bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ezekiel 47
Ezekiel 47
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 46
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 48 →
1
هغه سړى زۀ بيا د مالِک خُدائ د کور دروازې ته راوستلم، او ما وليدل چې د خُدائ د کور د درشل د لاندې نه اوبۀ د نمرخاتۀ طرف ته راروانې وې ځکه چې د مالِک خُدائ د کور مخه نمرخاتۀ طرف ته وه. اوبۀ د مالِک خُدائ د کور د جنوب خوا نه ښکته د قربانګاه جنوب خوا ته راروانې وې.
2
نو بيا هغۀ زۀ په شمالى دروازه باندې بهر راوويستلم او زۀ يې بهر راتاو کړم بهرنۍ دروازې ته يې بوتلم چې مخه يې مشرق ته وه، او اوبۀ د جنوب طرف نه رابهېدلې.
3
کله چې هغه سړے فيته په لاس نمرخاتۀ طرف ته لاړو، نو هغۀ نيم کيلوميټر ناپ وکړو او بيا يې زۀ په اوبو کښې بوتلم چې د ګيټو پورې وې.
4
هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې تر ګوډو پورې ډوبې وې. هغۀ بيا نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې دا تر ملا پورې وې.
5
هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو، خو اوس دا سيند شو چې زۀ په کښې نۀ شوم اوړېدلے، ځکه چې اوبۀ اوچتې وې او لامبلو ته کافى ډوبې وې، داسې سيند ترې جوړ شو چې هيڅوک په کښې نۀ شُو اوړېدلے.
6
بيا هغۀ ما نه تپوس وکړو چې، ”اے بنى آدمه، تۀ دا وينې؟“ نو بيا هغۀ زۀ واپس د درياب غاړې ته بوتلم.
7
کله چې زۀ هلته ورسېدم، نو ما د سيند په دواړو طرفونو ډيرې ونې وليدلې.
8
هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا اوبۀ نمرخاتۀ مُلک طرف ته بهيږى او د اُردن وادۍ ته ځى، چرته چې دا مړ درياب ته ورپرېوځى. کله چې دا مړ درياب ته ورښکته شى، نو په هغې کښې مالګينې اوبۀ تازه شى.
9
د ژوندو ځناورو سيلونه به هلته اوسى چرته چې سيند بهيږى. هلته به ډېر زيات کبان وى، ځکه چې دا اوبۀ هلته بهيږى او مالګې اوبۀ تازه کوى، نو چې چرته دا سيند بهيږى هر څۀ به هلته ژوندى پاتې شى.
10
ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عينجدى نه تر عينعجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى.
11
خو دلدلې او ډنډونه به تازه نۀ شى، دا به د مالګې دپاره پاتې شى.
12
د هر قسم مېوې ونې به د سيند په دواړو غاړو غټې شى. د دې پاڼې به نۀ وچيږى، او نۀ به د دې مېوې وچيږى. هره مياشت به دا مېوه نيسى، ځکه چې د مالِک خُدائ د مقدس کور نه دې ته اوبۀ بهيږى. د دې مېوه به د خوراک دپاره او پاڼې به يې د شفا دپاره استعماليږى.“
13
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دا هغه سرحدونه دى په کومو به چې تۀ زمکه د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مينځ کښې ميراث دپاره تقسيم کړې. د يوسف د اولاد دپاره به دوه حصې وى.
14
تۀ دا د هغوئ په مينځ کښې برابر تقسيم کړه، ځکه چې ما قسم خوړلے وو چې دا به ستاسو پلار نيکۀ له ورکړم، دا زمکه به ستاسو ميراث شى.
15
دا به د دې زمکې سرحد وى، شمال طرف ته به دا د لوئ سمندر نه د حتلون په لار ليبوحمات نه صداد ته تېر شى،
16
بيا به دا د بيروته او سبريم کوم چې د دمشق او حمات د سرحد په مينځ کښې پروت دے، او داسې تر حزرهاتيکان پورې، کوم چې د حوران سرحد سره دے.
17
دا سرحد به د سمندر نه تر حصر عينان پورې، د دمشق شمالى سرحد سره، او د حمات سرحد سره شمال طرف ته تلے وى. دا به شمالى سرحد وى.
18
د نمرخاتۀ طرف سرحد به د حوران او دمشق په مينځ کښې، اُردن سره د جِلعاد او د اِسرائيل د خاورې په مينځ کښې، مشرقى سمندر او داسې تر تمر پورې تلے وى. دا به مشرقى سرحد وى.
19
په جنوبى طرف کښې دا به د تامار نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ نه د لوئ سمندر پورې وى. دا به جنوبى سرحد وى.
20
د مغرب طرف ته به د لوئ سمندر سرحد ليبوحمات ته مخامخ وى. دا به مغربى سرحد وى.
21
تاسو به دا زمکه په خپل مينځ کښې د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مطابق تقسيم کړئ.
22
دا به تاسو د خپل ځان دپاره او هغه غېر مُلکيانو دپاره چې ستاسو په مينځ کښې اوسيږى او د چا چې ماشومان دى د ميراث په توګه تقسيم کړئ. تاسو به هغوئ د پېدائشى بنى اِسرائيلو په شان ګڼئ، تاسو سره به هغوئ ته هم ميراث د بنى اِسرائيلو د قبيلو په شان ورکړے شى.
23
په هر يو قوم کښې چې غېر مُلکى خلق اوسيږى، هلته به تاسو هغوئ له خپل ميراث ورکړئ، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
← Chapter 46
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 48 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48