bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ezekiel 43
Ezekiel 43
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 42
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 44 →
1
بيا زۀ هغه سړى هغه دروازې ته راوستلم چې د مشرق طرف ته يې مخ وو،
2
او ناګهانه ما وليدل چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د مشرق خوا نه راروان وو. د هغۀ آواز لکه د ډېرو اوبو د غرار په شان وو، او زمکه د هغۀ د جلال په وجه روښانه وه.
3
کومه رويا چې ما وليدله د هغه رويا په شان وه کومه چې ما ليدلې وه کله چې هغه د ښار تباه کولو له راغلو او د هغه رويا په شان چې ما د کبار د سيند په غاړه وليدله، او زۀ پړمخې پرېوتلم.
4
د مالِک خُدائ جلال د مالِک خُدائ په کور کښې د نمرخاتۀ دروازې نه ورننوتو.
5
بيا زۀ روح اوچت کړم او دننه دربار ته يې راوستلم، او د مالِک خُدائ جلال د خُدائ کور ډک کړو.
6
کله چې هغه سړے زما خوا کښې ولاړ وو، ما دا واورېدل چې څوک ما ته د خُدائ د کور دننه نه خبرې کوى.
7
هغۀ وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا زما تخت او د پښو د لګولو مقام دے. دا هغه مقام دے چې زۀ به په کښې د تل دپاره د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم. هغوئ او د هغوئ بادشاهان به نور په بُتخانو کښې بُت پرستى او زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوى. او نۀ به نور دوئ د خپلو مړو بادشاهانو د علاقائى زيارتونو عزت کوى.
8
کله چې هغوئ خپل درشل زما درشل سره خوا کښې او د خپلو دروازو بازو زما د دروازو د بازوګانو سره ولګول، زما او د هغوئ په مينځ کښې صرف يو دېوال وو، هغوئ زما د مقدس نوم بېحرمتى په خپلو بدو عملونو سره وکړه. نو ما په خپله غصه کښې هغوئ تباه کړل.
9
هغوئ دې اوس خپله بُت پرستى او د خپلو بادشاهانو زيارتونه زما د مخې نه اخوا کړى، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې د تل دپاره اوسېږم.
10
اے بنى آدمه، د مالِک خُدائ کور د بنى اِسرائيل قوم ته وښايه، چې هغوئ په خپلو ګناهونو وشرميږى. پرېږده چې هغوئ په غور سره نقشه وګورى،
11
او کۀ چرې هغوئ په خپلو ټولو کارونو باندې وشرميږى کوم چې هغوئ کړى دى، نو هغوئ ته د خُدائ د کور نقشه او د هغې ترتيب، د هغې د وتو لارې او د داخلېدو لارې، د هغې ټوله نقشه او د هغې اصُول او احکام وښايه. دا د هغوئ د وړاندې وليکه نو چې هغوئ د دې ترتيب وفادارى وکړى او د دې د احکامو پيروى وکړى.
12
د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى. دا د خُدائ د کور قانون دے.“
13
”دا د قربانګاه په اوږدو ناپ تول دے، د قربانګاه نه ګېرچاپېره غاړه يوويشت اِنچه ژوره وه او يوويشت اِنچه پلنه وه، او د هغې ګېرچاپېره غاړه نهۀ اِنچه پلنه وه. او هم دا د قربانګاه اوچتوالے دے،
14
په زمکه د غاړې نه بره تر ښکته چجې پورې دا درې نيم فټه اوچته وه او يوويشت اِنچه پلنه وه. او د وړې چجې نه تر غټې چجې پورې دا اووۀ فټه اوچته او يوويشت اِنچه پلنه وه.
15
د قربانګاه برنۍ برخه اووۀ فټه اوچته وه چې قربانى به په کښې سوزولے کېدله او د هغې په هر يو ګوټ کښې يو يو ښکر لګولے شوے وو.
16
قربانګاه د سر څلور ګوټونه وُو، يوويشت فټه اوږدۀ او يوويشت فټه پلن وو.
17
بره چجه هم مربع وه، څليريشت نيم فټه اوږده او څليريشت نيم فټه پلنه وه، چې غاړه يې يوويشت اِنچه وه او ګېرچاپېره لس نيم اِنچه غاړه وه. او د قربانګاه پوړۍ نمرخاتۀ طرف ته وې.“
18
بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د سوزېدونکې قربانۍ د نذرانو دپاره به دا اصُول وى او په قربانګاه به وينه وشيندلے شى کله چې دا تياره شى،
19
تاسو به يو ځوان سخے د ګناه د نذرانې دپاره اِمامانو له ورکړئ، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى، او څوک چې زما وړاندې خِدمت کوى، مالِک خُدائ دا فرمائى.
20
تاسو د دې نه لږه وينه واخلئ او د قربانګاه په څلورو ګوټونو کښې په ښکرونو باندې په بره حِصه کښې او د هغې په غاړو باندې وشيندئ، او دغه شان قربانګاه مقدسه کړئ او د هغې دپاره کفاره ورکړئ.
21
تاسو به يو غوَيے د ګناه د نذرانې دپاره واخلئ او د خُدائ د کور په مقرر شوى ځائ د مقدس ځائ نه بهر به يې وسوزوئ.
22
په دوېمه ورځ به تاسو بېعېبه چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کړئ، او قربانګاه به پرې داسې مقدسه کړئ لکه څنګه چې مو په غوَيى باندې پاکه کړې وه.
23
کله چې تاسو د دې د پاکولو کار ختم کړئ، نو تاسو به بيا يو ځوان سخے او ګډورے د رمې نه نذرانه کړئ، چې دواړه بېعېبه وى.
24
تاسو دا د مالِک خُدائ په وړاندې پېش کړئ، او اِمامان به په دوئ مالګه واچوى او دا به د سوزېدونکې قربانۍ په طور پېش کړئ.
25
تاسو به د اووۀ ورځو دپاره هره ورځ يو چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کوئ، تاسو به د رمې نه يو ځوان غوَيے او يو ګډورے هم پېش کوئ، چې درې واړه بېعېبه وى.
26
د اووۀ ورځو دپاره دې هغوئ د قربانګاه او د هغې د پاکولو دپاره فديه پېش کړى، نو داسې به هغوئ دا وقف کړى.
27
د دې ورځو په آخر کښې، د اتمې ورځې نه وروستو هم اِمامان به په قربانګاه ستاسو سوزېدونکې او د عبادت نذرانې پېش کړى. بيا به زۀ تاسو قبول کړم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“
← Chapter 42
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 44 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48