسې کس نۀ وى چې خپل بچى په اور کښې قربانى کوى، او خپل خلق مۀ پرېږدئ چې د غېبو په خبرو عمل وکړى، يا فال وګورى يا په منتر پسې وګرځى
11
يا تعويذ استعمال کړى، د ښاپېرو په ذريعه کار وکړى او هغوئ مۀ پرېږدئ چې د مړو روحونو سره مشورې وکړى.
12
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې دا حرام کارونه کوى، نو ځکه مالِک خُدائ به هغه قومونه وشړى چې تاسو مخ په وړاندې ځئ.
13
د مالِک خُدائ سره پوره وفادار اوسئ.“
14
بيا موسىٰ وفرمائيل، ”په هغه مُلک کښې، کوم چې زر تاسو قبضه کړئ، خلق د غېبو خبرې کوونکو او فالونو کتونکو په نصيحت عمل کوى، خو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اجازت نۀ درکوى چې تاسو داسې وکړئ.
15
خو هغه به تاسو له زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ.
16
په کومه ورځ چې تاسو د سينا غرۀ سره راغونډ وئ، تاسو زارى وکړه چې مونږ نۀ غواړُو چې د مالِک خُدائ خبرې بيا واورو يا د جلال شُغلې وګورو، ځکه چې تاسو يرېدلئ چې مړۀ به شئ.
17
نو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ صحيح سوال کړے دے.
18
زۀ به هغوئ له د هغوئ د خپلو خلقو نه ستا په شان يو پېغمبر ورولېږم، زۀ به هغۀ ته وښايم چې هغه به څۀ وائى او زۀ چې کوم حُکم ورکوم نو هم هغه شان به يې خلقو ته ورسوى.
19
هغه به زما په نوم خبرې کوى او هر څوک چې د هغۀ د منلو نه اِنکار وکړى نو سزا به ورکړم.
20
خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى.
21
مونږ څنګه دا وئيلے شُو چې د يو پېغمبر پېغام د مالِک خُدائ نه نۀ دے؟
22
کۀ يو پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم خبرې وکړى او چې کومه خبره يې کړې وى او رښتيا نۀ شى، نو بيا دا د مالِک خُدائ پېغام نۀ دے. هغه پېغمبر په خپل اختيار خبرې کړې دى او تاسو له په کار دى چې د هغۀ نه ونۀ يرېږئ.
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 19 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34