bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Deuteronomy 20
Deuteronomy 20
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 21 →
1
کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له ځئ او تاسو وګورئ چې د هغوئ جنګى ګاډۍ، آسونه او لښکر ستاسو نه زيات وى، نو د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو مل وى، چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.
2
د هغې نه مخکښې چې تاسو جنګ شروع کړئ، يو اِمام دې وړاندې راشى او لښکر ته دې ووائى،
3
اے بنى اِسرائيلو. واورئ، نن تاسو جنګ له روان يئ. مۀ بېزړۀ کېږئ، مۀ يرېږئ، مۀ بېحوصلې کېږئ او نۀ چې وارخطا شئ.
4
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو د دشمنانو خِلاف جنګ کوى او فتح به درکړى.
5
بيا به آفسران په خپل تقرير کښې فوجيانو ته ووائى، په تاسو کښې داسې څوک شته چې کور يې جوړ کړے وى، خو وقف کړے يې نۀ وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ کور وقف کړى.
6
دلته داسې يو سړے شته، چې هغۀ د انګورو باغ کَرلے وى، خو دا موقع ورته نۀ وى مِلاو شوى چې انګور ترې نه راټول کړى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ په ميو مزې وکړى.
7
دلته داسې څوک شته، چې کوژدن يې کړې وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ د کوژدن شوې ښځې سره وادۀ وکړى.
8
آفسران به سړو ته دا هم ووائى، دلته داسې يو سړے شته، چې هغه يريږى يا يې زړۀ بائيللے وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، هغه به د خپل ځان په شان د نورو ملګرو زړونه هم کمزورى کړى.
9
کله چې آفسران د لښکر سره خپلې خبرې خلاصې کړى، نو د هرې قبيلې دپاره به مشران خوښ کړے شى.
10
کله چې تاسو په يو ښار باندې حمله کوئ، نو وړومبے هغه خلقو ته د تسليمېدو موقع ورکړئ.
11
کۀ هغوئ دروازې کولاو کړى او تسليم شى، نو هغوئ به ټول ستاسو غلامان وى او ستاسو دپاره به بېګار کوى.
12
خو کۀ د هغه ښار خلق تسليم نۀ شى او جنګ خوښ کړى، نو د خپل لښکر سره يې محاصره کړئ.
13
نو کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وکړى چې تاسو هغه ښار قبضه کړئ، نو په دې کښې ټول سړى ووژنئ.
14
خو هغه ښځې، ماشومان، څاروى او چې په ښار کښې نور هر څۀ وى هغه د ځان دپاره اخستے شئ. تاسو د خپلو دشمنانو هر څيز استعمالولے شئ. مالِک خُدائ دا تاسو له درکړى دى.
15
تاسو به د هغه ښارونو سره داسې کار وکړئ کوم چې د هغه مُلک نه لرې دى چرته به چې تاسو اوسېږئ.
16
خو کله چې تاسو د هغه مُلک ښارونه قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هر يو کس ووژنئ.
17
دا ټول خلق تباه کړئ يعنې حِتيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان، لکه څنګه چې مالِک خُدائ د دې حُکم درکړے دے.
18
دا خلق ووژنئ، نو هغوئ به تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناهګار نۀ کړى چې تاسو ته هغه ټول بد عملونه وښائى چې هغوئ يې د خپلو معبودانو په عبادت کښې کوى.
19
کله چې تاسو د يو ښار د قبضه کولو کوشش کوئ، نو د هغه ځائ مېوه دارې ونې مۀ پرې کوئ، اګر چې محاصره د ډېر وخت پورې اوږده هم شى. مېوه يې خورئ، خو ونې مۀ تباه کوئ، ځکه چې ونې ستاسو دشمنانې نۀ دى.
20
تاسو هغه هره ونه راماتولے شئ کومه چې مېوه نۀ نيسى او د ښار د قبضه کېدو پورې تاسو هغه د محاصرې د دېوالونو دپاره استعمالولے شئ.
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 21 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34