bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Deuteronomy 27
Deuteronomy 27
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 26
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 28 →
1
بيا موسىٰ او د بنى اِسرائيلو مشرانو خلقو ته وفرمائيل، ”نن چې زۀ کوم اصُول درته ښايم هغه ټول ومنئ.
2
په کومه ورځ چې تاسو د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هلته لوئ لوئ کاڼى ودروئ او لېو يې کړئ،
3
او په هغې باندې دا ټول قانون او خبرې وليکئ. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې پئ او شات په کښې ډېر تېر وى، چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ستاسو سره د هغې وعده کړې ده،
4
او چې تاسو د اُردن بلې غاړې ته واوړئ، نو د عيبال په غرۀ باندې دا کاڼى ودروئ، لکه څنګه چې نن زۀ تاسو له حُکم درکوم او هغه کاڼى لېو کړئ.
5
هلته د کاڼو يوه داسې قربانګاه جوړه کړئ چې د هغې په جوړولو کښې د اوسپنې هيڅ آوزار استعمال نۀ شى،
6
ځکه چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره هره قربانګاه جوړَوئ نو هغه دې د داسې کاڼو نه جوړولے شى چې کټ کړے شوى نۀ وى. هلته به تاسو سوزېدونکې قربانۍ پېش کوئ،
7
او هلته به تاسو قربانى کوئ او خپلې د سلامتۍ نذرانې به خورئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې به شُکر وباسئ.
8
په کومو کاڼو باندې چې لېو شوے وى په هغې باندې د خُدائ پاک د قانون هره يوه خبره صفا صفا وليکئ.“
9
بيا موسىٰ او د ليوى قبيلې اِمامانو ټولو بنى اِسرائيلو ته ووئيل، ”اے د بنى اِسرائيلو خلقو، خاموش شئ او غوږ ونيسئ. نن تاسو د خپل خُدائ پاک د مالِک خُدائ خپل خلق شوئ،
10
نو د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه او قانون پوره کوئ چې نن يې زۀ درکوم.“
11
بيا هم په هغه ورځ موسىٰ د بنى اِسرائيلو خلقو ته وفرمائيل،
12
”د اُردن سيند نه د اوړېدو نه پس به دغه قبيلې د ګِرزيم په غرۀ ودريږى، يعنې د شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، يوسف او بنيامين قبيلې. او دوئ به په خلقو د برکتونو اِعلان کوى.
13
نو دغه قبيلې يعنې د روبين، جاد، آشر، زبولون، دان او نفتالى د عيبال په غرۀ ودريږى. او په خلقو به لعنت وائى
14
ليويان به دا خبرې په اوچت آواز سره وکړى،
15
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
16
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل مور پلار بېعزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
17
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ګاونډى د زمکې د حد پوله خوځوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
18
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې يو ړوند کس بېلارې کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
19
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
20
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل پلار د ښځې سره زنا کوى، او د خپل پلار بېعزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
21
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ځناور سره حرامکارى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
22
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
23
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې خواښې سره زنا کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
24
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
25
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د يو بېګناه کس د قتل پېسې اخلى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
26
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خُدائ پاک په ټولو لارښودنو او قانون باندې عمل نۀ کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
← Chapter 26
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 28 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34