bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ezekiel 41
Ezekiel 41
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 40
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 42 →
1
بيا هغه سړى زۀ د خُدائ د کور مقدس ځائ ته راوستلم او هغۀ د دروازو ستنې ناپ کړې، دواړو خواو ته د ستنو پلنوالے لس نيم فټه وو.
2
د داخلېدو لار اوولس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خوا دېوال پاو کم نهۀ فټه اوږد وو. هغۀ بهرنے مقدس ځائ هم ناپ کړو، دا اويا فټه اوږد وو او پينځۀ دېرش فټه پلن وو.
3
بيا هغه دننه مقدس ځائ ته لاړو او د داخلېدو د لارې ستنې يې ناپ کړې، او هره يوه درې نيم فټه پلنه وه. د داخلېدو لار لس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خواؤ دېوالونه پاو باندې دولس فټه پلن وُو.
4
او هغۀ د دننه مقدس ځائ اوږدوالے ناپ کړو، هغه پينځۀ دېرش فټه وو، او د دې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو. هغۀ ما ته ووئيل، ”دا د ټولو نه زيات مقدس ځائ دے.“
5
بيا هغۀ د خُدائ د کور دېوال ناپ کړو، هغه لس نيم فټه پلن وو. او د خُدائ د کور ګېرچاپېره هر طرف ته کوټه اووۀ فټه پلنه وه.
6
دا کوټې درې منزله وې، او په هر منزل کښې دېرش کوټې وې. د خُدائ د کور د دېوال ګېرچاپېره پايې وې د دې دپاره چې دا د دې کوټو دپاره ټيک وې. نو چې د دې کوټو تيرونه دېوال کښې دننه نۀ لګېدل.
7
د خُدائ د کور ګېرچاپېره د دوېم چت کوټې د اول چت نه غټې وې او د درېم چت کوټې د دوېم چت نه غټې وې. کومه ډانچه چې د خُدائ د کور ګېرچاپېره جوړه شوې وه د لاندې نه بره حالت کښې جوړه وه، نو هغه کوټې کولاو وې چې بره وې. د لاندې نه تر دريم چت پورې پوړۍ ختلې وې.
8
ما وليدل چې د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره اوچته چونتره وه، چې د کوټو بنياد وو. د دې ناپ تول لس نيم فټه اوچت وو.
9
د هغه کوټو بهرنے دېوال پاو کم نهۀ فټه پلن وو. د کوټو په مينځ کښې هغه کولاو ځائ وو.
10
او د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره د اِمامانو کوټې پينځۀ دېرش فټه پلنې وې.
11
د کولاو ځائ نه دې کوټو ته د ورننوتلو لارې ورغلې وې، يوه په شمال کښې او بله په جنوب کښې وه، او بنياد چې دا کولاو ځائ په خپلو کښې يو ځائ کوى پاو کم نهۀ فټه کولاو وو.
12
يو بل عمارت چې مخه يې د خُدائ د کور د دربار مغرب طرف ته وه هغه يو سل دوويشت نيم فټه کولاو او يو سل او اووۀ پنځوس نيم فټه اوږد وو، او د هغې دېوالونه پاو کم نهۀ فټه پلن وُو.
13
بيا هغۀ د خُدائ د کور ناپ وکړو، دا يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو، او د خُدائ د کور دربار او هغه عمارت چې د دې دېوالونو سره وو هغه هم يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.
14
مشرق طرف ته د مالِک خُدائ د مقدس کور دربار د خُدائ د کور مخې سره يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو.
15
بيا هغۀ د هغه عمارت اوږدوالے د دېوالونو سره ناپ کړو چې د خُدائ د کور دربار ته مخامخ وو، چې دا يو سل او پينځۀ اويا فټه وو. د مالِک خُدائ د کور ډيوډۍ، مقدس ځائ او د ټولو نه زيات مقدس ځائ،
16
او وړې کړکۍ او د دې دريواړو نه ګېرچاپېره هالونه د دې هر څۀ نه وروستو او د ډيوډۍ سره ټول په لرګى پټ وُو. فرش او دېوال، تر کړکيانو پورې او کړکۍ هم پټې وې.
17
د دروازو دپاسه کومه لار چې د مالِک خُدائ د کور دننه مقدس ځائ ته ورغلې وه او د هغې په دننه او بهر دېوالونو باندې هم
18
د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو. او د وزرو والا مخلوق او د کجورو ونې يو د بل پسې نقش شوى وُو، او د هر يو وزرو والا مخلوق دوه مخونه وُو.
19
انسانى مخ يې د کجورې يوې ونې طرف ته وو او د زمرى مخ يې د کجورې د بلې ونې طرف ته وو. دا تصويرونه ګېرچاپېره د خُدائ په کور کښې نقش شوى وُو.
20
د فرش نه تر د ننوتلو دروازې پورې پاس، او د بهرنى مقدس ځائ په دېوال باندې د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو.
21
د بهرنى مقدس ځائ د دروازو چوکاټونه مربع وُو او د ډېر زيات مقدس ځائ مخې ته هم د دې په شان وُو.
22
هلته د لرګى يوه قربانګاه وه چې پاو باندې پينځۀ فټه اوچته او درې نيم فټه پلنه وه. د دې ګوټونه، د دې بېخ، او د دې اړخونه د لرګى نه جوړ شوى وُو. هغه سړى ما ته ووئيل، ”دا هغه مېز دے چې د مالِک خُدائ په وړاندې ولاړ دے.“
23
بهرنى دواړو مقدس ځايونو او ډېر زيات مقدس ځائ دوه دروازې وې.
24
هرې يوې دروازې دوه پلې لرلې او هرې يوې پلې ته دوه قبضې وې.
25
او د بهرنى مقدس ځائ په دروازو د وزرو والا مخلوق تصوير او د کجورو د ونې تصويرونه نقش وُو لکه څنګه چې په دېوالونو باندې نقش شوى وُو، او هلته د لرګو يو دالان د وړې کوټې مخې ته جوړ شوے وو.
26
د وړې کوټې په بهرنى دېوالونو باندې وړې کړکۍ وې چې په هره يوه باندې د کجورو ونې نقش شوې وې. د خُدائ د کور د وړو کوټو مخې کښې هم د لرګو دالانونه وُو.
← Chapter 40
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 42 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48