bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Deuteronomy 33
Deuteronomy 33
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 32
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 34 →
1
دا هغه برکتونه دى چې د خُدائ پاک پېغمبر موسىٰ يې د خپل مرګ نه مخکښې د بنى اِسرائيلو دپاره اِعلان وکړو.
2
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.
3
مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى. نو هغوئ د هغۀ په نقش قدم روان دى او د هغۀ حُکمونه منى.
4
د هغۀ قانون منو چې موسىٰ مونږ له راکړے دے، چې دا زمونږ د قوم د ټولو نه قيمتى سرمايه ده.
5
مالِک خُدائ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شو کله چې د هغوئ قبيلې او مشران يو ځائ راغونډ وُو.“
6
موسىٰ د روبين قبيلې په حقله داسې وفرمائيل، ”روبين دې ژوندے وى او هيڅکله دې نۀ مرى، اګر چې د هغوئ خلق لږ دى.“
7
د يهوداه قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، د مدد دپاره د هغوئ چغې واوره، هغوئ يو ځل بيا د نورو قبيلو سره يو موټے کړه. مالِکه خُدايه، د هغوئ دپاره وجنګېږه، او د هغوئ د دشمنانو خِلاف د هغوئ مدد وکړه.“
8
د ليوى قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ خپله رضا د اُوريم او تميم په ذريعه څرګندوې د خپلو وفادارو خِدمتګارانو، ليويانو په ذريعه، هغوئ تا په مسه کښې وآزمائيل او د مريبه چينو سره دې رښتونى ثابت کړل.
9
هغوئ تا ته د مور پلار، وروڼو او بچو نه هم زياته وفادارى وښودله. هغوئ ستا حُکمونه ومنل او هغوئ ستا د لوظ وفادار وُو.
10
هغوئ به ستا خلقو ته وښائى چې ستا د قانون تابعدارى وکړى، هغوئ به ستا په قربانګاه باندې قربانۍ پېش کړى.
11
مالِکه خُدايه، د هغوئ د قبيلې مدد وکړه چې تکړه شى، د هغوئ د کارونو نه خوشحاله شه. د هغوئ دشمنان ختم کړه، او مۀ يې پرېږده چې بيا سر راپورته کړى.“
12
د بنيامين قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه قبيله ده چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوى او ساتنه يې کوى، هغه ټوله ورځ د هغوئ حِفاظت کوى، او هغه د هغوئ په مينځ کښې اوسيږى.“
13
د يوسف قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې د باران سره د هغوئ مُلک له برکت ورکړى او لاندې د زمکې نه د اوبو برکت ورکړى.
14
مالِک خُدائ دې د هغوئ مُلک له په نمر پَخو شوو مېوو سره برکت ورکړى، د هغوئ مُلک دې د هر موسم د ډېرو ښو مېوو سره ښۀ کړى.
15
د هغوئ پخوانى غرونه دې د ښو مېوو په ونو باندې شنۀ شى.
16
د هغوئ مُلک دې د ټولو نعمتونو نه ډک شى، مالِک خُدائ دې د خپل خېر سره هغوئ له برکت ورکړى، چا چې د سوزېدونکې بوټى نه خبرې وکړې. دا برکتونه دې د يوسف په قبيله نازل شى، ځکه چې هغه د خپلو وروڼو نه اوچت وو.
17
يوسف د غوَيى په شان طاقت لرى، د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے. د هغۀ ښکرونه د منسى زرګونو خلق دى او د اِفرائيم لس زره په زرګونو خلق دى. د دې ښکرو سره هغه قومونه وهى او د دُنيا آخرى سرونو ته يې رسوى.“
18
د زبولون او يساکار قبيلو په حقله هغۀ وفرمائيل، ”زبولون دې په سمندرى کاروبار کښې مالداره شى، او د يساکار دولت دې په کور کښې زيات شى.
19
هغوئ مسافر خپل غرۀ ته رابلى او هلته صحيح قربانۍ پېش کوى. هغوئ ته د آباد سمندر نه دولت ملاويږى او د شګو نه ورته پټه خزانه ملاويږى.“
20
د جاد قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چا چې د هغوئ علاقه لويه کړه. جاد د ازمرى په شان اِنتظار کوى چې د ښکار مټ او کوپړۍ غوڅه کړى.
21
هغوئ د ځان دپاره د ټولو نه ښۀ زمکه واخستله، د يو مشر برخه د هغوئ په حواله شوه. هغوئ د مالِک خُدائ حُکمونه او قانون ومنلو کله چې د بنى اِسرائيلو مشران يو ځائ راغونډ وُو.“
22
د دان قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دان د يو ځوان ازمرى په شان دے، چې د بسن نه ټوپ وهى.“
23
د نفتالى قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”د نفتالى سره د مالِک خُدائ د نېکۍ ډېر برکت دے، د هغوئ مُلک به په جنوب کښې د ګليل ډنډ پورې رسيږى.“
24
د آشر قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”آشر ته د نورو قبيلو نه زيات برکت ورکړے شوے دے. هغه به په خپلو وروڼو کښې د ټولو نه ګران وى، او د زيتُونو ونې به د هغۀ په مُلک کښې ښې ډېرې وى.
25
د هغۀ د ښارونو دې د اوسپنې په دروازو سره حِفاظت وشى، او هغه دې همېشه په امن کښې ژوند تېروى.
26
اے بنى اِسرائيلو، ستاسو د خُدائ پاک په شان خُدائ نشته، د خپل شان سره هغه پاس په آسمان کښې دے، ستاسو د مدد دپاره هغه په وريځو سور راځى.
27
خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى. تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دشمنان شړى، او تاسو ته يې وفرمائيل چې، هغوئ ټول تباه کړئ.
28
نو د يعقوب اولاده، په امن سره اوسېږئ، په هغه مُلک کښې په حِفاظت کښې اوسئ چې د غلې او د ميو نه ډک دے، چرته چې د آسمان نه پرخه زمکه اوبۀ کوى.
29
اِسرائيلو، تاسو څومره خوشحاله يئ. ستاسو په شان هيڅ څوک هم نشته، يو داسې قوم چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړے دے. مالِک خُدائ په خپله ستاسو ډال او ستاسو تُوره دے، چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له فتح درکړى. ستاسو دشمنان به راشى او د رحم دپاره به سوال کوى، او تاسو به هغوئ د پښو لاندې کړئ.“
← Chapter 32
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 34 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34