bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Deuteronomy 21
Deuteronomy 21
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 22 →
1
کۀ په يو پټى کښې يو قتل شوے کس وموندے شى په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو ته پته نۀ وى چې چا وژلے دے،
2
نو ستاسو مشران او قاضيان به لاړ شى او چې چرته هغه مړے موندلے شوے وى نو د هغه ځائ نه به د ټولو نزدې ښارونو فاصله معلومه کړى.
3
نو چې چرته مړے موندلے شوے وى د هغه نزدې ښار مشران به يوه سخۍ خوښه کړى چې هيڅ کار ترې نه نۀ وى اخستے شوے او نۀ يې جغ راښکلے وى.
4
هغوئ به دا يوې بهېدونکې ولې ته کوزه کړى چې د هغه ځائ زمکه هيڅکله نه يوې شوې وى او نه کَرلے شوې وى او هغوئ به هلته د دې سخۍ څټ مات کړى.
5
د ليوى قبيلې اِمامان به هم هلته لاړ شى، ځکه چې هغوئ به هره هغه لانجه فېصله کوى چې د ظلم او زياتى سره يې تعلق وى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ د خپل خِدمت دپاره خوښ کړى دى او چې د هغۀ په نوم برکتونه وغواړى.
6
بيا چې چرته هغه قتل شوے کس موندلے شوے وى هغې ته د نزدې ښار ټول مشران به په هغه سخۍ باندې خپل لاسونه ووينځى،
7
او هغوئ دې ووائى چې، مونږ دا کس نۀ دے وژلے او مونږ ته پته نشته چې دا قتل چا کړے دے.
8
اے مالِکه خُدايه، خپل خلق اِسرائيليان معاف کړه څوک دې چې تا د مِصر نه آزاد کړل. مونږ معاف کړه او د يو بېګناه کس د قتل ذمه وارى زمونږ په غاړه مۀ اچوه.
9
چې هغه څۀ وکړئ چې مالِک خُدائ يې غواړى، نو د قتل ذمه وارى به ستاسو په غاړه نۀ وى.
10
کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له لاړ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغوئ زورَور کړى او څۀ کسان ترې نه قېديان کړئ،
11
کېدے شى چې تاسو په هغوئ کښې يوه ښائسته ښځه وګورئ چې ستاسو خوښه شى او ورسره وادۀ کول وغواړئ.
12
هغه خپل کور ته بوځئ، هلته به خپل سر کل کړى، نوکونه به پرې کړى،
13
او خپلې جامې به بدلې کړى. هغه به ستاسو په کور کښې ايساره شى او خپل مور پلار پسې به يوه مياشت وژاړى، د هغې نه پس، هغه وادۀ کولے شئ.
14
وروستو، کۀ تاسو د هغې سره خوشحاله نۀ يئ، نو تاسو يې پرېښودے شئ او چې چرته وغواړى نو هلته دې لاړه شى. ځکه چې تاسو د هغې بېعزتى کړې ده، نو تاسو د هغې سره د يوې وينځې په شان سلوک نۀ شئ کولے او نۀ يې خرڅولے شئ.
15
کۀ د يو سړى دوه ښځې وى او هغه د يوې سره مينه کوى او د بلې سره نۀ کوى او د دواړو نه يې زامن پېدا شى، خو وړومبے زوئ يې د هغې ښځې نه وى چې د کومې سره مينه نۀ کوى،
16
کله چې هغه سړے خپل جائيداد تقسيموى نو هغه دې د خپلې خوښې ښځې زوئ له د مشرى زوئ حق نۀ ورکوى.
17
چې د کومې ښځې سره مينه نۀ کوى خو د هغې زوئ مشر دے نو هغۀ له به يو په دوه برخه ورکوى. مشر زوئ د خپل پلار د طاقت وړومبۍ نښه وى. هغه د مشرۍ حق لرى.
18
کۀ د چا زوئ ضدى يا سرکشه وى، يو زوئ چې د خپل مور پلار فرمانبردارى نۀ کوى، تر دې پورې چې هغوئ سزا هم ورکړى،
19
د هغۀ مور پلار دې هغه د ښار مشرانو له راولى چرته چې هغه اوسيږى او په هغۀ دې فېصله وکړے شى.
20
هغوئ دې مشرانو ته داسې ووائى، ”زمونږ زوئ ضدى او سرکشه دے او زمونږ خبره نۀ منى، هغه فضول خرچه او شرابى دے.“
21
نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.
22
کۀ د يو جرم په وجه څوک وژلے شوے وى او د هغۀ لاش په يوه ونه کښې ځوړند وى،
23
نو هغه دې د شپې هلته نۀ شى پرېښودلے. هغه دې خامخا هم په هغه ورځ ښخ کړے شى، ځکه چې يو داسې مړے چې په ونه کښې ځوړند وى هغه په مُلک باندې د خُدائ پاک لعنت راولى. هغه مړے ښخ کړئ، نو تاسو به هغه مُلک پليت نۀ کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له په ميراث کښې درکوى.
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 22 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34