bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Deuteronomy 22
Deuteronomy 22
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 23 →
1
کۀ تاسو وګورئ چې ستاسو د اِسرائيلى ورور غوا يا ګډې لار غلطه کړې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، او خپل مالِک له يې واپس ورولئ.
2
خو کۀ د دې مالِک لرې اوسيږى يا کۀ تاسو ته پته نۀ وى چې دا د چا ده، نو د ځان سره يې خپل کور ته بوځئ. کله يې چې مالِک لټولو له راشى، نو هغۀ له يې ورکړئ.
3
کله چې تاسو خر، د کپړې ټُکړه، يا بل څۀ ومومئ چې ستاسو د اِسرائيلى ورور نه ورک شوې وى نو تاسو هم دغه شان کوئ. د چا سره مدد کولو نه لاس مۀ نيسئ.
4
کۀ ستاسو د اِسرائيلى ورور خر يا غوا په لاره کښې غورزېدلې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، د هغه ځناور په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ.
5
ښځې دې د سړو جامې نۀ اچوى او سړى دې د ښځو جامې نۀ اغوندى، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې داسې کارونه کوى.
6
کۀ چرې تاسو په يوه ونه کښې يا په زمکه باندې د مارغانو جاله ووينئ چې مرغۍ په هګو باندې يا د خپلو بچو سره ناسته وى، نو تاسو به دا مرغۍ نۀ رانيسئ.
7
تاسو د مرغو هغه واړۀ بچى رانيولے شئ، خو مرغۍ به يې پرېږدئ چې لاړه شى، نو تاسو به يو اوږد او خوشحاله ژوند تېر کړئ.
8
کله چې تاسو يو نوے کور جوړ کړئ، نو ګورئ چې د چت د غاړې نه ګېرچاپېره يو پړدهوال ورله جوړ کړئ. کۀ څوک ترې نه راوغورزيږى او مړ شى نو ذمه وارى به يې ستاسو په غاړه نۀ وى.
9
کۀ په يو پټى کښې انګور وکَرئ نو بل څۀ فصل ورسره مۀ کَرئ ګنې دواړه به نۀ شئ خوړلے.
10
غوَيے او خر تاسو په يو جغ کښې د يوې کولو دپاره مۀ اچوئ.
11
داسې جامې مۀ اغوندئ چې په يو ځائ د تاو شوې وړۍ او د کتان نه جوړې وى.
12
د خپلو جامو په څلورو ګوټونو پورې د مزو زونډى وګنډئ.
13
کۀ يو سړے يوه ښځه وادۀ کړى او ورسره څملى او وروستو يې هغه خوښه نۀ شى،
14
او د هغې خِلاف داسې دروغ ووائى چې ما وادۀ کړه خو چې کله ورسره څملاستم نو ما ته پته ولګېده چې هغه زما نه مخکښې د بل سړى سره ملاسته وه.
15
کۀ داسې وشى، نو د جينۍ مور او پلار دې د ښار مشرانو له د جرګې په وخت دا ثبوت راوړى چې هغه جينۍ هيڅکله هم د يو سړى سره نۀ وه ملاسته.
16
د هغې پلار به مشرانو ته ووائى، ”ما خپله لور دې سړى له ورکړه چې وادۀ يې کړى، خو اوس د هغۀ خوښه نۀ ده.
17
هغه د دې خِلاف دا دروغ وائى چې کله ما ورسره وادۀ وکړو نو هغه د مخکښې نه د بل سړى سره ملاسته وه خو ثبوت دا دے چې زما لور صفا وه، د وادۀ د کټ په څادر باندې تاسو د وينې دا داغونه وګورئ.“
18
نو د ښار مشران به د هغې خاوند بوځى او سزا به ورکړى.
19
هغوئ دې هغه سل د سپينو زرو سيکې جرمانه هم کړى او پېسې دې د ښځې پلار له ورکړى، ځکه چې هغه سړى يوه اِسرائيلۍ ښځه رسوا کړې ده. د دې نه علاوه، هغه به يې ښځه هم وى او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.
20
خو کۀ دا خبره رښتيا وى او دا ثبوت نۀ وى چې هغه پېغله پاتې شوې وه،
21
نو هغوئ به يې د هغې د پلار د کور دروازې خولې ته بوځى، او د ښار سړى به يې هلته سنګسار کړى چې مړه شى. هغې ستاسو خلقو په مينځ کښې يو د شرم نه ډک کار کړے دے چې د وادۀ نه مخکښې د بل سړى سره څملاستله، چې هغه لا د پلار په کور کښې وه. نو تاسو به په دې طريقې سره د خپل مينځ نه دا بدکارى ختمه کړئ.
22
کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره په زنا کولو ونيولے شى، نو هغوئ دواړه به وژلے شى، نو چې تاسو د اِسرائيل مُلک د دې بدکارۍ نه خلاص کړئ.
23
کۀ په يو ښار کښې يو سړے د داسې ښځې سره په زنا پورې ونيولے شى چې د هغې کوژدن د بل چا سره شوې وى،
24
نو تاسو هغوئ د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړۀ شى. ښځه دې ځکه مړه شى چې هغې د مدد دپاره چغې نۀ دى وهلې، اګر چې هغه په ښار کښې وه، کېدے شى چې هلته د هغې چغې اورېدلے شوې وے. او سړے دې ځکه مړ شى چې هغۀ د يوې داسې ښځې سره زنا کړې ده چې هغه کوژدن شوې وه. نو داسې به تاسو د دې ګند نه ځان خلاص کړئ.
25
فرض کړئ چې يو سړے په پټو کښې د يوې داسې ښځې بېعزتى وکړى چې د هغې کوژدن د بل چا سره شوې وى. نو صِرف هغه سړے به وژلے شى،
26
ښځې ته به هيڅ نۀ شى وئيلے، ځکه هغې داسې ګناه نۀ ده کړې چې د مرګ حقداره شى. دا هم هغه شان معامِله ده چې يو سړے په بل سړى باندې حمله وکړى او مړ يې کړى.
27
هغه سړى په پټو کښې د هغه کوژدن شوې ښځې سره په زبردستۍ زنا وکړه، اګر چې هغې د مدد چغې وهلې وې، خو هيڅ څوک هم نۀ وُو.
28
کۀ يو سړے د يوې داسې جينۍ سره په زبردستۍ زنا وکړى چې هغه کوژدن شوې نۀ وى،
29
نو هغه به د هغې پلار له پنځوس د سپينو زرو سيکې حق مهر ورکړى او هغه به يې ښځه شى، ځکه چې هغۀ په زور باندې د هغې سره زنا کړې ده. چې تر کومې پورې ژوندے وى نو هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.
30
يو سړے دې هم د خپل پلار بېعزتى نۀ کوى چې د خپل پلار د ښځو نه د يوې سره څملى.
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 23 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34