bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ezekiel 21
Ezekiel 21
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 22 →
1
د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2
”اے بنى آدمه، د يروشلم په خلاف خپل مخ راواړوه او د هغوئ د مقدسو ځايونو خلاف بيان وکړه. او د بنى اِسرائيلو د مُلک خلاف پېشګوئې وکړه.
3
او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زۀ ستاسو خلاف يم. زۀ به خپله تُوره د کاش نه راوباسم او ستاسو نه به صادقان او بدعمله دواړه ختم کړم.
4
ځکه زۀ صادقان او ګناهګاران دواړه وژنم، زما تُوره به د کاش نه د جنوب نه د شمال پورې د هر چا خلاف راوويستلے شى.
5
بيا به ټول خلق په دې باندې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ خپله تُوره د کاش نه راويستې ده. دا به بيا واپس نۀ شى.
6
نو په دې وجه اے بنى آدمه، زبيرګى کوه، په مات زړۀ او سختو دردونو سره د هغوئ په وړاندې سوال زارى وکړه.
7
او کله چې هغوئ تا نه تپوس وکړى چې تۀ ولې زبيرګى کوې؟ نو هغوئ ته ووايه چې د هغه خبر په وجه چې راتلونکے دے. هر يو سخت زړۀ به نرم شى او هر يو لاس به شل شى، هر يو روح به ودريږى او هره يوه ګوډه به د يرې نه په ريږدان شى. دا راتلونکى دى، دا به په يقين سره وشى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
8
د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
9
”اے بنى آدمه، پېشګوئې وکړه او خلقو ته ووايه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، يوه تُوره تيره شوې او پالش شوې ده.
10
دا د قتل و غارت دپاره تيره شوې ده، داسې پالش شوه چې د برېښنا په شان ځليږى. نو آيا اوس به خوشحاله شې څۀ؟ هغوئ څوک چې ستاسو نه ډېر زيات زورَور وُو د دې تُورې لاندې راغلل.
11
ما تُوره چا له ورکړې ده چې تيره يې کړى. اوس دا تيره ده، چمکداره ده او تياره ده چې قاتل ترېنه کار واخلى.
12
اے بنى آدمه، وير او ژړا وکړه، ځکه دا زما د خلقو خلاف ده، دا د بنى اِسرائيلو د ټولو شهزادګانو خلاف ده. هغوئ زما خلقو سره يوځائ د تُورې خولې ته وغورزولے شول. نو په دې وجه خپلې سينې ووهئ.
13
دا به هغوئ ټول په آزمېښت کښې واچوى، نو دوئ سره به د خلاصون لار نۀ وى؟“ مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
14
”نو بيا اے بنى آدمه، نبوت وکړه او خپل لاسونه وپړقوه او زما تُوره به دوه ځله بلکې درې ځله ووهى. دا تُوره د تباهۍ دپاره ده او دا تُوره د لوئ قتل و غارت دپاره ده چې د هرې خوا نه به هغوئ راګېر کړى.
15
تر دې چې هغوئ د يرې نه خپل زړونه بائيلى او راوغورزيږى، ما د هغوئ په ټولو دروازو کښې تُوره د دوئ د وژلو دپاره مقرر کړې ده. افسوس، هغه داسې جوړه شوې ده چې لکه د برېښنا په شان پړقيږى، او دا د قتلولو دپاره راخستلے شوې ده.
16
اے تُورې، ښى طرف او بيا ګس طرف ته، او هرې خوا چې ستا مخ تاويږى وڅيره.
17
زۀ به هم خپل لاسونه وپړقوم او زما غضب به سوړ شى. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل.“
18
د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
19
”اے بنى آدمه، د بابل بادشاه د تُورې دپاره دوه لارې په ګوته کړه چې په هغې لاړه شى، چې دواړه د يو ښار نه شروع شى. هلته کښې نښه جوړه کړئ چرته چې ښار ته خپلو کښې لارې جدا کيږى.
20
د تُورې دپاره يوه لاره په ګوته کړئ چې د عمونيانو د ربه ښار خلاف راشى او بله د يهوداه او د يروشلم پوخ ښار خلاف راشى.
21
ځکه چې د بابل بادشاه به په هغه ځائ کښې چرته چې نښه شوې ده چې لارې جدا کيږى ودريږى چرته چې لارې دوه شوې دى، نو په دې وخت کښې به د خپل قسمت فال وګورى، هغه به په غشو سره ځان دپاره فال معلوم کړى، او د خپلو بُتانو سره به مشوره وکړى، هغه به د څاروو اينه معائنه کړى چې هغه کوم طرف ته لاړ شى.
22
نو د هغۀ په ښى لاس کښې به فال د يروشلم دپاره راشى، چرته چې به هغه د دېوالونو غورزولو مشين ولګوى، هغه به د قتل و غارت حکم ورکړى، او د جنګ آوازونه به وکړى، او د دروازو خلاف به د ماتولو مشينرى ولګوى، حصارونه به جوړ کړى او د محاصره کولو دپاره به د خاورو ډېرى جوړ کړى.
23
دا به د هغوئ دپاره د دروغو فال ښکارى چا چې هغۀ سره د امن قَسم کړے دے، خو هغه به هغوئ ته خپله ګناه ورياده کړى او هغوئ به ونيولے شى.
24
نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو بيا بيا خپل قصورونه ما ته رايادوئ او تر دې چې هغه په ښکاره توګه سر ته رسوئ او په هر کار کولو کښې ستاسو ګناهونه ليدلے کيږى نو په داسې کولو به تاسو ونيولے شئ.
25
اے د بنى اِسرائيلو بېدينه او بدکاره شهزاده، ستا وخت پوره شوے دے، او د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.
26
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، خپل پټکے ښکته کړه او خپل تاج اخوا کړه. هر څۀ به داسې نۀ وى څنګه چې مخکښې وُو، عاجز به اوچت کړے شى او اوچت به عاجز کړے شى.
27
کنډر، کنډر، زۀ به ښار کنډر کړم. دا به بيا په خپل حال نۀ شى ترڅو چې هغه رانۀ شى د چا چې دا حق دے چې فېصله پرې وکړى. چا ته به چې زۀ دا مُلک ورکړم.“
28
”او تۀ اے بنى آدمه، نبوت وکړه او ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ د عمونيانو او د هغوئ د ګستاخۍ کولو په حقله فرمائى چې، تُوره د حلالېدو دپاره راوويستلے شوه، هغه د قتلولو دپاره پالش کړے شوه او لکه د برېښنا ځليږى.
29
هغوئ ستاسو په حقله غلطې روياګانې بيانوى او ستاسو په حقله د دروغو پېشګوئې کوى، دا به د بدکارو په غاړو پرته وى څوک چې به قتل کړے شى، د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.
30
تُوره په خپل کاش کښې واپس واچوه. په کوم ځائ کښې چې تۀ پېدا شوے يې، ستا د پلار نيکۀ په مُلک کښې، زۀ به ستا عدالت وکړم.
31
زۀ به خپل غضب په تاسو نازل کړم او د خپلې غصې اور له به ستاسو خلاف پوکے ورکړم، زۀ به تاسو قاتلانو او هغه کسانو ته حواله کړم چې په تباهۍ کښې ماهر وى.
32
تۀ به د اور دپاره خشاک يې، ستا وينه به ستا په مُلک کښې تويه شى، تۀ به نور ياد نۀ کړے شې، ځکه چې ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل.“
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 22 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48